نظــر

وزیرستان! – عبدالبصیر عتیقزی

 وزیرستان د شخو برېتورو کور!

وزیرستان د شملورو کور،

وزیرستان د دنګو پښتنو کور،

وزیرستان د ۲۱ صدۍ د فرعون په وړاندې د موسی او هارون کلا،

وزیرستان د حماسو او غیرتونو مور،

وزیرستان د دفاع – مقاومت او جهاد برج…!

وزیرستان د ننګونو او مېړانو بهیر،

وزیرستان د غیرت، اتلولۍ او قهرمانۍ درس،

وزیرستان د اسلام د تاریخ یو نوی باب،

وزیرستان د امپراطورۍ د سقوط پیلامه،

وزیرستان د اسلامي خلافت د عروج پیلامه،

وزیرستان د اسلامي امت هیله،

وزیرستان د ننګونو او مېړانو کور،

وزیرستان فرعونانو ته د مرګ ناره،

وزیرستان د صلیب پر ستوني د خالد د بچي نیزه،

وزیرستان د خیبر د ماتېدو یو بل زېری،

وزیرستان د بدر او اُحد د میدانونو د خاطرو بیا زېږوونکی…

او وزیرستان د رسول علیه الصلاة والسلام د درسونو یوه بارزه نمونه.

وزیرستان د زیږو پښتنو کور،

وزیرستان د غیرتي او کوشاني پښتنو کور،

وزیرستان د تاریخ‌جوړونکو پښتنو کور…

هـــــــــاغه وزیرستان چې زرګونه کلونه یې دښمن ته سرټیټ نکړ، او د تاریخ په هر پېر کې یې هسکه غاړه تر آسمانه وړې، نن د یوه داسې رذیل او پست‌فطرته انسان له لاسه په وینو او لمبو کې ډوب دی چې شرافت، عزت، حیاء، ناموس، ننګ، اسلامیت، انسانیت، مېړانه، نارینتوب، په قول او عهد وفاء یې په خټه او فطرت کې نشته. وزیرستان نن له خپلې شملې او پړوني سره مهاجر ګرځي خو څوک یې مهاجرت قبلوي نه…

وزیرستان نن د دردېدلیو کور دی، وزیرستان نن د غریبې ماجرې پښتنې مور کور دی، وزیرستان نن د وړې وزیرې د شلېدلي ګرېوانه بورجل دی… وزیرستان نن د شخ برېتور ورور د جنازې او هدیرې کلی دی…! نن یوه بله ټپه غږوي، یوه د درد ټپه، یوه د سور او تال ټپه چې آهنګ یې غم، ویر، ژړا، ساندې او د معصوم بچي کوکارې دي. وزیرستان پخپله سینه د تورې په څوکه د اتلولۍ او ایثار یو بل باب پرانیزي… تاریخ ته یې سپاري، په وینو لړلې ګوتې د ناانسانو په بې‌انسانه نړۍ کې د بې‌ننګۍ پر تابلو کش کاږي…

او په ویر، تأثر، غم او درد سره لیکي:

پښتون پر خپلواکۍ مین

پښتون پر خپل عزت مین

پښتون غلیم ته غچ نه پرېږدي.

امت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی آسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x