د شهید لوړ مقام

محمد حسن مستغفر

د شهید ولوړ مقام ته یم حیران
چې په یوه لحظه رسیږی تر سبحان

چی د وینی یې لومړۍ قطرې تویېږی
مغفرت ورته کوی پاک رب رحمان

هم جنت کی یی مقام ورته ښکاره کړی
هم د قبر له عذاب دۍ په امان

هم یې ساتی دمحشر له ستری ویری
داپه ده دی لوی انعام د رب منان

هم په سر باندی یی تاج د عزت کښیږدی
چی یی یو یاقوت بهتر له دې جهان

او له هغه چی موجود پر دی جهان دی
دا فرمایی پاک حبیب د رب منان

هم به ورکړی په نکاح کی ښکلې حورې
شمیر یی دوه اویا ښودلی دۍ جانان

هم به ورکړی شفاعت د اقاربو
چی اویا نفر حدیث کې دی بیان

دا خبرې دروغ مه ګڼه ورور جانه
دا حدیث دی د نبی آخر زمان

د مقدام په روایت صحیح حدیث دی
دغه ډول ترمذی کې دۍ بیان

“مستغفره” شهادت له رب نه غواړه
چې مزل د آخرت دی شی آسان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د