ټرمپ او سناتور پاول

واشنګټن پوسټ: ټرمپ له «دوزخ افغانستانه» د ځواکونو د ویستلو تیاری نیسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې ويلي، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو تیاری نیسي.

د سرچینې په وینا ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي سناتور رنډ پاول ته ویلي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د باسلو پلان لري.

رنډ پاول ویلي ټرمپ ورته ویلي، په عمومي توګه «موږ غواړو له دې دوزخه ځانونه وباسو.»

ټرمپ چې ان د خوب له بړستنې هم ټویټونه کوي، د دې دریځ په اړه يې هم شکونه موجود دي، خو د شنونکو په باور دا څرګندونې يې د امریکايي مشرانو روحي کشمکش په ډاګه کولی شي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم یو ځل ګواښ وکړ، چې له طالبانو سره د هیڅ ډول خبرو لپاره تیار نه دی، خو وروسته يې د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو د هغه خبرې احساساتي وبللې.

دا په داسې حال کې دی چې تازه په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې «سیګار» ويلي طالبان مخ په ځواکمنېدو دی، خو افغان ځواکونو کې لس سلنه کمښت راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

اخ که دا خبره سمه او دقيقه وي نو په انسانيت اختر دى او افغانان بايد د شکرانې اضافه لمونځونه وکړي او ټول يې بايد ونمانځي. يا الله ج د کمزورو دعاګانې ومنې او دوى مختوري امپريالستان وباسئ.

غوربندِي
میلمه
غوربندِي

ان شا ء الله چې د سپېځلو شهیدانو وینې به د مقتدر رب تعالی په کرم او نصرت سره رنګ راوړي او کافر یرغلګر امریکایان به زمونږ له ویاړلي وطن څخه د حتمي تېښتې لاره خپلوي لکه څنګه چې یې د بېبي لیفټ آپرېشن (BABY LIFT OPERATION) تر نامه لاندې له ویتنامه پښې سپکې کړې.

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

دا دعا همیشه کوه چه دا نجس او د ذلالت دک مختور حکومت سره یو زای زمونگ د بیگناه خلک د مخی نه خدای ورک کی. او افغان مسلمان خلک به د کفارو له مزدور منگلونه خلاص کری. امین یا ربالعالمین. وسلام شارشور

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

تول نړیوال د الله ج او دجال تر منځ ویشل شوی د باطل بلویان ددجال او دجق پلویان د الله ج عسکر دی ، د الله ج د عسکرو سره جنګ د الله ج سره جنګ دی او د الله ج سره جنګ که کوم بی عقلان او لیونیان وکړی . الله ج د خپلو عسکرو د بریالیتوب د پاره ورته وسلی او وسیلی نه تجویز کوی ورته فرمایی چه انتم الاعلون ان کنتم مومنین تاسی بریالی یاست که تاسی ایمان لری ، ایمان د ټولو وسلو حتی اتوم بم او داسی نورو وسلو او وسیلو ځای نیسی او د… نور لوستل »