افغانستان

په کندوز کې د ټاکنو د کمیسیون دفتر وتړل شو

په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسوولین وايي، چې څو ساعته وړاندې په یاد ولایت کې د دوی دفتر وتړل شو.
په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس امیر حمزه احمدزی په دې ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر د تړلو مني، او وايي چې امنیتي ګواښونه ورته ډېر متوجه وو.

د نوموړي په خبره تر څو چې امنیتي ګواښونه لرې شوي نه وي، د تاکنود کمیسیون د دفتر دروازه به خلاصه نه شي.
د کندوز ولایت د امنيه قومنداني ویاند سرورحسیني د احمدزي دا خبره چې ګواکې امنیتي ګواښونه ورته متوجه دي، نه مني او په خبره يې په کندوز کې د ټاکنو کمیسیون لپاره هیڅ ډول امنیتي ګواښونه نشته.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې په کندوز کې د ټاکنو د کمیسیون لپاره امنیتي ګواښونه له کوم لوري متوجه وو.
یاده دې وي، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو په کندوز کې هم د ضیاالحق امرخېل د لرې کېدو په خاطر لاریونونه کړي دي.
د ټاکنو مرکزي دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x