افغانستان

هلمند: طالبانو دوه عسکري پنډغالي بشپړ ویجاړ کړي

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې پرون د سلګونو تنو عسکرو پنډغالي په بمونو الوزول شوي او د سیمې د اوسېدونکو له قوله  یواځې لوګي ترې پورته کېدل.

دغه پنډغالي چې تر شپېتو ډېر عسکر پکې مېشت وو، د سنګین ولسوالي د څاروان کلا په سیمه کې موقعیت درلود، چې تېر مازیګر پکې د درنو چاودنو غږونه واورېدل شول.

طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د چاودنو مسوولیت منلی او په خبره يې په سیمه کې موجود دوه پنډغالي يې بشپړ ویجاړ کړي دي.

خبرپاڼه کاږي: «مجاهدينو قرارګاوو ته ۱۲۰۰  متره تونل کيندلی او بيا يې د هستوګنې تر کوټو لاندې په زياته اندازه قوي چاودېدونکي مواد او غټ ماينونه ځای پر ځای کړل.»

د خبرپاڼې له مخې یادو چاودېدونکو توکیو ته تېرمازیګر شپږ بجې انفجا ورکړل شو: «مجاهدينو تېره ورځ مازديګر خواوشا ۶ بجې په داسي حال کې ځای کړو منفجره توکو ته انفجار ورکړ چې قرارګاوو ته ګڼ نور مزدور عسکر هم راغلي وو.»

دا په داسې حال کې دی، چې تېره شپه نږدې نهه بجې  د ننګرهار هوايي ډګر په دراوزه او په هوايي ډګر کې دننه د امریکايي ځواکونو پر مهم مرکز باندې پرله پسې اته تاکتیکي چاودنې وشوې، چې دروند مالي او ځاني زیان يې اړولی دی.

د چارو د شنونکو له نظره له سرتېرو بریدونو وروسته دغه ډول چاودنې امنیتي ځواکونه خورا کمزوري کوي او د هغوی روحیه د طالبانو په وړاندې ډېره کمزورې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x