سیګار: طالبان مخ پر ځواکمنېد‌و؛‌ خو دولتي ځواکونه په کمېدو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره، سیګار؛ وايي په افغانستان کې طالبان او نورې دولت ضد ډلې مخ په ځواکمنېدو دی خو دولتي ځواکونه ورځ په ورځ کمېږي.

سیګار پخپل راپور کې، چې نن خپور شوی ویلي، د ټولو امنیتي ځواکونو په شمېر کې ۱۰ سلنه کمی راغلی، خو په مقابل کې يې طالبانو پر پراخو ساحو واک تر لاسه کړی دی.

د دې راپور له مخې د روان میلادي کال د جنورې تر وروستۍ ورځې د افغان پوځ او پولیسو ټول شمېر ۲۹۶ زره او ۴۰۹ تنو ته را ښکته شوی دی.

د سیګار د راپور پر اساس «کابل اداره» د ۲۰۱۶ کال په پرتله پر افغانانو واک نه لري او د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو يې ۱۴،۵ سلنه د طالبانو لاس کې دي، له دې پرتې ګڼې نورې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په کشمکش کې دي.

د راپور له مخې طالبانو د تر واک لاندې د نفوس کچه له ۹ سلنه څخه ۱۲ سلنې ته لوړه کړې ده، چې په مقابل کې يې د حکومت واکمني ور ټوله شوې ده.

وړاندې تر دې سیګار له امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر اخیسته، چې په کال کې يې تر پنځه زره هم ډېر تلفات درلودل، خو په دې وروستیو کې يې د افغان حکومت په غوښتنه له سیګار سره د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر نه دی شریک کړی.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا له لوري د نوې ستراتېژي له اعلان سره سم، یوازې په تېرو دریو میاشتو کې نږدې ۱۲۰۰ بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي دي، خو ښکاري چې لا يې هم کومه پایله نه ده ورکړې.

امریکايي لیکوال ټامس جانسن وايي که امریکا بمباري تر دې دوه برابره ډېره کړې هم؛ دا جګړه نه شي ګټلی.

هغه چې «د طالبانو روایات» په نامه کتاب يې هم لیکلی، دوه ورځې وړاندې امریکا غږ ته وویل:«دوی نه شي کولی چې په هوايي بمباریو کې دومره طالبان ووژني چې پر جګړې دې اغېز ولري.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د طالبانو سره جنګ د الله ج سره جنګ دی طالبان د الله ج لښکر او عسکر دی او د الهی نظام د حاکمولو د پاره هر ډول مالی او ځڼی قربانیو ته په خوشالیو ورمڼدی وهی له مرګ نه دآریږی مرګ له دوی ډاریږی استشهادی بریدونو ته له کلونو خلک په لستو کی انتظار باسی او د انتظار شپی شماری له داسی خلکو چه مرګ ته په هغه کلیوالتیا لر لری لکه کفار چه ژوند ته لیوالتیا لری، سره جنګ د غرونو سره دغری وهل دی امریکا نه یواځی دا چه د الله ج په مقابل کی سوپر پاور… نور لوستل »