ننګرهار: د ولایتي شورا غړی افتخار مومند په چاودنه کې ټپي شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي افتخار مومند پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې نوموړی او یو ساتونکی ټپي شوی او یو بل ساتونکی یې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه نن سهار نهه بجې شاوخوا د کامې ولسوالۍ ته پر لاره د «ترۍ» په سیمه کې وشوه چې له امله یې هغه ټپي شو.
د خوږیاڼي په وینا د افتخار مومند ټپيونه سر سري دي او د ننګرهار مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندي دی.

د چاودنې د نوعیت په اړه ویل شوي چې د سړک د غاړي ماین چاودنه وه.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي چې تېره ورځ هم د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې ددغې ولسوالۍ جنايي مدیر ووژل شول او یو شمېر پولیس ټپیان شول.

دا لومړی ځل نه دی چې د افتخار مومند پر موټر چاودنه کیږي، نوموړی ددې تر مخه په (پنجشنبه، تلې ۳۰مه ۱۳۹۴ل) هم د یوې چاودنې سره مخ شوی وو چې روغ ځیني وتلی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د