
ننګرهار: چپرهار کې یو جهادي قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غرمي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په چپرهار کې نامعلومه وسله والو یو قومي مخور او د تېر جهاد قومندان حاجي شکرالله وژلی دی.
افغان اسلامي اژانس د سیمې د خلکو له خولې وايي، پېښه نن سهار په ګلدرې کلي کې رامنځته شوه.
د سرچينې په وینا حاجي شکرالله خپلو پټیو ته د کار لپاره روان و، چې بریدګرو پرې برید وکړ او ځای پر ځای يې وواژه.
د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي اوسېدونکو سرچینې ته ویلي، چې حاجي شکرالله د داعش وسله والو له لوري وژل شوی دی.
چپرهار چې مرموزې وژنې پکې په وروستیو کلونو کې ډېرې شوې دي، اوسېدونکي وايي ګڼ قومي مخور يې د طالبانو او داعش له لوري د یو بل د همکارۍ په تور له منځه تللي دي.
حاجي شکرالله چې په تېر جهاد کې د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب قومندان اوس يې سیمه کې مشرتوب پر مخ ووړ او دولتي دنده يې نه درلوده.
د ننګرهار ځايي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.