د ایډز ناروغۍ مخنیوي لپاره د سل زره کسانو سنتول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ غويي، ۱۳۹۷ل): اسلام د نارینوو سنتولو یا ختنه ترسره کولو امر کړی، او دا یې د انساني فطرت غوښتنه بللې ده، چې مسلمانان به په کوچنیوالي کې خپل کوچنیان سنتوي، ځکه چې د امر پرځای کولو ترڅنګ ددې یو شمېر روغتیایي ګټې هم ترلاسه کیږي.

موده وړاندې په امریکا کې د یوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي وو چې د ایډز په مخنیوي کې سنت یا ختنه ترسره کول مهم دي او ددې ډېر احتمال شته چې ددې په واسطه د ایډز ناروغۍ کمه شي، چې اوس د نړۍ په بیلابېلو ځایونو کې د غیر مسلمانانو لخوا ختنه ترسره کیږي.

همداسې یوه هېواد وړمه ورځ اعلان کړی چې پر ایډز ناروغۍ اخته له سل زرو څخه زیات (۱۰۰۰۰۰) کسان سنت کړي، ترڅو د جنسي اړیکو له لارې د ايډز پر ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی وکړي.

د بي بي سي ورځپاڼې له راپور سره سم د ختیځ افریقایي «موزمبیق» هېواد د زمبیا سیمې روغتیایي چارواکي وایي چې غواړي په هغو سیمو کې چې د کوچنیانو سنتول په کې دود نه دی، له سل زرو څخه زیات کوچنیان د یوه کمپاین لاندې سنت کړي.

د موزمبیق هېواد دا کمپاین د دویم ځل لپاره چلوي، چې په لومړي کمپاین کې یې تر څلور اتیا زرو (۸۴۰۰۰) کسان سنت کړي وو، دوی په لومړي کمپاین کې د سنتولو څخه د یو شمېر روغتیایي ګټو ترلاسه کولو نه وروسته د دویم ځل لپاره د کمپاین ترسره کولو اعلان وکړ.

ددغې سیمې ولسوال او ډاکټر، عبد الرزاق وایي چې دا یو ګټور کمپاین دی ځکه چې دا سیمه ډېره ګڼ میشتې ده، نوموړي زیاته کړه: «زما ټینګار دادی چې د نارینه وو ختنه کول د ایډز او نورو وایروسونو په څېر د ساري ناروغیو د مخنیوي یوه غوره لار ده».

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا چې د نارینه وو سنتول د ایډز په وایروس د اخته کېدو مخنیوي کې نیږدې ۶۰ سلنه همکاري کوي، همدا لامل دی چې ددې هېواد ترڅنګ نور ډېر هېوادونه لکه امریکا او داسې نور د ایډز او نورو ناروغیو په مخنیوي کې سنت یا ختنه ترسره کول غوره لار بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د