ورزش

په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان له سرېلنکا هم مخکې شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان له سرېلنکا څخه په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې مخکې شو او اتم نمبر ته پورته شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا ورځپاڼې په نوي راپور کې ښودل شوې چې په پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو په نمرو کې د افغانستان ۶ نمرې زیاتوالی راغلی، چې اوس د ویسټ انډیز لوبډله نوره هم شاته شوې او د افغانستان لوبډلې سره یې یوازې ۶ نمرې توپير دی چې پخوا ۲۵ نمرې و.

افغانستان لوبډلې په تېره نیږدې کې د غوراوي سیالیو اتلولي ګټلې وه، چې په نوې درجه بندۍ کې يې هم سترې لاسته راوړنې ولرلې، چې اوس ۶۳ نمرې لري، او د ویسټ انډیز لوبډله ۶۹ نمرې لري.

په شل اوریزو سیالیو کې پاکستان خپل پخوانی ځای وساتلو او د ۱۳۰ نمرو سره په لومړي نمبر ده، چې استرالیا په دویم او هند په درېیم نمبر ده، افغانستان په دغه لیست کې د ۸۷ نمرو سره په اتم او سرېلنکا د ۸۵ نمرو سره په نهم نمبر ده.

له بل اړخه په پنځوس اوریزو نړیوالو درجه بندۍ کې د انګلستان لوبډلې د هند لوبډله دویم نمبر ته وغورځوله او خپله په لومړي نمبر شوه، انګلستان لوبډله ۱۲۵ او هند لوبډله ۱۲۲ نمرې لري، همدا ډول سویلي افریقا په درېیم، نیوزېلنډ څلورم، استرالیا پنځم، پاکستان شبږم، بنګلدیش اووم، سرېلنکا اتم، ویسټ انډیز نهم او افغانستان لسم نمبر دی.

د ټیسټ سیالیو په درجه بندۍ کې هند د ۱۲۵ نمرو سره په لومړي، سویلي افریقا په دویم او استرالیا په درېیم نمبر ده، چې په دې لیست کې پاکستان په اووم نمبر ده، افغانستان تراوسه کومه ټیسټ لوبه نه ده ترسره کړې.

د یادونې وړ ده چې د یو ورځنیو لوبو په نړیوالو توپ اچونکو کې راشد خان په دویم نمبر، په آلراونډرانو کې محمد نبي په درېیم نمبر دی، چې په شل اوریزو سیالیو کې راشد خان په نړیوالو توپ اچونکو کې په لومړي او محمد نبي په آلراونډرانو کې په دویم نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x