افغانستان

نی: د حکومت غندنه او د داعش مسؤلیت؛ موږ نه شي ډاډه کولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نی؛ وایي د حکومت له لوري د تېرې ورځې د پېښې غندل او د داعش له لوري يې د مسؤلیت منل دوی نه شي ډاډه کولی.

د دې ادارې اجراییه رییس مجیب خلوتګر نن په کابل کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې ژر تر ژره پالیسي چمتو کړي.

تېره ورځ د کابل ښار په خوندي سیمه – شش درک – کې په غبرګو چاودنو کې د نهو خبریالانو په ګډون ګڼ کسان ووژل شول، چې مازیګر مهال په خوست کې د بې بې سې د خبریال احمد شاه خان د وژلو خبر هم ورکړل شو.

تېره اوونۍ په کندهار کې هم د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو.

د پرونۍ پېښې مسؤلیت ظاهراً د داعش په نوم وسله والې ډلې واخیست، خو مجیب خلوتګر وايي دا منل او د حکومت غندل دوی نه شي ډاډه کولی.

هغه وویل، موږ غوښتنه کوو چې د خبریالانو د خوندیتوب طرحه چې کار پرې روان دی، ژرنهايي کړل شي، چې لږ تر لږه ډاده شو چې د خوندیتوب لپاره یوه مقرره یا پالیسي شته.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي وايي، دوی پر یو میکانیزم کار کوي او له خبریالانو سره دوامدارې ناستې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

سره ددی چه طالبانو د دغو غلامو خبریالانو وژل او زخمی کیدل غندلی او وحشت داعش ( د کابل غلامانو او بادارانو ) یی مسولیت ومنلو مګر زه په دغو غلامو خبریالانو په مرګ او درد ډیر خوشاله شوم ، دوی تل حق پټولو او د کابل د غلامانو او با دارانو په معاشو یی شوندی وازولی او د دروغو هوایی بادوله ، ډیر ښه کار وشو چه حق یی نه ویلو ښه شو چه د باطل ویلو خولی یی هم پوری شوی . د کابل غلامانو او بادارانو سره د دی چه د دوی دامنیت د پاره تل هلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x