افغانستان

خُرم: وروستۍ پېښې د امریکا د لوبې یوه برخه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): عبدالکریم خُرم، د پخواني ولسمشر حامد کرزی د دفتر رییس وايي، وروستۍ خونړۍ پېښې د امریکا د لوبې یوه برخه ده.

هغه له ویسا ورځپاڼې سره د کابل د پرونۍ پېښې په تړاو خبرو کې ويلي، دا د امریکا پروژه ده چې د افغانانو ژوند له هره لوري توره تیاره شي.

د ده په وینا که څه هم د پېښو ملامتي افغان ځواکونو ته متوجه کېږي، خو اصلي لامل يې امریکایان دي چې پخپلو اډو کې خوندي ناست دي.

تېره ورځ په دوو خونړیو چاودنو کې د نهو تنو خبریالانو په ګډونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې وروسته يې مسؤلیت داعش په غاړه واخیست.

خواله رسنیو کې د داعش له لوري د مسؤلیت اخیستل شوي متن تصویر، د امنیت شورا فوټوشاپي هڅه بلل کېږي او د پړې ګوته افغان چارواکو او بهرنیانو ته نیول کېږي.

عبدالکریم خُرم هم وايي د دې ټولو پېښو مسؤلیت امریکا ته متوجه دی، چې په وینا يې د خلاصون لپاره يې باید په پوره ځواک پر خلاف یو غږ پورته شي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ولسي جرګې غړو هم؛ دشت برچي کې د تېرې اوونۍ برید د حکومت له منځه وګاڼه.

دوی پر حکومت تور پورې کړ، چې بریدګر په دولتي موټرو کې تر اهدافو رسېږي او وروسته يې د فوټوشاپي تصویر له لارې مسؤلیت یوې ډلې ته منسوبېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندِي

ستا د حکومت په وخت کې لکه چې وطن ګل ګلزار وو؟؟ ددې ټولو بدبختیو تهداب د کرزي او ستا ګوډاګي د ګوډاګیتوب په وخت کې ایښودل شوی.

خدای تعالی دې د کابل په اسمان کې ټولې کشفي پوقانې له خیره سره پنکچر کړي.

الجاج استاذ بیانزی

خرم ( شپانزۍ ) ځکه دا خبری کوی چه ګټل شوی ډالر یی په ویره کی دی ګمان کوم چه د بارنو هیوادو ویزه به یی لا تراوسه نه وی تر لاسه کړی او لا به یی سرمایه په لویو بلډینګو خرڅ کړی وی که نن یی خرځوی څوک یی هسی هم نه رانیسی نو دوی اوسنی پیښی او دی ته ورته نوری ټولی پیشی له امریکا ځکه ګڼی چه : دوی فکر کولو چه امریکایی دجال ورته کوم دجال جنتونه ورکړی هماغه دجال به یی د تل د پاره په هغو جنتو کی هوسا ، ارام او بی ډاره… نور لوستل »

ناپېژند

زه د خُرم مُرم په طرفداری نه بلکه د شخصی تحلیل په اساس غواړم ووایم چه د خُرم خبره له یوې زاوئې څخه سمه بریښی پدې معنی چه که دا ومنو ( چه منکر ئې ړوند دی یا خائن) چه داعش د نړیوال پلید صهیونیزم یوه پلیده پروژه ده او د بلی خوا اورو چه ددې خونړیو پېښو مسئولیت هم داعش پر غاړه اخیستی دی بناً نتیجه دا شوه چه د پېښو مسئولیت هم باید د دداعش د مور د مړونو پر اوږه ور وغورځول شی چه دا مانا خُرم ښه وائي.

غوربندی

زه د خرم خبرې تاییدوم چې وایي وروستي بریدونه د امریکایانو د لوبې برخه ده، خو غواړم دا ورپه یاد کړم چې ته خرم هم د امریکایانو په لاس لوبېدلی او د ټیشو په شان کارېدلی یې.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x