نظــر

د شهید شیخ اسامه اووم تلین، هغه د معصومیت پیکر

زلمی شینواری

هغه ورځ مې اوس هم په یاد ده چې اووه کاله وړاندې د ۲۰۱۱ میلادي کال د می میاشتې په دوهمه له خپلو ملګرو سره په خواږه مجلس ناست وم. یو ملګری چې په انګلیسي ژبه پوهیږي او لویدیځ مطبوعات څاري زموږ د ګرم مجلس په مهال په خپل لیپ ټاپ کې بوخت و. ناڅاپه یې وویل: اوووه . . .  دا څه نابلده خبر : نیویارک ټایمز په خپل سایټ لیکلي چې اسامه بن لادن وژل شوی او شیبه وروسته به اوباما په دې اړه نور تفصیلات ورکړي.

لومړی مو خبره پر دې تېره کړه چې دا هم د امریکایانو تکراري دروغجنه ادعا ده، مګر لږ وروسته چې اوباما له سپینې ماڼۍ وینا پیل کړه او سي این این ژوندۍ خپروله، معلومه شوه چې خبره بې اساسه نه ده او هغه د معصومې څیرې خاوند عرب الافغان نور په دنیا نشته. رحمه الله تعالی

اسامه بن لادن څوک، څه یې وکړل او څنګه باید تعریف شي؟؟؟ دا هغه پوښتنې دي چې نسبي ځواب به یې اسلامي تاریخ او پوره ځواب به یې د قیامت د ورځې حساب او کتاب روښانه کړي. په دې لیکنه کې غواړم له هغه شهید سره یوازې د خپل ځاني محبت د پاللو په پار څو کرښې ولیکم.

د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې چې نوی اسامه بن لادن د رسنیو سرټکی شو، زه لا ماشوم وم چې د شیخ اسامه عکس مې لومړی ځل په یوه پاکستاني اخبار کې وموند، تصویر یې دومره خوند راکړ چې له اخباره مې را جلا او په بټوه کې مې راسره کیښود. هغه تصویر مې د امریکایانو د یرغل تر وخته راسره ساتلی و. د شیخ اسامه په څیره کې یو عجیب معصومیت او جذابیت راته ښکارېده. ما تر اوسه د بل چا په انځور کې د معصومیت، عاجزۍ او مسلمانۍ داسې څرګند آثار نه دي لیدلي. شاید وي به، له شیخ اسامه نه به ښه متدین او مسلمان اشخاص شتون لري. خو د شیخ اسامه سترګو د هغه د مؤمن شخصیت په اړه سمې خبرې کولې. شیخ اسامه د ابوبکر بغدادي په شان نه و چې له سترګو یې نفرت، تکبر او له خولې یې د غرور خبرې راوتلې، شیخ اسامه که د جهاد خبره کوله هم په خندانه څیره او نرمه لهجه یې کوله.

د شیخ اسامه بن لادن او القاعده تنظیم په کړنو خصوصا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال تعامل باندې ځینې انتقادونه کیدلای شي او دا ځکه چې هیڅ شخص او تنظیم هم له انتقادونو محفوظ نه دی. البته دا خبره به بې ځایه وي که د داعشي وحشت پړه هم د شیخ اسامه په غاړه واچول شي.

شیخ اسامه د معتدل جهادي سلفي فکر خاوند و، اما داعش په جهادي سلفي فکر کې د هغه سرسخته تکفیري فکر درلودونکې ډله ده چې د نړۍ هیڅ دیني عالم، دیني فکر او جهادي متفکر یې هم تائید نه کوي. د دغه سرسخته فکر لومړنی ظهور په مصر کې د التکفیر و الهجرة ډلې په نوم وشو او نظر یې درلود چې د اوس وخت ټول مسلمانان کافر شوي دي او که څوک غواړي مسلمان پاته شي باید د دوی ترواک لاندې سیمې ته هجرت وکړي. بغدادي هم همدا نظر درلود او خلکو ته به یې ویل چې تاسو په معاصر جاهلیت( کفر) کې ژوند کوئ او د ایمان د ساتنې لپاره زما خلافت ته هجرت راوکړئ ده به ویل( هلموا من الجاهلیة الی الاسلام)

دا په اسلامي تاریخ کې ساری نلري چې په یو میلیاردیز امت باندې چا د کفر فتوی ایستلي وي، ځکه څوک چې ادنی علم ولري هم دوه غلیظ حکم نه شي کولای. د داعشي فکر خاوندان عرب د طالبانو په وخت کې هم په افغانستان کې و خو له القاعده او شیخ اسامه نه یې جلا په هرات کې  ژوند کاوه.

کله چې ددې سرسخته فکر درلودونکو په عراق کې د ابومصعب الزرقاوي تر مشرۍ لاندې په مارکیټونو او بازارونوکې چاودنې او د خلکو ذبح کول شروع کړل، شیخ اسامه له دې کاره منع کړل خو هغوی یې امر ونه مانه او له هماغه وخت نه د القاعده په وړاندې د نوي تنظیم داعش راپورته کیدل پیل شول.

په هر حال. . . زه سره له دې چې له شیخ اسامه بن لادن سره قلبي محبت لرم خو د نوموړي د نظریې ( جهادي سلفي تفکر) په اړه په دې باور لرم چې دغه فکر نړیوال اسلامي خلافت نه شي رامنځته کولای. البته دا زما شخصي نظر دی چې منل یا نه منل یي لوستونکو ته پریږدم. زما به نظر که اسلامي خلافت رامنځته کاوه هغه به د اشعري او ماتریدي فکر خاوند کوم حنفي یا بل مذهب ته معتقده ډله رامنځته کوي او د دې خبرې لپاره زما دلائل دا دي.

لومړی: لوړ یاد شوي مذاهب په تاریخي لحاظ د خلافت چلولو تجربه لري، لکه د عثماني خلافت رسمي مذهب چې حنفي و او دوی توانیدلي چې تر ډیره حده د مسلمانانو حقوق په ځای او له اسلامي نړۍ دفاع وکړي.

دوهم: یاد شوي مذهب مدونه فقه لري. د حکومتولۍ د ټولو چارو لپاره یې د تقنین په برخه کې پیړۍ پیړۍ علمي او عملي کار کړی دی. د فقهې دومره ضخیمه او د باور وړ ذخیره لري چې حتی په نړیواله سطحه د سیاست، قضاء، اقتصاد او قانونسازۍ په برخه کې تر ټولو معتبر مراجع بلل کیږي.

دریم: د نړۍ مطلق اکثریت یعني ۹۹/۹۹٪ فیصده مسلمانان اشعري او ماتریدي عقائد لري او د څلورو  مذاهبو مقلدین دي. هغه د خپل مذهبي فکر او اصولو په بنیاد له جوړ شوي نظام سره هیڅ ستونزه نلري او قبلوي یې. مګر که په خلکو باندې سلفي خلافت راځي نو لومړی کار به یې د خلکو د عقائدو تفتیش او له سره جوړول وي، څرنګه چې د عقیدې بدلول تر ټولو سخت او ناشونی کار دی دا به دحاکم او محکومو تر منځ ستر او نړیوال ټکر رامنځته کړي.

څلورم: د څلورو مذاهبو خاوندان دا برداشت لري چې د بل اسلامي فکر درلودونکې له ځان سره وزغمي، مثلا طالبانو ګڼ شمیر سلفي مجاهدین هم له ځان سره زغملي دي او هیڅ تبعیض ورسره نه کوي. اما یوه بشپړه سلفي ډله د غالبیت له موقف څخه کله هم د بل مذهب د زغملو تاب نلري. یوه مجاهد ملګري راته کیسه کوله چې یو وخت له وزیرستان څخه خوست ته له عرب مجاهدینو سره لاړم. په لاره کې دوی جمع بین الصلوتین کوله، ماورته وویل چې زموږ په مذهب کې دا نه دی روا، وایي مشر عرب مجاهد وویل چې مذهب یې لا څه شی دی او بیا یې په زور راباندې دواړه لمونځونه وکړل.

دا او دې ورته نور ډیر دلائل شته چې ترې معلومیږي د خلافت چلولو لپاره د سلفي جهادي تفکر کوائف پوره نه دي. شیخ اسامه بن لادن رحمه الله او د هغه سلف شهید شیخ عزام رحمه الله هوښیار خلک وو، هغوی په دې خبرو پوهیدل نو ځکه یې په افغانستان کې دمذهبي جهادي ډلو تر سرپرستۍ لاندې جهاد کاوه او شیخ اسامه بن لادن خو له ملا محمد عمر مجاهد سره بیعت هم کړی و.

په آخر کې د شهید شیخ اسامه بن لادن روح ته دعاء کوم الله تعالی دې په جنت کې اعلی مقامات ورته نصیب کړي او موږ دې هم الله تعالی له شهادته نه محروموي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

اسامه په اصل کی دامریکا غلام وه هدف یوازی دافغانستان وییجاړول اودپښتون وژل وه

الجاج استاذ بیانزی

ناپژانده وروره ! مونږ هم اوایلو کی ستاسی په شان فکر کولو چه اسامه رح د امریکا اجنت وو د امریکا غلام وو مګر کله چه امریکا شهید کړو بیا راته بټه ولګیده چه هغه نه یواځی دا چه د امریکا غلام او جاسوس نه وو بلکه د امریکا هغه نړیوال یا صلیبی جنګ چه د اسلامی نړی او یا د الهی نظام دمخنیوی د پاره یی طرحه کړی وو چه د ډالرو په زور یی مخی ته بیولو هغه یی په ډاګه کړو او له ډآلرو یی وسلوال جنګ ته واړولو یعنی یو شمیر مسلمانان چه غیرت او همت… نور لوستل »

بغدادي

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! ناپېژانده ورور او هغه وروڼو ته چي د شیخ أسامه په حق کي ګستاخي کوي ! د معاصر نړیوال جهاد بیا راژوندی کوونکی او د کفري نړۍ لپاره یو بل صلاح الدین أیوبي ، شیخ أسامه رحمه الله هم د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر رحمه الله غوندي د معاصر جهاد یو مخکښ ؤ. دا به دده په شان کي لوي ظلم وي چي څوک وايي شیخ أسامه د امریکا غلام ؤ، شیخ أسامه صلیبي او صهیوني نړۍ ته د خالد بن ولید په شان ؤ، او په پټو سترګو باندي پر داسي شخصیت د غلامۍ… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. ځینی مسائل یوازی په وچو احساساتو نه څېړل کیږی بلکه د واقعیتونو او همدارنګه ښکلی نعمت یعنی تعقل په رڼا کی د تحلیل او تجزئې وړ دی. اسامه بن لادن شاید رشتیا هم یو مؤمن ؤ خو د زمانې د فرعون او نمرود او هامان او سامری تورو پنجو ته په پاملرنی سره ددې ډول مجاهد نما خلګو کړنو ته سړی ته پنځه لکه پنځه زره شکونه او ژوری پوښتنی پیدا کیږی. زه فقط یو څو ظاهراً ساده پوښتنی او د زړه دردونه لرم: ۱-جهاد ولی یوازی هغه وخت ژوندئ شو چه شوروی پر افغانستان حمله وکړه؟ آیا… نور لوستل »

احمد

د ورستنی دعا لپاره وایم آمین یا ربالعالمین ددغه پورتنی یاد شوی شهید او ټولو شهیدانو روح دی ښاد وی دپورتنی یاد شوی شهید (اسامه رح) کی غلط ګمانونه کوم خلک چی کوی یا ناخبره دی یا تعصب کوی مونږ تری خبر یو چی نوموړی کس کلک مجاهد دسر اومال خپل وو ۰چی خپل مثل کی په یقین چی بی جوړی وو ځکه دغه اوسنی وخت کی داسی کس چی خپل ملیاردونه روپی هم دمجاهدینو خدمت کی مصرف کړی له دنیایی عیش اوعشرت نه هم تیر شی دپاسته پالنګ خوبونه هم پریږدی اوسنګر دجهاد ټینګ کړی. اوبیا تر ټولو دا… نور لوستل »

فرهاد افریدی

عجیبه خبره ده،ددروازی مخی ته بی بیتلمقدس اشغال وو او دی راتلو افغانستان ته،داد جنت دروازه لکه چه صرف افغانستان کی ده،خو چه په هر زایی کی به سوک کریمینل شو او د هغه زایی حکومت به بی د نیولو امر وکرو افغانستان ته به راغی او دلته به نو مجاهید شو،که ربه وژل شو شهید به وو که پاته به شو غازی به وو،وه زما خوشباوره پختنو،راویخ شی،نور د جوش پر زایی له هوشه کار واخلی

عبدالولی (فهیم)۰

شیخ اسامه دی الله په نازولو جنتونو ونازوی او الله دی د هغه سرښندنی په خپل دربارکی قبولی کړی ریښتیاهم چی صلیبی نړی ته د سترګو اخزی وه .
هغه کسان چی په تاریخ خبر ندی ضرور نده چی بیزایه تبصره وکړی او په خپله مورداره خوله د اسلام داسی غازیان په بد نوم یاد کړی ریښتیا خبر خو داده که څوک د اسلام په دغو غازیانو بد وای نو فکر کوم د دین نه اوښتی خلک دی او بایددوباره کلمه تیره کړی او مسلمان شی.

اجمل

ایزمیان ( غلامان ) یا ملحدین تل د لوی مجاهدینو پسی د اسلام له اړخه ګډی وډی لیکی تر څو په دی دول د دوی الحاد او غلامی څخه دخلکو پام واړوی خلک به فکر کوی چه دی خو مفتی اعظم دی که د عبدالله بن ابی تاریخ اوسپړی کټ مټ د غ حضرت او فرهاد افریدی په شان فتوی به یی د متقی او مجاهد مسلمانانو په ضد کولی . مونږ هغه چه اوس ولیکو نورو مسلمانو ورونو لکه بیانزی او بغدادی صاحبانو لیکلی هماغه بسنه کوی . دلته به افریدی او غ حضرت ته د اسلامیت او انسانیت… نور لوستل »

غوربندی

خدای ج دې اسامه بن لادن رحمه الله ته له افغانستان او غیرتي افغانانو (طالبانو) سره د خپل کړي خیانت بښنه وکړي.

Zadran

عجیبه خبره ده.اجمل.صادق،پتنګ،مهمند،دا ټول د بیانزی صاحب نومونه دی،چه څلوښت کاله په امریکا کی اوسیږی،غ،حضرت یی فکر کوم ملګری دی.خو همدا اوس یی یوه ټاپه ورګزارکړه،او د کمیشن کار ټاپه یی په ملاوخواړه،

غ.حضرت

اجمل، اسحق،اقبال،افغان، او استاد!!!! او کوم بل هر د بن لادن خواخوږی نشی کولای پخپل غلط استدلال پر حق او حقیقت پښه کښېږدی.
بس دی چه یهودو او نورو استعمارګرانو زموږ خلګ د بن لادن په سناریو یو څو ورځی راغولولی وه ،تاسی ئې مه غولوۍ.
د بن لادن د خواخوږو حماقت د هغو خلګو تر حماقت په کمه ندی کوم چه اووه کاله مخکی د سپینی ماڼي پر شا او خوا راټول شوی او د بن لادن د وژلو!!! په هکله ئې د بل لوی احمق یعنی باراک اوباما ګوزو ته غوږ نیولی او چکچکی او هلهلې ئې کولې.

مفتون

ځکه خو د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب تر نوم لاندې هر سلطنت او حکومت چې د دربار مذهب یې همدا ؤ یو عالم چرندیات تخته کړي دي چې د قرآن او احادیثو اثار پکې نه لیدل کیږي. بیا نو د راشده خلفاو په وخت کې خو حنفیت نه ؤ هغه څنګه چلېدل. او د دې ابو منصور ماتوریدي او ابولحسن اشعري عقاید خو د لویې سوالیې نښې لاندې دي. وایي چې اشعري د زوند په وروستیو کې خپل عقاید بېرته صحیح کړي ؤ خو د ماتوریدي په هکله ډېرې پوښتنې ولاړېږي. قرآن او صحیح احادیث د نظام… نور لوستل »

غوربندی

په افغانستان کی وهابیت/سلفیت ته د دعوت زمینه سازي او پالنه د القاعدې شریفې دوهم خیانت دی چې له افغانانو سره یې کړی. زما د راتلونکي خپلواک اسلامي افغانستان چارواکو ته مشوره ده چې په ټول هیواد کې د تبشیري باطلو او منسوخو ادیانو څخه علاوه د سلفیت او وهابیت په دعوت او فعالیت هم کلک بندیز ولګوي. او هغه کم شمېر کمعقلان چې له مذهب څخه وهابیت ته اوښتي باید د زندان مېلمانه شي او تر هغو پکې وساتل شي چې له دې لارورکې او خودګایه داعشي عقیدې یې توبه نه وي کښلې. په څنګ کې له ټولو هغو… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close