fbpx

مسلمان فوټبالر د لوبې پر مهال په غوره اخلاقو نړۍ ته پیغام ورکړ /ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غويي، ۱۳۹۷ل): د ترکیې هېواد اوسیدونکی او د جرمني لخوا په فوټبال لوبډله کې شامل تکړه او مشهور لوبغاړی میست اوزیل د لوبې پر مهال پخپلو غوره اخلاقو نړۍ ته نوی پیغام ورکړ.

د انګلستان کلب ارسنل (Arsenal) لوبډلې پر تکړه ستوري د اتلاتیتک مدرید لوبډلې پر وړاندې د لوبې پر مهال د مخالف لوبډلې مینوال لخوا د ډوډۍ ټوکړه/برخه وغورځول شوه، چې نوموړي هغه نه یوازې دا چې راواخیستله بلکې هغه یې مچې کړه او تندي پورې يې ونېوله او بیا یې په یوه مناسب ځای کې کیښوده.

اوزیل په غوره اخلاقو سره نړۍ ته یو نوی پيغام ورکړ، که څه هم پخپل ځای کې یې د مخالف لوبډلې دغه او ټول مینوال پخپل کار سخت خجالته کړ، او دده دغه کار یې وستایه، له بل پلوه په ټولنیزو رسنیو کې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لخوا هم ښه وستایل شو او هغه یې د انسانیت یو غوره سمبول وګرځاوه.

میست اوزیل (Mesut Özil) ترکي الأصله جرمنی لوبغاړی دی چې د جرمني لوبډلې لخوا لوبیږي، او ددې لوبډلې لپاره یو شمېر ریکارډونه هم پخپل نوم لري.

ویډیو دلته وګورئ!!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
داکترسيدشاه احمدي
میلمه
داکترسيدشاه احمدي

ماشاالله ډير ښه عمل يې کړى دى خو يوه خبره ضروري داده چې کاش کې د سنت طريقي مطابق يې په ښې لاس خوړلي واي