fbpx

ریال مدرید لوبډله د چیمپینز لیګ پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ کې د نړۍ وتلي ستوري کریسټیانو رونالډول لوبډلې د بایرن میونخ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله.

دغه لوبه چې تېره شپه ترسره شوه، د اسپانیا کلب لوبډلې «ریال مدرید» او د جرمني کلب لوبډلې «بایرن میونخ» ترمنځ وه، چې په ۲-۲ برابره شوه.

د ریال مدرید لخوا دواړه ګولونه مسلمان فرانسوي لوبغاړي کریم بینزیما ووهل، چې لومړی یې د لوبې په لسم او دویم یې د لوبې په ۴۶مه دقیقه کې وواهه.

همدا ډول بایرن میونخ لوبډلې چې په زړه پورې لوبه ترسره کړه هم دوه ګولونه ووهل، لومړی ګول هوشوا کیمیک لخوا په ۲مه او دویم ګول د هامیس رودریګېس لخوا په ۶۲مه دقیقه کې ووهل شو.

دغه لوبه که څه هم مساوي شوه، خو د ریال مدرید لوبډلې د نیمه پایلوبې لومړی پړاو لوبه په ۲-۱ ګټلې وه، چې همدغه یو ګول یې په دویم پړاو کې په کار راغی او د اګریګیټ قانون له مخې یې په ۴-۳ بریا خپله کړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

بایرن میونخ لوبډلې په زړه پورې لوبه ترسره کړه، چې د مخالف لوبډلې په ګول یې له پېل څخه او په ځانګړي ډول په وروستۍ شېبو کې سختې حملې وکړې، خو د ریال مدرید لوبډلې ګول ساتونکي ددوی په میړانه دفاع وکړه او مخالف لوبډله یې بل ګول وهلو ته پرینښوه، او د لوبې په بریا کې يې مهم رول ولوباوه.

د ریال مدرید ګول ساتونکي «کیلر ناواس» د اوه سختو حملو دفاع وکړه، چې په چیمپینز لیګ کې د ریال مدرید لپاره تر ټولو زیاته دفاع ده، او همدا لامل شو چې نوموړی د کریم بنزیما پر ځای چې دوه ګوله یې هم وهلي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د چیمپينز لیګ دویمه پایلوبه به نن شپه ۱۱:۱۵ بجې د افغانستان پر وخت د لیور فول او روما لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د لیور فول لوبډله په ۵-۲ مخکې والی لري، نو که روما لوبډله دوه ګوله ووهي او لیور فول یو هم نه بیا به هم د قانون له مخې د لیور فول لوبډله پایلوبې ته لار مومي.

له دې څخه څرګندیږي چې لیور فول لوبډله به د ریال مدرید لوبډلې سره پایلوبه کې مخامخ کیږي، چې محمد صلاح شتون د کریسټیانو رونالډو لپاره یو ستر چیلنج دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د