ټولنیزه برخه

د ابونصر صیاد له پندونو او عبرتونو ډکه کیسه

د ابونصر الصیاد په نوم یو ډیر مسکین سړی له خپلې میرمنې او یکي یوه زوی سره اوسیدی، دی ښه په خرپ مسکین و یوه ورځ یې په کور کې دومره څه نه لرل چې میرمن او زوی یې خورلي وی اخیر هغه دواړه دېته ورسیدل چې له لوږې یې ژړل، ابو نصر د یوې ګولې په تلاش ووت،

په لاره کې د سیمې یو دیني عالم د احمد بن مسکین په نوم په مخه ورغی، له هغه سره له روغبړ وروسته یې حپله کیسه ورته بیان کړه چې میرمن او ماشوم مي له لوږې راته ژاړي، عالم ورته وویل راځه، دواړه د سیند په لور روان شوو هلته چې ورسیدل عالم ورته وویل اودس وکړه دواړو اودسونه وکړل او دوه رکاته لمونځ یې هم وکړ، عالم ورته وویل اوس په بسم الله سره اوبو ته خپل جال وغورځوه، په جال کې ډیر غټ ماهی ګیر شو عالم ورته وویل: په بازار کې یې خرڅ کړه او اولاد ته خواړه پرې واخله.

ابو نصر بازار ته ولاړ ماهی یې خرڅ کړ یو د غوښې او بل یې د حلوا خوراک واخیست او بیرته کورته راروان شو، لومړی د عالم کورته ورغی او یو خوراک یې هغه ته ورکړ، هغه ورته وویل: که په دې توګه موږ ګیډې مړولی بیا له سینده ماهی نه راته راووت. د شیخ مطلب داو چې زما ښیګڼه د الله له پاره وه د دې له پاره نه وه چې زما ګیډه هم راډکه کړې، هغه خواړه یې بیرته ورکړل او ابونصر ته یې وویل: ځه ژر کوه دا خواړه دي اولاد ته ورسوه، کورته لا نه و رسیدلی چې په لاره کې یې یوه مور او ماشوم ولیدل او د لوږې له لاسه یې ژړل، ابونصر وویل چې دا هم زما د میرمنې او زوی په څیر دي دواړه خوراکونه یې ورکړل کله یې چې ورکړل د مور سترګې د خوشالي له اوښکو راډکې شوې او د ماشوم په شونډو موسکا خپره شوه، ابو نصر یار بیا تش لاسونه پاته شو او خپله میرمن او زوی یې په زړه کې ولاړ وو، بیا په خواري پسې روان شو.

په لاره روان و د یوه سړي غږ یې واوریدی چې وایې د ابونصر صیاد په نوم کس به څوک راوښیې، چا ورته وویل هغه دی روان دی هغه ورته راغی او ورته ویې ویل: ته رښتیا ابونصرصیاد یې؟ ده ورته وویل: هو زه ابونصرصیاد یم سړي ورته وویل: لس کاله مخکي مي ستا له پلاره پور وړی و هغه چې مړ شو له هغه وروسته مي ته نشوی پیدا کولی، دا دیرش زره درهم واخله دا ستا پلار ماته پور راکړې وې. ابو نصر الصیاد وایې: زه په دې پیسو ډیر شتمن شوم، کورونه او تجارتونه مي برابر کړل او خورا زیات خیراتونه به مي کول او کله خو به مي زر درهمه په یوه ځای خیرات کړل، دی وایې زه په خپلو خیراتونو او صدقو ډیر خوشاله وم او خلکو به چې مننه رانه کوله ماته به یې ډیر خوند راکاوه، او ځان به ډیر مغرور راته ښکاریده.

ابونصر الصیاد وایې یوه شپه مي خوب لیده چې د اخرت ورځ وي د حساب تله ایښې وي، او غږ وکړل شي چې ابونصره راشه ستا د نیکیو او بدیو د حساب وخت راغی، زما نیکې یې په یوه او بدې په بله تله کې کېښودلي چې کتل مي یدې مي زیاتې شوې او نیکې کمې شوې، ما وویل چې زما خیراتونه او هغه په زرهاو درهمونه څه شول چې په مسکینانو مي ویشلي وو؟! هغه مالونه او دراهم راته ښکاره کړل شو چې په تله کې پراته دي او د هر زر درهمونو لاندي نفس غوښتنه او په ځان غاره کیدل هم ایښي دي، په دې سره د خیرات شویو پیسو وزن دومره سپک شوی ده لکه د مالوچو یوه ټوټه.

ما وویل چې څنګه به نجات ترلاسه کوم؟ په دې وخت کې وویل شو چې ایا د ده کوم شی پاته دي؟ یوې ملایکې وویل: هو دوه خوراکونه یې پاته دي، دا هغه دوه خوراکونه وو چې مور او زوی ته مي ورکړي وو، هغه یې چې د نیکیو په پله کې کیښودل د بدیو پله یې راښکته کړه او دنیکیو له پلې سره برابره شوه، زه بیا هم وویریدم بیا وویل شوو چې نور شی یې پاته دي ملایکې وویل: هو ، کومې ښځې ته چې ده خوراکونه ورکړل او دهغې سترګې له اوښکو راډکې شوې هغه اوښکې پاته دي هغه یې چې د نیکیو په پله کې کېښودلې دومره درنې وې لکه کاڼې سمدستي یې د نیکیو پله لاندي او د بدیو پورته روانه کړه، بیا وویل شوو چې نور شی لري ورته وویل شو هو د هغه ماشوم موسکا هم شته چې کله ده ډوډۍ ورکړه او هغه وخندل، هغه یې چې د نیکیو په پله کې کېښودله ځمکې ته یې ورسوله او اواز کوونکي غږ کړ چې بریالی شو بریالی شو.

دا کیسه د مشهور ادیب مصطفى صادق الرافعي په کتاب «وحي القلم» کې راغلې ده، او خلاصه یې داده چې ښه او دخیر کار باید د هیڅ شي په بدل کې نه وي بلکي یواځي د الله له پاره وي، او په کیسه کې د مسکین د خوشالولو او د هغه په سترګو کې دخوشالي داوښکو او په شونډو د موسکا ارزښت او درنښت هم ښه روښانه شوی ده، داراز په کیسه کې د دیني عالم دا خبره هم ډیره مؤثره او اغیزمنه ده چې وایې: که په دې توګه موږ ګیډې مړولی بیا له سینده ماهی نه راته راووت. دیني عالم باید د زړه له کومي د خلکو خواخوږی وي او له هرچا سره چې هرڅه مرسته کوي باید د بدل او عوض په نیت یې ونکړي بلکي یواځي د الله له پاره یې وکړي.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x