افغانستان

د هلمند والي: دولتي مامورین دي نوم لیکنه وکړي کنه غیر حاضر به وبلل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): له هغه وروسته چې په هلمند او ټول هیواد کې د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکني بهیر د ناکامۍ سره مخ دی، د هلمند والي حیات الله حیات دولتي مامورینو ته امر کړی چې نوم لیکنه دي وکړي کنه په دفترونو او اړوندو ادارو کې به غیر حاضر وبلل شي.

نوموړی ددې تر مخه دولتي مامورینو ته امر کړی وو چې د ملکي خلکو عریضې دي تر هغو نه مني او نه دي هم د هغوی مشکلات ور حل کوي، تر څو چې يې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه نه وي کړې.

که څه هم ټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی او د هیواد هر وګړی په خپل اختیار کې مکمل ازاد دی چې رایه ورکوي او که یې نه ورکوي، خو په افغانستان کې ډیموکراسي هم په زور ده.

ددې تر مخه په لومړي ځل د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ددغه ولایت مامورینو ته امر کړی وو چې هم خپله نوم لیکنه وکړي او هم د عام ولس عریضې تر هغو ونه مني تر څو یې د نوم لیکنې کارت نه وي ور ښکاره کړی.

د نوم لیکنې په لومړیو ورځو کې چې دغه بهیر ټکنی شو، ولسمشر اشرف غني په ارګ کې تر یوې غونډې وروسته د ټولو ولایتونو د دولتي او امنیتي جګپوړو چارواکو سره خبره وکړه او هغوی ته یې امر وکړ چې د خپلو کورنیو په شمول دي د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي، او همدې ولس وهڅوي تر څو نوم لیکنه وکړي.

په دې وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون د نوم لیکنې د ټکني بهیر له وجې ویلي وه چې که دغه پروسه په همداسي حالت وه نو په ټاکلي موده کې به یوازي ۳ ملیونه نومونه ثبت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x