نظــر

د احمد شاه “نامعلوم” قاتلان څوک دي؟

نصیب ځدراڼ

پرون مازدیګر په خوست کې د بې بې سې خبریال احمد شاه خان د ناپیژندل شویو کسانو له طرفه ووژل شو. احمد شاه د برتانوي خبري ادارې بې بې سې سره کار کاوه. طالبانو په دي پیښه کې لاس لرل رد کړل او ذبیح الله مجاهد د احمد شاه په مرګ خواشینې څرګنده کړه او هغه یې یو “ښه مسلکي” خبریال یاد کړ.

د احمد شاه ملګری او فیسبوک فعال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ” څو ورځې مخکې مې احمدشاه د خوست ولایت مېلمستون ودانۍ کې ولید، په چمن کې سره ناست وو، نایل او تسل هم وو، هغې ورځو کې خوست کې د کمپاین په نوم ځواکونو په نادرشاه کوټ کې عام خلک شهیدان کړي وو، بي بي سي د کمپاین ځواکونو کړنو باندې راپور جوړ کړی وو. ماته یې ویل چې ستومانه لکه چې مرګ مې نږدې شو او له کمپاین ځواکونو سخت ويرېږم. ما ډاډ ورکړ چې څه تا خو راپور ندی جوړ کړی، مرکز کې یې خپله تیار کړی دی”.

خوست کې د بې بې سې خبریال؛ احمدشاه خان

احمد شاه خان څو اونۍ وړاندي د کمپاین په نوم ځواکونو د جنایتونو دوه راپورونه رسنیز کړل. یو راپور چې عنوان یې “خوست کې د ناندرییز کمپاین ځواک په وړاندي د حکومت چوپتیا” وو چې د خوست بټۍ سیمه کې د کمپاین عسکرو د ۵ وروڼو په شمول د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي وو، خو دولتي چارواکو په خپلو خبرو کې د کمپاین د عسکرو په وړاندي خپله بې وسي ښودلې وه. دویم راپور په نادر شاه کوټ کې په یوه کور د عملیاتو وو چې د درېو ښځینوو په شمول د یوه کور پنځه غړي د کمپاین عسکرو په خپل کور کې وژلي وو. له دي مخکې کومې نړیوالې رسنۍ د کمپاین د ځانګړي ځواک په اړه کوم معلومات له خلکو سره نه وو شریک کړي. د بې بې سې د دي راپور ورسته خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاین په عسکرو نیوکې وکړي او خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ او د پکتیا ولایت وزې ولسوالۍ ګرده څیړۍ سیمه کې د کمپاین د ځواکونو پر ضد خلکو قهرجن لاریونونه هم وکړل.

باید و وایو چې احمد شاه د دي راپور قرباني شو په کوم کې چې احمد شاه د کمپاین د ځواکونو جنایتونو په اول ځل د نړیوالو رسنیو سره شریک کړي وو.

د کمپاین عسکر هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي. او د امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي، افغان دولت کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي. د کمپاین عسکر په هدفي وژنو او په کورونو کې د ملکیانو په وژلو تورن دي. خو د دوی د خپلو عملیاتو په اړه د افغانستان او نړیوالو رسنیو سره هیڅ کله معلومات نه دي شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناپېژند

سلام علیکم. د بېګناه انسان وژل ستره ګناه ده، هغه که دوکاندار وی یا خبرنګار مهمه نده. تېره ورځ په کابل کی هم څو کسه خبرنګاران په ظالمانه توګه د ناپېژند وسله والو لخوا ووژل شوه چه د سختی غندنی وړ ده. د بده مرغه زموږ افغانانو احساسات او عواطف تجزیه شویدی یعنی عمومی انسجام او یووالی ئې له لاسه ورکړیدی معنی داچه د یوه خبرنګار د وژنی په وړاندی یا ساکت او یا خوښ یو او د بل خبرنګار د وژنی په وړاندی خپه او خواشینی یو.څوک نه پوهیږی چه دا موضِع ګیری څه ډول توجیه شی. ښاغلی ذبیح… نور لوستل »

غوربندِي

ذبیح الله مجاهد د خبریالانو په منځ کې خپل دوست او دښمن شاید چې ډېر ښه وپېژني.

نا پيژاند

ځدران صاحب،تاسو محترم عجیبه پوښتنه کړی ده،چه د احمد شاه نا معلوم قاتلان څوک دی؟د احمد شاه،قاتلان معلوم دی.قتل یا امریکا کوی ،اویا پنجاب، دا دوه قاتلان دی.خو په همدا ورځ نور ژورنالیستان هم قتل شول،خو چه پل په قاتل پسی واخلی،نو دا پل پنجاب ته تللی دی،هیڅ شی نه ورک ،او نه نا معلوم دی،فقط چه څوک دماغ په کار واچوی،پل په قاتل پسی واخلی ،د هر څه څرک به ورته معلوم شی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x