fbpx

پنټاګون: سمدستې له افغانستانه د وتلو پلان نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي، سمدستې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو پلان نه لري.

د سپتونیک خبري رسنۍ په قول، جیمز مټیس پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، تر څو د افغانستان ستونزې ته حل پیدا نه کړي له دې هېواده د ځواکونو د ویستلو پلان نه لري.

پرون امریکايي سناتور رنډ پاول وویل، چې ټرمپ ورته ویلي، له دوزخ افغانستانه د ځواکونو د ویستلو لپاره تیاری نیسي.

جیمز مټیس ویلي ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو طرحه یوې خواته ايښې او په وینا يې دلته او سوریه کې به يې ځواکونه پاتې شي.

د افغانستان جګړه د امريکا په تاریخ کې اوږده جګړه بلل کېږي، چې لا يې هم د پای ته رسولو وړتیا نه لري.

ګارډين، په پرونۍ ګڼه کې ویلي و، امریکا نه د افغانستان جګړه ګټلی شي، نه يې درولی او نه يې هم پرېښودلی شي.

هم مهاله په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره «سیګار» وايي د امریکا او افغان حکومت مخالف وسله وال مخ په ځواکمنېدو دي، خو د افغان ځواکونو په شمېر کې لس سنله کمی راغلی دی.

د افغانستان ملي دفاع وزارت هم منلې چې د ځواکونو شمېر يې د سیګار د راپور مطابق را ټیټ شوی، خو د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي دوی د دې تشې د ډکولو هڅه کوي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کابلی والا
میلمه
کابلی والا

که پنټاګون له افغانستانه ووځی ، نو جاهل طالب به جاکم شی
موز امریکا غواړو.

کابلی والا
میلمه
کابلی والا

د جاهل طالب او وروسته پاتی طالب څخه امریکا ښه ده

کابلی والا
میلمه
کابلی والا

طالب د حهالت و نا انسانیت سیمبول ده

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

زند باد طالبان

غوربندِي
میلمه
غوربندِي

کابلي والا

له طالب سره که ستونزه لرې ویې لره خو څه څیز سبب دی چې د کافرانو په موجودیت یې راضي کړی یی؟؟

که دا ستا وینا او هیله وي نو پوه شه چې په افغاني ټولنه کې تاسو ملعون یاستی په بل عبارت اکثره افغانان به درباندې لعنت وایي.

عبدالجبار عزام
میلمه
عبدالجبار عزام

اسلام علیکم دا ١٦ کاله دی د امریکا ډوډۍ وخوړ ه تری موړ نشوی اوس هم امریکایان غواړی او له غوربندی وروره تاسو هم ډیره ښه نظر دی مننه

اقبال
میلمه
اقبال

غوربندی صاحب ! تاسی لیکلی چه طالب سره که ستونزه لری ویی لره مګر څه د کفارو په شتون راضی کړی یاست ؟ زه به یی درته ځواب ووایم ، دوی په کفارو عاشق نه دی د کفارو ډالرو دوی دغه لیونتوب او وحشت ته راضی کړی دی . هغوی د دوی د خاوری ، خلکو، خپلواکی او ناموس د غصبولو دپاره ورباندی قضایی مصونیت هم لاسلیک کړو ، دوی ته چه د ډالرو د پاره خپل ټاټوبی ، ناموس ،خلک او خپلواکی ارزښت نه لری نو د خالق او مخلوق له لعنت ویلو کی ویریږی او شرمیږی ، دوی… نور لوستل »