
د مينې سیوری / فکرمل طالب
په دې زړه کې مینه شته ده هغه چاته
چه په چا وي د مولا د مينې سیوری
چه بیعت یې دسپېڅلې مینې نه وي
پر هغو نه وي بالا د مينې سیوری
د مجاز په ژوند کې وګاله دردونه
حقیقت کې اخله بیا د مينې سیوری
دجانان دمينې سیوری تقوی غواړي
هسې نه لګي په چا د مينې سیوری
خدایه مه اخلې له دې مظلوم ملت نه
د طالب او د ملا د مينې سیوری
د دې وخت د ازمایښت لمرونو وسوم
مورې وکړه د دعا د مينې سیوری
تر هدفه دې امکان د رسېدو شته
که لرې زړه کې رښتیا دمينې سیوری
فکرمل خدایه معاف او بیا شهید کړه
چه نصیب یې شي داستا د مينې سیوری
خدایه واخلی ته له مظلوم ملته
د طالب او دملا د مینی سیوری