کندهار – روزګان: د پولیسو پر ضد لاریون پینځمې ورځې ته وغځيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ نن پینځمه ورځ هم تړلې پاتې شوه.

سلګونو لاریون کوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار – روزګان لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او غوښتنه کوي چې د کندهار په مربوطاتو کې د پولیسو پوستو کې دې ملي اردو مېشت شي.

لاریون کوونکي وايي د کندهار اړوند پولیس د دوی مسافر لوټي، له دوی پیسې اخلي او ان وژني يې.

ازادي راډيو د دې لاریون کوونکو له قوله وايي چې د لارې پولیس پر مسافرو او موټر چلوونکو په زور د دوی پوستې جوړوي او که انکار وکړي نو د ټوپک په ډز هم صرفه نه کوي.

دوی ټینګار کوي چې دا لاره به تر هغوی تړلې وي، تر څو يې غږ واورېدل شي.

سرچینه د کندهار د امنیه قومندانۍ په حواله د لاریون کوونکي اعتراضونه بې ځایه بولي، خو بیا يې هم ژمنه کړې چې ستونزې يې له مرکزي ادارې سره شریکې کړې دي.

کندهار چې له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې يې امنیتي مسؤلیت د جنرال رازق په غاړه دی، د خلکو د تښتونو، وژنو، قاچاق او لوټ ګڼې پېښې يې ورځني رسنیز موضوعات دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د