افغانستان

کابل:د څرخي پله سلګونو زندانیانو غذايي اعتصاب کړی دی

په کابل کې د څرخي پله سلګونو زندانیانو له تېرې دوشنبې راهیسې غذایي اعتصاب پیل کړی دی، چې تراوسه روان دی. او د دوی په خبره نږدې په یوه اوونۍ کې يې هیچا غږ وانه ورید.

دغه اعتصاب د یاد زندان لومړي اوشپږم بلاک زندانیانو کړی دی، چې پکې نږدې د هرې طبقې زندانیان شته، ځینو يې خپلې خولې ګنډلې دي، او د دوی په خبره تر هغو به اعتصاب ته دوام ورکړي، چې غږ يې واورېدل شي.
دوی وايي، چې د ثور د اتمې په مناسبت د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخې باید د دوی له زندانه سلګونه تنه خوشي شوي وای، خو په خبره يې د فرمان له صادرېدو نه تر اوسه پورې څو تنه هغه زندانیان خوشي شوي دي، چې واسطې یا يې پیسې يې درلودې.
د ولسمشر حامد کرزي د یاد فرمان له مخې باید دوه سوه څلورڅلويښت هغه زندانیان خوشي شي، چې د بند موده يې تر یونیم کال ښکته وي. په داسې حال کې چې په یاد زندان کې زندانیان ګیله کوي، چې دغه فرمان یواځې د رسنیو پرمخ پاتې کېږي او عملي کېږي نه.
په یاد زندان کې د رحیم الله په نامه یوه زنداني شېبه وړاندې نن ټکی اسیا ته په تلیفوني اړیکه کې وویل، چې د حامد کرزي فرمان د زندان مسوولینو ته غوړه ډوډۍ وي، دوی د فرمان له اصولو سره سم کار پر مخ نه بیايي، بلکې هغه تعداد پوره کوي، چې په فرمان کې ذکر شوی وي. د ده له قوله د زندان مسوولین بیا د واسطو او پیسو په زور په فرمان کې یاد شوی تعداد پوره کوي.
د زندان مسوولینو تراوسه رسنیو ته څه نه دي، ویلي چې ولې له یاد زندانه په وارو – وارو د اعتصابونو خبر ورکول کېږي.
د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې له زندانیانو سره د بد چلند خبرونه ورکړل شوي دي، چې د زندانیانو کورنیو او رسمي لوري تل په نړیوالو بشري ټولنو غږ کړی، چې په زندانونو کې د بې ځایه او بې محاکمې تعذیبونو مخه ونیسي.
د چارو د شنونکو له نظره د هېواد په زندانونو کې د سختو تعذیبونو له امله د دولت د مخالفینو صفونه زور پیدا کوي او په پایله کې دولت په خپله د جګړې اوږدېدا ته لمن وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x