دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي شريعت مقاصد او اجتهاد

د اسلامي شريعت مقاصد او اجتهاد په ظاهره جلا جلا موضوعات ښکاري، مګر د دواړو تر منځ ژور او اساسي مناسبت شته.
د اسلامي شريعت له مقاصدو موخه هغه اهداف دي، چې د کومو په نظر کې نيولو سره اسلامي احکام وضعه کيږي.

د شريعت احکامو کې چې کوم حکمتونه او مصالح نغښتي دي، هماغه مصالح د شريعت مقاصد باله شي.

د شريعت پر مقاصدو له هماغه وخته فکر پيل شوی، له کومه وخته چې د شرعي احکامو نزول پيل شوی دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله د ډېرو احکامو حکمتونه او مصالح بيان کړي دي او بيا صحابه کرامو پر همدې حکمتونو فکر کړی او ډېرې ملغلرې يې ترې راويستې دي.
د صحابه کرامو په ويناوو او فتوا ګانو کې په دې اړه ډېرې اشارې موندل کيږي.
اسلامي شريعت، چې د انساني ژوند لپاره تر ټولوغوره، اسانه او پريکنده لار ده او انسان خپل اصلي مقصد ته په اسانه رسوي. په دغو احکامو کې کوم حکمتونه او مصالح دي او الله تعالی دا احکام ولې او څنګه پر مسلمانانو رانازل کړي، د اسلامي شريعت علماوو له لومړۍ ورځې پر همدې خبره فکر کړی دی.
د اسلامي شريعت د مقاصدو مطالعه او لوست د څه لپاره؟
لومړۍ خبره دا ده، چې کله موږ د شريعت پر مقاصدو خبره کوو، نو بايد دا مو په ياد وي، چې موږ د شريعت پر احکامو پوره ايمان لرو. موږ د شريعت احکام يوازې او يوازې د دې لپاره منو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې موږ ته د منلو امر کړی دی.
که د اسلامي شريعت هيڅ حکمت هم نه وي نو موږ يې پر منلو او ايمان راوړلو همداسې مکلف يو، لکه څرنګه مو چې همدا اوس ايمان پرې راوړی دی.
سره له دې د اسلامي شريعت د حکمتونو په اړه ګڼ کتابونه ليکل شوي، مګر دا بايد و ويل شي، چې د دې حکمتونو پېژندل او نه پېژندل د ايمان اصل لپاره هيڅ شرط نه دی، که يو څوک د شرعي احکامو پر حکمت نه وي خبر، نو د ده ايمان ته پرې هيڅ تاوان نه رسيږي.
زموږ ايمان دا دی، چې د شريعت پر احکامو ځان پوهه او عمل پرې وکړو.
که موږ د شرعي احکامو پر حکمتونو پوه شو، نو دا به زموږ د ايمان کلکوالي کې برخه ولري.
اوس که څوک دا و وايي، چې که دی د شرعي احکامو په حکمت پوه شو، نو دی به يې مني او که حکمت يې ورته جوت نشو، دی به يې نه مني؛ نو دا سړی مسلمان نشي کيدای، ځکه چې ده پر اسلامي شريعت ايمان نه دی راوړی، بلکې پر خپل عقل يې ايمان دی.
خبره دا ده، چې که د شرعي احکامو د منلو يا نه منلو په اړه د انسان عقل پرېکړه وکړي، نو دا بيا شريعت نه شو، بلکې دا خو د انسان خپل عقل شو.
ځکه چې بيا خو د شرعي احکامو او یو عام انسان د مشورو هيڅ توپير پاتې نشو، چې څوک يې منلو ته ډېر ژمن نه وي.
دا خبره بايد روښانه شي، چې که يو مسلمان ته څرکنده شي، چې دا د اسلامي شريعت حکم دی نو دا بايد د ده لپاره تر هر څه وړاندې د منلو وړ وي او پر دې يې بايد ايمان دومره قوي وي، لکه څرنګه چې په رڼا ورځ د لمر پر راختلو ايمان او باور لري.
اوس که د شرعي احکامو حکمت زموږ ذهن ته راشي، نو د الله تعالی شکر ادا کول په کار دي او دا به زموږ د ايمان د لا قوي کېدو لامل شي؛ خو که حکمت يې زموږ ذهن ته رانشي، نو دا به زموږ د خپل ذهن او عقل کمی وي.
الله تعالی قران مجيد کې همدا خبره روښانه کړې ده. الله تعالی فرمايي:{ فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ . [65].النساء.
یعنې هيڅکله نه، زما دې ستا پر رب قسم وي، دا خلک تر هغو پورې مؤمنان نه دي، تر څو د هر خپل منځي اختلاف او شخړې په اړه تا حکم او قاضي ونه ګرځوي او بيا چې کومه پرېکړه ته وکړې د هغې په اړه په زړه کې هم څه بدي ونه لري.
د انسان په زړه کې تنګي او بدي کوم وخت راځي؟ دا زړه تنګي او بدوالی هغه مهال راځي، چې انسان کومه پرېکړه د خپلې ګټې او طبيعت خلاف وبوولي.
که د الله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم د پرېکړې سربېره بيا هم زړه تنګي او بدي محسوسوي، نو لامل يې دا دی، چې دا خبره د ده عقل نه مني او تر څو چې انسان د يو حکم په اړه د هغه پر حکمت ونه پوهېږي، نو زړه تنګی ورته پيدا وي.
مګر د الله تعالی له لوري پر رالېږل شويو احکامو د ايمان سربېره که يو څوک د همدغو احکامو د حکمتونو او مصلحتونو د معلومولو کوښښ کوي، نو دا د الله تعالی د نيکو بنده ګانو کار دی.
ابراهيم عليه السلام الله تعالی ته وفرمايل، چې مړي څرنګه ژوندي کوې؟
الله تعالی ورته وفرمايل، چې ايا ته پر دې خبره ايمان نه لرې؟
ابراهيم عليه السلام ورته په ځواب کې و ويل، چې بې شکه زه ايمان پرې لرم ولکن ليطمئن قلبي، چې زما د زړه ايمان پرې نور هم قوي شي.
د انسان فطرت دا دی، چې پر کوم شي يې پوره يقين او ايمان هم وي، نو د خپل ايمان د لا زياتوالي او اطمنان لپاره غواړي نور هم ځان باوري کړي تر څو داسې احساس وکړي، چې دا شی ورته په سترګو ښکاري.
بله دا چې حضرت موسی عليه السلام، چې کله حضرت خضر عليه السلام څخه جلا کيده نو موسی عليه السلام ته يې وويل، چې کوم کارونه ما وکړه له خپل ځانه مې نه دي کړي راشه چې د هغو حکمتونه درته و وايم.
خضر عليه السلام ورته وفرمايل، چې ده يو کار هم په خپله خوښه نه دی کړی، بلکې ټول کارونه يې د الله تعالی په حکم کړي دي او دغه حکمتونه يې تر شا وو.
حضرت حضر پوهېده، چې موسی عليه السلام د الله تعالی رسول دی او د الله تعالی په امر د ده خوا ته راغلی دی او دی هم پوهيږي، چې ما څه کړي د الله تعالی په امر مې کړي دي. بيا هم حضرت خضر مناسبه وبلله، چې موسی عليه السلام ته د خپلو کړو کارونو حکمتونه بيان کړي، تر څو يې د زړه اطمنان او باور نور هم قوي شي.
له دې ښکاري، چې د شرعي احکامو د حکمتونو پېژندل د انسان يوه فطري غوښتنه ده.
که کوم مسلمان ته دا حکمتونه معلوم وي نو ډېر زيات باور او ايمان سره پر عمل کولای شي او نورو ته يې هم په اسانه رسولای شي.
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x