fbpx

د امریکا یرغل پر افغانستان

کتاب S ریاست: لیکونکۍ سټیو کول

ژباړه: د اکسوس د ژباړې بورډ

راټولونکی: صلاح الدین ایوبي

د مسعود له جنګیالیو سره د کار کولو لپاره سي ای اې (ALEC) په نوم څانګه پرانستې وه. ددې څانګې اساسي دنده دا وه چې اسامه بن لادن ژوندئ ونیسي او یا یې له خپلو ملګرو سره یو ځای له منځه یوسي. په دې څانګه کې د سی ای اې ۲۵ افسرانو او تحلیل کونکو کار کاوه دا څانګه د سی ای اې په مرکز ویرجینیا لانګلي کې وه، په ۱۹۹۹ کال کې یې مشري ریچارډ بلي ته ور په غاړه شوه.

بلي په واشنګټن کې د مسعود پیاوړی ملګری وو، هغه به ویل چې مسعود یو جېګپوارا په څیر بریالی مبارز دی. مسعود به ورته ویل چې (تاسو ډیرې ډلې او افراطیان راپیدا کړل، خو په سیمه کې مو یوازینۍ ملګری زه یم).

ښاغلی بلي له مسعود سره پشپړ همغږۍ وو، د افغانستان او القاعدې لپاره د سی ای اې څانګې د القاعدې د مشر د څارلولو او نیولو لپاره پر ټولو نورو پټو عملیاتو او فعالیتونو سربیره د ازبکستان له تاشکنده څارونکې ډرون الوتکې هم د څار لپاره افغانستان ته رالیږلې.

امرالله صالح به د سي ای اې له افسرانو سره په افغانستان او ویرجینیا دواړو کې همکاري کوله. سی ای اې به هر قسم همکاري د مسعود سره د صالح په لاس کوله. کله چې مسعود په خواجه بهاوالدین کې په دفتر د مرکې کولو پر مهال پرې چادونه وشوه او ځای پر ځای ووژل شو، صالح د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز کې یې ریچارډ بلي ته پیغام ولیږه. له هغه یې د خبرو د بیړنۍ فرصت غوښتنه وکړه، صالح پر ټلیفون بلي ته د مسعود د مرګ وویل له هغه یې وغوښتل چې د پنچشیر قومندانانو په غوښتنه یې باید د وژل کیدو خبر پټ وساتي، څو جګړه ییزې لیکې خوندي پاتې شي.

له دې سره سم بلي سپينې ماڼۍ ته د مسعود وژل کیدو خبر ورکړ، ساعتونه وروسته رسنیو وویل چې د بوش ادارې لوړپوړي مامورین په قهر دي او وایي ممکن مسعود وژل شوی وي.

صالح یو ځل بیا بلی سره اړیکه ونیوله ورته وې ویل چې خبره یې باید پټه ساتلې وای، ځکه داسې دی له خپلو ملګرو سره په شخړه اخته کیږي، بلي ومنله چې تیروتنه کړې خو سي ای اې مجبوره وه چې پالیسي جوړونکي په جریان کې واچوي.

بوش دا درک کړې وه چې که د شمال جګړه ییزه کرښه ماته شي سی ای اې به د بن لادن د پیداکولو فرصت له لاسه ورکړي.

پوښتنه دا وه چې چې امریکا به د شمال ټلوالې ترڅنګ و دریږي، که به پنجشیریان خپل برخلیک ته یوازې پریږدي.
صالح ورته وویل: پرېکړه دا ده چې موږ جګړه کول غواړو، موږ نه تسلیمیږو او دا مقاومت د مسعود لپاره نه، بلکې دا د یو لوی هدف لپاره دی.

صالح یو لیست چمتو کړ، چې پکې وسلې، تجهیزات او لوجېستکي توکې شامل وو له امریکایانو یې وغوښتل ور یې کړي ترڅو دوی جګړه ونه بایلي. بلي یې په غوښتنه پوی شو، صالح ته وویل چې ورته په طمعه شي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مه د سهار پر اتو بجو کوفر بلک چې د ترهګرۍ ضد مرکز مشر وو په خپل دفتر کې د پخوا په څیر مجلس نیولئ و. د ترهګرۍ ضد مرکز هره اونۍ د CIA اجرائیه ریس بوزي کرونکارډ ته د معلوماتو غورچاڼ وړاندې کاوه.

رېچ بلي د بلک دفتر ته ورغۍ هغه غوښتل چې د احمد شاه مسعود د وژل کیدو په اړه معلومات وړاندې کړي. پر ۸:۴۶ بجو د بلک سکرتر راغی هغه ته یې وویل چې د یوه خصوصي هوایي شرکت الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز له ودانۍ سره ټکر شوه،

بلک د ټلویزیون په پرده وکتل چې د نړیوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې الوتکې لوی سوری جوړ کړی وو هغه ویل چې ښایي دا کار قصداً شوی وي.

ریچ بلي د فتر په دهلیز کې قدم واهه هغه د ټلویزیون ښيښې ته په اشارې سره وویل داد القاعدې او اسامه بن لادن کار دی، یوه همکار یې پرې نیوکه وکړه داسې نه ده ښایي دا یو ټکر وي.

هغوی له یو بل سره دلایل ویل چې ۹:۳۰ بجې د یو نایټېډ هوایي شرکت ۱۷۵ پرواز الوتکه د نړیوال سوداګریز مرکز پر سوېلي برج کې ونښته.

د CIA مشر جورج ټینیټ په بیړه د سی ای اې مرکزي دفتر لاړ هغه د ریاستونو پر مشرانو غږ وکړ چې (7D64) د کنفرانسونو تالار ته ورشي.

پر ۹:۳۷ بجو باندې د امریکایي هوایي شرکت ۷۷ پرواز لرونکې دریمه الوتکه په داسې حال کې په پنټاګون کې وجنګول شوه چې په یوه ساعت کې یې ۵۳۰ میله سرعت لاره.

له ټینیټ سره په کنفرانس کې کې ناستو کسانو چیغې کډې کړې چې مونږ باید له دې ځایه ووځو هغوی په موږ پسې ګرځي.

یاد بریدونه امریکا کې د محشر ورځ په نوم یادیږي، امریکا د بریدونه پړه پر اسامه بن لادن واچوله او بن لادن ته طالبانو په افغانستان کې پنا ورکړې وه، امریکا پریکړه وکړه چې اسامه به یا ژوندئ نیسي او یا به وژني او څانګې به ټولې ختمه وي.

مشرف په عرب سمندر کې په بیړۍ کې و، د سمندري ځواکونو له تمریناتو یې لیدنه کوله.

پاکستان کې د امریکا سفیره چمبرلین هغه ته پر سټلایټ ټلیفون اړیکه ونیوله ورته وې ویل ” تاسو باید په څرګنده په دې وخت کې د امریکا ملاتړ وکړئ” مشرف په ځواب کې ورته وویل: وېنډي ! القاعده لا په غرونو کې ده، هغوی دومره لوړه ټکنالوژي نلري چې دا ډول پیښې دې وکړای شي.

سفیرې ورغبرګه کړه (باید واضح ووایم چې دا کار همدوی کړی دی).

راتلونکۍ سهار چې د سپټمبر ۱۲ مه وه ډېو سمیټ چې دامریکا د پوځ غړی تر ډګروالۍ رسېدلی او بیا تقاعد شوی و، د پاکستان د پوځ عمومي مرکز ته چې اسلام اباد ته نیږدې په راولپنډۍ کې و لاړ، څو د پوځ د استخباراتو له مشر دوه ستوریز جنرال طارق مجید سره ووګوري.

هغه په یوه (L) ډوله ودانۍ کې کار کوه هلته د مشرف پوځي دفتر او کارکونکي هم میشت وو.

سمیټ ترې وپوښتل چې پاکستاني جنرلان به په نیویارک او واشنګټن کې د ورستیو بریدونو په غبرګون کې څه وکړي؟

طارق ورته وویل فکر نکوي چې القاعدې دې د امریکا پر خاوره په الوتکو بریدونه کړي وي.

هغه زیاته کړه دا یو احتمال کیداشي خو بل لور ته سور پوځ او یا هم په اروپا کې نورې ډلې هم شته چې ورته بریدونه کولئ شي، هغه د سړې جګړې د وخت مارکسېستو بنسټپالو ته اشاره وکړه.

نوموړي همدا شان وویل چې هغه پاکستانیان چې په بولیو کې میشت دي ښایي په دې کار کې لاس ولري. دا هغه بې ربطه نظریې وې چې سمېټ یې حیران کړ او نه پوهیده چې څه ووایي.

پاول او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ریجارډ ارمیتاج له واشنګټنه پاکستان ته د ضرب الاجل په توګه وویل چې اسلام اباد به یا له امریکا سره وي او یا هم د امریکا له دښمن سره.

ارمیتاج دا پیغام په شفاهي توګه د سپټمبر په ۱۳ مه محمود ته چې د ای ایس ای مشري یې په غاړه درلوده ورکړ.

په پاکستان کې د امریکا سفیرې وېنډي چمبرلېن د دویم ځل لپاره د سپټمبر پر ۱۵ مه له مشرف سره وکتل دا ځل یې د هغه په کور کې ملاقات تنظیم کړی وو.

چمپرلېن د امریکا لومړۍ او اساسي غوښتنه مطرح کړه، (تاسو به یا زمونږ سره یاست او یا زمونږ له دښمن سره،
مشرف په ځواب کې ورته وویل زه له تاسو سره یم، نه ستاسو پر خلاف).

خو د امریکا پخوانیو کړنو په اړه یې شکایتونه وکړل، هغه ورته وویل چې پاکستان د شوروي اتحاد پر خلاف د امریکا ملګری و، خو کله چې جګړه پای ته ورسیده، سیمه یې همداسې پریښوده او په خپله مخه ولاړه

سفیرې ورته وویل چې په تیر وخت نه درسره غږیږم، پاکستان باید یا د امریکا ملګری اووسي او یا د دښمن
خو که یې ملګرتیا غوره کړي ښايې ډیرې ګټې وکړي. مشرف هماغه خپل دریځ ورته واضح کړ، زه شرایط نلرم خو اندیښنه لرم. چمبرلین پوهه شوه چې هغه ورسره مخالفت نه کوي، یوازې غوښتل چې په نرمه ژبه د پاکستان ملي ګټو پیغام ورکړي،

مشرف ورته وویل چې امریکایي الوتکې په پاکستان کې د کیښېناستو او پورته کیدو هیڅ ستونزه نلري او ټینګار يې وکړ چې امریکا باید د افغانستان او کشمیر د ترهګرۍ تفکیک وکړي.

بل لور ته په افغانستان کې د امریکا له عملیاتو وروسته په کابل کې راتلونکۍ حکومت باید د پاکستان په خوښه رامنځته شي.

محمود احمد له امریکا څخه د سپټمبر پر ۱۱ مه پاکستان ته ورسید، هغه له CIA سره خبرې کړې وې چې ملا محمد عمر ته به یو بل چانس ورکړو چې اسامه بن لادن په لاس ورکړي.

د ISI مشر اسلام ابا ته له رسیدو سره سم له باب ګرینر سره چې پاکستان کې د CIA مشر وو هم وکتل .
محمود ورته وویل، هغه به د سپټمبر پر ۱۷ مه کندهار ته لاړ شي هلته به د طالبانو مشر ملا محمد عمر سره مخامخ خبرې وکړي.

محمود له ملا محمد عمر سره څلور ساعته خبرې وکړې.

ملا محمد عمر چې په کندهار کې په خپل کلیوالي جوړ کور کې یوه پښه پر بله اړولې وه له محمود سره یې خبرې کولې.

محمود ورته وویل چې امریکا غواړي اسامه بن لادن یا د عدالت منګولو ته وسپارئ یا یې له خپلې خاورې وباسئ له هغه سره له پنځلسو یا تر شلو نور القاعده مشران هم له ورته برخلیک سره باید مخ کړل شي.

طالبان باید د القاعدې ټول کمپونه بند کړي ملا عمر ته یې زیاته کړه چې له دریوو تر څلورو ورځو پورې وخت لرې چې اسامه بن لادین تسلیم کړې.

ملا عمر ورته وویل هیڅ کفري هیواد ته د اسامه بن لادن په لاس ورکول نه منم.

هغوی د بن لادن د احتمالي تسلیمۍ په اړه مفصل بحث وکړ، محمود له ملا محمد عمر سره په شرعي استدلال خبرې کولې هغه ته یې وویل( که تاسو د ناروغۍ پر بستر هم یاست نو باید لمونځ پرېنږدئ، خو که پر لمانځه یاست او مار راشي تاسو یې له ویرې کولئ شئ چې لمونځ پریږدئ) نو فکر نکوئ چې د یو کس تر ساتلو تاسو ته د خپلو ۲۵ میلیونو انسانانو ساتل اړین وي؟

ملا محمد عمر یو څو شیبې خاموش و، وروسته ورته وویل، په کابل کې د علماوو یوه لویه اجماع جوړیږي دا پوښتنې دې ای ایس ای له هغوی وکړي

د علماوو اجماع پریکړه وکړه چې اسامه بن لادن ته دې اختیار ورکړل شي چې په خپله خوښه افغانستان پریږدي که څنګه.

باب ګرینیر ته محمود وویل چې ملا محمد عمر په دې اند دی چې روان بحران د الله ج له لوري دی خو بن لادن د یوه مسلمان میلمه په توګه په هیڅ صورت کې له خپلې خاورې نه باسي. دا نو وروستۍ پریکړه وه خو محمود لا هم په دې برخه کې د پرمختګ هیله لرله.

محمود ډېو سمېټ ته وویل امریکا باید طالبانو ته یو بل فرصت هم ورکړي، د زور کارونه باید وروستۍ پریکړه وي، زه په دې خوښ یم چې د یوه لوی ناورین مخه ونیول شي.

د ای ایس ای مشر وویل زه د استخباراتو جاسوس نیم زه یو نظامي کس یم د خپل ولس مشر باور ته ژمن یم.
له دې خبرې یې هدف دا وو چې که مشرف له امریکا سره دریږي نو دی به هم ورسره دریږي.

د سټمبر پر ۲۰ مه بوش له کانګرېس سره په ګډه د ټلوېزیون په پرده راڅرګند شو، دا مهال د اټکل له مخې اتیا میلیونو کسانو ټلویزیون کوت،

بوش القاعده او اسامه بن لادن د نیویارک او واشنګټن د پیښو مسوولین وبلل، بوش وویل چې القاعده ته په افغانستان کې د طالبانو له لوري پناه ورکړل شوې ده.

مونږ د طالبانو رژیم غندو هغوی نه یوازې خپلو خلکو ته ګواښ جوړه وي بلکې هغوی هر ځای ترهګر پالي، هغوی ته پنا ورکوي او د هغوی خدمت کوي.

د طالبانو رژیم باید له منځه یوړل شي، هغه زیاته کړه نن شپه د امریکا متحد ایالاتونه له طالبانو دا غوښتنې لري:

د القاعدې ټول هغه مشران چې ستاسو په خاوره کې پټ دي امریکا ته په لاس ورکړي، په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې او کمپونه بند کړي، ټول ترهګر ژر ترژره اړوندو مسوولینو ته په لاس ورکړي، امریکا ته اجازه ورکړي چې د ترهګرو کمپونه وویني چې ډاډه شو ایا ترهګر تللي که لا هم ستاسو په خاوره کې پټ دي.

دا غوښتنې د بحث وړ نه دي مونږ چې څه وایو همدا غواړو، طالبان باید ژر اقدام وکړي هغوی باید ترهګر راته تسلیم کړي کنه دوی به هم د هغوی په برخلیک اخته شي.

که ملا عمر دا غوښتنې منلې هم وای په څو ورځو کې يې پوره کول ناشوني وو.

ملا ضعیف چې د ملا محمد عمر وفادار ملګری وو لومړۍ د وزیر او بیا وروسته په پاکستان کې دسفیر په توګه وګورمال شو.

د سپټمبر د یولسمې تر پیښې وروسته ضعیف کندهار ته لاړ ملا محمد عمر هغه ته وویل چې ده بن لادن څخه پرنیویارک او واشنګټن د بریدونو په اړه وپوښتل خو اسامه ورته قسم خوړلی چې دا کار القاعده نه دی کړی، عمر وویل زه پر بن لادن تردې زیات فشار نشم راوړلی.

که ته دا ښکېلتیا ثابتولئ شې نو ماته یې راوښیه خو ما کوم ثبوت ونه لیده، ملا محمد عمر پر خپل دریځ ټینګار کاوه چې بن لادن په پښه کې لاس نلري.

ځینو طالب مشرانو ویل، د اسامه بن لادن د سپارولو موضوع د طالبانو رژیم دنسکورولو لپاره یواځې یوه پلمه ده، طالبانو د سپټمبر په پر ۲۳ مه په یوه خپره کړې مقاله کې ادعا وکړه چې اسامه بن لادن د امریکا د استعماري موخو لپاره یوه پلمه ده چې غواړي د سیمې د کنټرول لپاره په پاکستان کې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

طالبان په دې باور وو چې واک خدای دوی ته ورکړئ او که خدای وغواړي هر وخت یې بیرته ترې اخیستئ شي
که الله مونږ سره نه وي نو واک به هم له لاسه ورکړو خو که چیر ته الله مونږ سره وي نو کولای شو چې نړۍ ته ماتې ورکړو.

ملا محمد عمر په یوه فرمان کې د اسلامي امارت ټولو چارواکو ته لارښونه وکړه قربانۍ ته پر چمتوالي سربیره، په مسجدونو کې د قرانکریم تلاوتونه پیل کړئ او د کفري ځواکونو د ماتې لپاره د الله حضور ته دعا او زارۍ وکړئ.

د اکتوبر اوومه وه، په افغانستان کې شپه او په واشنګټن کې ماسپښین و، چې امریکا د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه پیل کړل.

دامریکا په کندهار کې تر ټولو مهم یو هدف د ملا محمد عمر کور و . کله چې امریکا لومړۍ د کندهار هوایي ډګر په نښه کړ.

ملا محمد عمر خپلو ملګرو ته وویل، دا ډیره نادره ده چې زه د واک، موقف، شتمنۍ او خپلې کورنۍ په اړه چې په خطر کې ده، فکر نکوم. په هر حال زه قربانۍ ته چمتو یم او زه نه غواړم چې د نامسلمان ملګری شم، هغه نامسلمان چې زما د دین او باورونو مخالف دی، او زه تیار یم چې هر څه پریږدم او یوازې پر اسلام او خپل افغاني مېړانې باور ولرم.“

ملا عمر دا هم وویل چې ”مونږ له داسې ورځو سره مخ یوو، که د خدای اراده وه د اسلام او مسلمانانو لپاره به بریالیتوب راوړي، او نه به مونږ تسلیم شو او نه به چاته سر ټیټ کړو د بریا لمر د افق پر مخ په څرګندیدو دی.“

پای

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

ددی لیکنی ورستیو کرښو کی دمرحوم امیر دریځ ته متوجه شی چی دین ننګ اوغیرت شهامت پښتونولی هر څه یی تازه کړی زه فکر کوم چی د باغیرته مسلمان او افغان لپاره یواځی همدغه ویاړ بس دی تاریخونو کی به یواځی هم دا زرینی کرښی پاتی کیږی لکه پورته چی یادونه شوی امریکایانو او جهانی کفارو اصل کی اسلامی نظام دمونږ نشوای زغمیلی دا صرف بهانه وه اسامه یا القاعده مونږ دصحابه کرامو په تاریخ ولی ویاړنه کوه تاسو یی ګوری چی په نیمه کره دجهان کی یی مړی ښخ دی ولی دخپلو بچو په څنګ کی خاورو ته ونه… نور لوستل »