فیسبوک د غیر اخلاقي تبصرو مخنیوي لپاره د «رایه ورکړئ» تڼۍ وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک لخوا د غیر اخلاقي تبصرو او جعلي خبرونو مخنیوي لپاره د رایه ورکړئ Down vote په نوم نوې تڼۍ وړاندې کوي.

فیسبوک غواړي په دغې نوې تڼۍ سره د غیر اخلاقي او دروغجنو تبصرو مخنیوی وکړي، ددې تڼۍ ټینګولو سره سم به تبصره پټه شي، او له کاروونکي څخه به پوښتنه وشي چې آیا دغه تبصره چې په کومه یې تڼۍ ټینګه کړه غیر اخلاقي وه او که له موضوع سره یې تړاو نه درلود.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې د کاروونکو لپاره د فیسبوک لخوا د رایه ورکړۍ Down vote په نوم ځانګړې تڼۍ وړاندې کوي چې په مرسته به یې د منفي تبصرو څخه کاروونکي وژغورل شي او د فیسبوک کیفیت ښه کولو کې به هم مرسته وکړي.
که څه هم دغه تڼۍ د تبصرې «نه خوښولو» لپاره نه کارول کیږي خو موخه به یې د خلکو ستونزې او غیر اخلاقي تبصرې له منځه وړل وي.

فیسبوک په ۲۰۰۹م کال کې په لومړي ځل د «خوښولو» تڼۍ وړاندې کړه، چې له هغې وروسته یو څو نورې تڼۍ وړاندې شوې، خو تر دې دمه کاروونکي د «نه خوښولو» تڼۍ انتظار باسي.

په تېره نیږدې کې که څه هم د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د درغلۍ او مخالفینو سره د مرستې په تور له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و، چې له هغې وروسته یې پریکړه وکړه له دغو کارونو او منفي تبصرو څخه د خلاصون لپاره غوره اقدام وکړي.

ددې لپاره یې لومړی د جعلي خبرونو د مخنیوي هڅې پېل کړې، چې اوس په دې نوې تڼۍ سره کاروونکي خپله کولای شي په جعلي خبرونو او غیر اخلاقي تبصرو فیسبوک ته خبر ورکړي، تر څو د کاروونکو ستونزې حل کړي او د دروغو خبرونو خپریدو مخه ونیسي.

فیسبوک اوس هڅې کوي داسې یو ماشین جوړ کړي چې په مرسته یې وکولای شي خپور شوی مضمون وپيژني، چې آیا جعلي دی او که سم.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

Do 1st Amendment Rights -Political Speech still exist? My political speech is exposing war crimes Why did they close my Facebook page and e-mail? The U.S. and puppets are committing ethnic cleansing/war crimes against Afghan/Pashtun villagers.The U.S&puppets exploiting REEs. توجه: خبرنگاران افغان از خواب سموری غفلت بیدار شوید هر وقت که سرمفتش خاص امریکا برای بازسازی افغانستان (سیگار) که راپور سه ماهه‌ شان را به کانگرس‌ امریکا راپور میدهد در همان روز یک واقعه وحشیانه جدید در افغانستان صورت میگیرد که تا اشغالگران وحشی تروریست دزدی، غارت، فساد و شکست شان را از مردم امریکا پنهان کنند و چرا این… نور لوستل »