fbpx

لومړنۍ افغان پېلوټه، امریکا کې په پنا اخیستو بریالۍ شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل ): شپږویشت کلنه نیلوفر رحماني له نږدې یو نیم کال هڅو وروسته په دې توانیده چې امریکا ورته د قبولۍ اسناد ورکړي.

نیلوفر رحماني چې لومړنۍ افغان ښځينه پېلوټه بلل کېږي، په ۲۰۱۶ میلادي کال امریکا ته د روزنې په موخه لاړه، همالته يې پښې ټينګې کړې او بیا يې د هېواد دید ونه کړ.

د رحماني مدافع وکیل کمبرلی موتلی وايي د ټرمپ په واکمنۍ کې د بهرنیانو لپاره د پناه اخیستو اسناد موندل خورا سخت شوي، خو بیا هم هغه وتوانید چې خپلې موکلې ته اسناد واخلي.

موتلی هغه ستایلې او د افغان ښځو لپاره يې یوه «الګو» بللې ده.

هغې ته په ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په پینځمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د زړورتیا نړیواله جایزه هم ورکړل شوه.

نیلوفر رحماني په ۲۰۱۲میلادي کال د ا فغان هوايي ځواکونو په لیکو کې دنده پیل کړه، چې د ۲۰۱۶میلادي کال په ډيسمبر کې يې د پناه غوښتنه وکړه.

هغې ویلي و، په افغانستان کې د دې لپاره د کارکولو مناسبه فضا هم نشته، ځکه چې نارینه پیلوټان او همکاران یې سم چلند نه ورسره کوي او تحقیروي يې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

یوازی نیلوفر رحمانی نه،بلکه نور په زرګونو افغانان،د افغانستان څخه په تیښته،او غیر اسلامی مملکتونو نه پناه ګانی وروړی،او غیر اسلامی مملکتونو ته چه کله دوی ورسیږی نو باید دوی دا ثابته کړی چه د دوی ژوند په خطره کی وه.او له هغه ورسته پناه ورکړه کیږی،ماشومان یی غیر اسلامی مکتب ته ځی،د ا.ب.ت.ث،په ځای لاتین حروف ور ښودل کیږی،په لومړیو وختونونو کی په خپل کلتور،او دین ښه پابند وی،او ورسته ورو،ورو ،هر څه له لاسه ورکوی،په اروپا او امریکا کی ډیر افغان مهاجرېن نور دینونو ته اوښتی دی،په پخوا وختونو کی کافرانو اسلامی مملکتونو ته پناه راوړه.چه اسلامی مملکتونو… نور لوستل »

غوربندِي
میلمه
غوربندِي

مخ دې سپین ځدران صاحب چې ته به د ځدرانو په غرونو کې رمې پیایې.

خدای دې نکړي په اروپا کې د سپیو رمې وینخې،،، او د پسونو مینه پرې ماتوې،،، هاهاها،،، چې خفه نه شې

Zadran
میلمه
Zadran

غوربندی صاحب.اروپا کی فکر کوم د سپیو مینځلو باید یوه یا دوه ورځنی کورس تعقیب کړی،هسی بی له د سپیو مینځلو سند څخه سپی هم نه شی مینځلی،زه دا ټول معلومات له انترنېت څخه ټولوم.یو دا چه اروپا کی خلک پیژنم او بل دا چه په څو خارجی ژبو باندی ښه قادر یم،یقین وکړه دا انترنېت ماته غټ پرابلم جوړ شوی ،له خپل شپونتوب څخه یی وایستلم.پرون په انتېرنېت کی لګیا وم،رمه می هسی پریښودلی وه.کله می پسونه وکتل نو دوه لیوانو خواړلی وه،کله په انتېرنېت کی لګیا وم .نو پسونه می وږی تږی پاتی وی.حکومت کی دندی ډیری راته… نور لوستل »