نظــر

د دموکراسیانو کنایات

نن مې هغه صوتي مکالمه اوریده چې په انټرنت نشر شوې او ویل کیږي چې د ټاکنو دکمیسیون ځیني غړي له محلي کارکوونکو سره د یوه کاندید په ګټه د تقلب په اړه معلومات او پیغامات شریکوي، د صوتي فایل اصل یا جعل تراوسه نه دی څرګند خو زما لپاره په کې جالب ټکی هغه کنایات و چې دغو د دموکراسۍ لارویانو ترې استفاده کوله.

د دموکراسۍ او دموکراسیانو دیرغل له ستمه طالبان دا دیارلس کاله کنایاتو ته مجبور و  او دامنیتي ګواښونو له امله مجبور و چې په مخابروي او تیلفوني تماسونو کې د صریحو خبرو په ځای کنایې وکاروي، مګر ما کله هم دا تصور نه و کړی چې یو وخت به  دموکراسیان هم کنایاتو ته مجبوریږي.

په کنایو غږیدل ځانګړی استعداد غواړي، چې که څوک ورباندې سم بلد نه وي خبره ترې خرابیږي، ما خپله دطالبانو کنایې هم اوریدلې دي، او د دموکراسیانو مې هم نن واوریدلې، داسې رامعلومه شوې چې طالبان دکنایاتو داستعمال په فن کې هم  په دموکراسیانو باندې دي .

طالبان چې د بلاغت کتابونه یي لوستي نو دکنایې په معنی پوهیږي، کنایه اصلا د تشبیه یا استعارې یو ډول دی، چې استعاره مکنیه یا استعاره بالکنایة هم ورته وایي، په کنایه کې د شباهت وجه لازمي بلل کیږي، یعني چې له یو شي څخه بل شی کنایتا اخیستل کیږي باید ترمابین یي د شباهت وجه موجوده وي، مګر ما چې نن د دموکراسیانو کنایې واوریدلې دوی دغه اصل ته پام نه دی کړی او  کنایې یي داسې استعمال کړي چې هیڅ سر سره نه خوري.

د کمیسیون یو غړی محلي کارمندته وایي، په میږو پام ساته ، ښې یې چاغې او مړې کړه او بیا یي راولیږه ، دلته دنوموړي مطلب  له میږو څخه درایو صندوقونه دي، د رایو دصندوق او میږو ترمابین هیڅ د شباهت وجه نشته، میږې خړې او سپیني وي د رایو صندوقونه شنه وه ، میږې پښې او غوږونه لري او صندوقان سوټ بوټ  دي چې له میږو سره یي شباهت نشته ،خو په دې مکالمو کې چې بیا بیا دا اصطلاح کاریږي، داسې معلومیږي لکه دټاکنیز تقلب  په عرف کې چې په همدې کنایه باندې اتفاق شوی وي نوځکه متقابل اړخونه پرته له ځنډه ورباندې پوهیږي، چې میږې یعنې صندوقونه ، په دې مکالماتو کې مې یوه تشبیه خوښه شوه، په یوه ځای کې د کمیشنر په نوم غږیدونکی سړی محلي کارمندانو ته  وایي، میږې او اوزې ایسته غرو ته بوزئ او ښې یې مړې کړئ . .  څو ورځې وړاندې مې یوه ويډیو ولیدله چې څو تنو دانتخاباتو صندوقونه دغونډیو په ډډو  او شیلو کې ایښي او بې غمه یي له رایو ډکوي، شاید دوی په همدې قومنده عمل کړی وي ، ځکه  میږې / صندوقونه د غونډیو په ډډو کې څریدل او نږدې وو چې له ډیره مړښته ټنډ شوي  وو .

وایي په دا ځل ټاکنو کې په ټول افغانستان کې د دموکراسۍ میږې خورا مړې راستنې شوي دي، دا ځل د تیرخلاف دانتخاباتو پروسه په خپل وخت مازدیګر څلور بجې ختمه شوه، ځکه  کمیسیون ډاریده چې که ترڅلورو  وروسته هم  دټاکنو میږې وڅري شاید له ډیره مړښته ټنډې شې او انفلاق وکړي.

خبره مې دکنایاتو کوله ما ویل چې ددموکراسۍ کنایه ناشولته وه او که د علامه تفتازاني دمعاني، بدیع اوبیان په تله کې یي واچوو شاید ګرسره  کنایه ورته ونه ویل شي، رابه  شو د طالبانوکنایو ته، طالبانو یو وخت  ماین ته پتیره ویل، خو کار به هغه وخت خراب شو کله به چې کومه نوکي طالب وویل چې د سرک په منځ کې مو پتیرې ښخې کړي دي، دلته به نو امریکایي غږثبتوونکي او داستخباراتو غږ اوریدونکي په کې حیران و چې نو طالبانو به پتیرې ولې په سرک ښخې کړي وي، تردې چې د پتیرو له انفجاره وروسته به یي سر خلاص شو.

پتیره ځکه ښه کنایه وه چې له ټانګ ضد روسي ماین سره یي په پلنوالي کې شباهت درلود، مګر ددې کنایې له کشف وروسته طالبانو پتیره په کټوه بدله کړه، ځکه کټو هم ګرده مرده وي ، ترصد والا به په ریموټ والا غږ وکړ ، میلمانه را روان دي کټو باندې کړه، ریموټ والا به هم دمیلمنو /امریکایانو دښه راغلاست لپاره کټوۍ تیاره کړه او شیبه وروسته به په میلمنو بخاردیګ ورخلاص شوه او پنځمې هوا ته به یي پورته کړل، د زابل دشملزو یو طالب راته ویل چې یو وخت ددې ولسوالۍ دپولیسو مشر قومندان وزیرپه موټر کې راروان و ، ما په ملګرو غږ وکړ چې میلمه در روان دی کټو مټو تیاروئ، وزیر ظالم چې په مخابره کې یي زما غږ اوریدلی غږ یي راباندې وکړ، چې وزیر دومره ناولده میلمه نه ده چې په تیارو کټوو باندې ورشي، او په دې سره یي لاره بدله کړې وه .

سره له دې چې داخلي عسکر او چارواکي دطالبانو په ځینو داسې کنایو پوهیدل مګر کور دامریکایانو خراب و  چې ترڅو به ورته ترجمان پتیره او کټوه ترجمه کول، ترهغو به په دیګ بخار کې ختلي و او میلمستیا به یي نوش جان کړې وه .

د طالبانو کنایې مو اوریدلې وې ښه شوه چې د دموکراسیانو کنایې مو هم واوریدې، ددموکراسۍ په کنایات اللغات کې  د رایو صندوقونو ته میږې وایې، راي پاڼو ته واښه وایي چې میږې پرې مړیږي، دکمیسیون کارکوونکي چې میږې لرې برې کوي باید شپانه وي، ځکه  میږې همدوی څروي او مړوي، نه پوهیږم چې په دې مابین کې عام خلک یا رایه اچوونکي هم کوم استعاري نوم  لري او کنه ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x