افغانستان

هلمند: د امریکایانو په بمبار ۲۳ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ دوشنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دماښام لمانځه پر یوه جماعت بمبار شوی چې له امله یې ۲۳ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه د لښکرګاه په باباجي سیمه کې د «کوپکه» په نامه کلي کې هغه مهال را منځته شوې کله چې یو شمېر لموونځ کوونکي په خلاصه ځمکه کې د ماښام لمانځه لپاره پر جماعت درېدلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په دغه بمبار کې ۸ تنه ملکیان وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان او یو شمېر یې لا درکه دي.

نوموړي زیاته کړې چې نور امریکایان د خپلې ناکامۍ او مایوسۍ د پټولو په خاطر پر مدارسو، مساجدو، ملکي کورنو او عامو افغانانو په وژنو لاس پوري کړی چې ددوی وحشت او د افغانستان مسلمان ولس او دیني مقدساتو سره ددوی کرکه ځیني څرګندیږي.

تر اوسه ددغې پيښې په اړه د هلمند ولایتي چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x