fbpx

اشغالګر د در بدرۍ بنیاد

لیکوال: سعید منصور

غرب چې له اسلام سره ابدي دښمني یې دنده ده؛ نه غواړي چې د ځمکې پر سر دې اسلامي نظام حاکم وي. پر همدې اساس ۱۸ کاله مخکې چې په ګران افغانستان کې اسلامي نظام او د ملت د ارادو ممثل نظام حاکم وو؛ دوی نه غوښتل چې افغانان دې د خپل ملت د حاکمانو تر واک لاندې ژوند وکړي او خپل اسلامي کلتور دې عملي کړي. پر ګران افغانستان یې یرغل وکړ. اشغالګرانو لومړی پر ملت داسې کسان د حاکمانو په توګه وګمارل چې نه دین ته ژمن دي، نه ملت او وطن ته. همدې واکمنانو د غرب په اشاره داسې جنایاتو ته لاس کړ چې آن غربي باداران یې ورته حیران دي. کله یې د سنتو مطابق کسان د ترهګر په نوم بندي، شکنجه او آن ووژل.

کله یي ځوانان د څو پیسو په مقابل کي د سکورټ او کمپاین په نوم د مرګ کندی ته ورټیل وهل. کله یې د ترهګرو په نوم ماشومان، ښځې او عام افغانان د طیارو پر مټ په کلسټري بمونو کې وسېځل. کله یې د شپنیو عملیاتو په نوم د ګران افغانستان د ګوټ ګوټ اوسېدونکې په نیمه شپه کې له خوبه را ویښ کړل، یا یې په مرمیو سوري سوري کړل، یا یې په بمونو والوزول، یا یې په سپیو وداړل، یا یې د تورو تمبو شا ته زنداني کړل.

امریکایانو د افغانانو په وژلو کې دومره جرئت او وحشي توب وکړ چې آن خپل وضعي قوانین یې هم مات کړل. د شفاخانو، ښاري مناطقو، مکتبونو، د ودونو مراسمو، جنازې لمنځونو، جوماتونو او مدرسو بمبارول خو يې عادي کار دی.

دوی له اوله سره دلته دا نعرې شروع کړې، چې دلته مونږ مرستې ته راغلې یو؛ دې خلکو ته د دولتدارۍ ممنظم سیسټم برابروو، هېواد ته یې امنیت راولو، مخدره مواد له منځه وړو، په تمدن یې آشنا کوو، د سواد کچه یې لوړو، او له ترهګرو یې ژغورو؛ خو دوۍ په خپلو ټولو نعرو او اوازو غوږ هم ونه ګراوه او کاذب وختل.

دې خلکو ته یې د مثالي امنیتي نظام په مقابل کې داسې نظام ورکړ، چې غلا، رشوت، له ملت سره جفا او بې شمیره ناکردې یې د کار او حکومت اصلي موخه ده. دلته یې چې کوم کسان واک ته ورسول؛ دوۍ نو بیا په جنایتونو کې تر دوۍ هم مخکې لاړل. هر یوه یې چې د څومره غلا او خیانت وس درلود؛ تر هغې زیات یې وکړل. په مالي فساد کې نو بیا په نړۍ کې لومړی مقام لري.

امنیت یې داسې امنیت راوست چې د حکومتي پوستو له مخې یې غله په خلاص لاس غلا کوي. د ۱۰۰ افغانیو په مقابل کې د دولتي عسکرو له لورې د ملکي موټروانانو وژل خو بیخي د پاټکیانو د وخت تجربې دي. اختطاف ګر خو چې دوۍ سره شریک نه وي؛ اختطاف نشي کولای.

مخدره مواد چې د طالبانو د حکومت پر مهال یې د کرکیلې کچه صفر ته راټیټه شوې وه، د دوۍ د حاکمیت په دوره کې ۹۰ سلنې ته ورسېده.

سواد او تعلیم ته یې پاملرنه دا وه، چې د یوه ولایت د معارف تر بودیجې د یوه عادي کرکټر او ډم معاش او عاید ډېر دی.
نه يې په دا ۱۷ کلو کې کوم معیاري پوهنتون جوړ کړ، نه کوم منظم مکتب.
بس هغه څه چې د امریکایانو لخوا دې وطن ته ورکړل شو، هغه وحشت، انفجار او وژنه ده. دا یې وکړل چې افغانان کور په کور په دښمني اخته کړي، ورور له ورور سره په جنګ کړي. مظلوم افغانان د داعش او بلک واټر د وحشتونو ښکار کړي.

زرګونه افغانان بې کوره او له وطنه جلا کړي. زرګونه نور د ترهګرو په نوم د تورو تمبو شا ته وغورځوي.
په لکونو نور په کلسټري بمونو د اور خوراک کړي، په لکونو د ټول ژوند لپاره معیوب او د بل احتیاج کړي. په زرهاوو ځوانان چې د ټولنې د ملا تیر یادېږي، له خپله مبارک تمدن لیرې او پر وحشي غربي تمدن یې واړوي. چې بیا نه پکې د دین مینه وي او نه هم د وطن او خاورې.

که یې په زغرده ووایو چې ترڅو دلته امریکایۍ لاسوهنې، فوځیان او د دوی په خوښه نظام موجود وي؛ دا روان وحشت او دهشت به جاري وي. که غواړو چې له روان وحشت څخه خلاص او په امن او اسلام کې ژوند وکړو؛ باید هغه لارې چارې ولټوو چې د اشغال د پای سبب کیږي. له دغو لارو چې اشغال ته د پای ټکی کېښودلای شي، یو هم پراخ ټولشموله لاریونونه دي.

ټول افغانان باید په یوه غږ امریکا او متحدینو ته یې ووایي چې نور مو په هیواد کې نه غواړوو. بس ده همدومره بشردوستي مو. نور ستاسې له آبادونې بیخي آباد یو. پرېږدئ چې افغانان خپلې ستونزې پر یوې کمبلې حل کړي. پرېږدئ چې واک افغانان ملت ته انتقال شي. او که همداسې ګوسفندي ولس وو، په هر وحشت مو ځان ناخبر اچولی وو؛ د هېواد له وضیعته مو ناخبري ښوده، بیا نو تر دې د سترو وحشتونو او قربانیو انتظار به کوو. کابل حکومت او امریکا همدا اوس داعش ته په تبلیغ کولو سره غواړي روسیه هم افغانستان کې مداخلې ته اړ کړي. دری کلیو کې به داعش نه وي؛ دوی به وایي ولسوالي یې ونیوله.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

سلامونه ګرانه وروره له تبصری دی ډیره مننه واقعا یو اشغال سوی هیواد کی ژوند لکه زدان وی خو دا اشغال ګر پلیت ځواکونه هغه وخت ویستلی شو کله چی ددی اشغالګرو غلامان له مینځه یوسو او تر څو چی دا غلامان وی نو دا اشغالګر به زمونږ هیواد همداسی په خپل ولکه کی ساتی او وحشت به یی روان وی د اشغالګرو ملاتړی او غلامان همدا بدنامه د شروفساد ډله ده چی اوس یی حاکمیت په لاس کی ده ځکه د شروفساد ډله د دوی په غلامی کی پخوانی تجربه لری او هیڅ کله نه غواړی چی اشغالګر له… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

محترم سید منصور صاحب.د ا هر څه به درسره ومنو چه د د امریکایانو په حضور کی شوی ده.خو دا امریکایانو ته چا موقع برابره کړه،چه افغانستان باندی حمله وکړی؟د طالیبانو حکومت کی خو هم سل په سله امنیت نه وه.شمال ولایتونو کی همیشه جنګونه وه.ډالیز ډالیز خلک په مزار کی قتل شول.دشمال ولایتونو ونی باغونه ټول د طالیبانو په وخت کی قطع شول.بل دا چه څه ضرورت وه چه دافغانستان له خاوری بن لادن په امریکا باندی حمله کوله؟چه حمله یی وکړه باید ځواب یی هم د قاضی په مخ کی واییلی وای اوکنه؟امریکا طالیبانو ته دوه غوره درخواستونه… نور لوستل »

صادق جان
میلمه
صادق جان

سید منصور مولوی صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی حقایق مو لیکلی ، صرف یوه خبره کی به درسره توافق ونه لرم چه تاسی د لاریونو راویستل د حل لیار شمیرلی ، په اسلامی حکومتو کی به د حل لیار خامخا وی مګر د استعمارګرو په مقابل کی د حل لیار نه ده ، هغوی پری غوږ نه ګروی او لا وایی چه مونږ خلکو د دموکراسی د بیان ازادی ورکړی خلک حق لری هر څه ووایی ، حتی د هغوی په هیوادو کی هم دا خبره کیږی د لاریونو وخت کی پولیس د عامه خساراتو یا جانی تلفاتو… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

ځدراڼه ډیر بې عفل اسان یې له خپلو بوزو د عقل ندی زدکړی ! هم یې په نعل وهې او هم یې په میخ !! له امزیکایانو سره چا قرار داد لاسلیک کړی او ولې یې لا سلیک کړی دا خو د غني فاسد دولت دی ! امریکا ظالمه ده په عراق او لیبیا یې حملې وکړې او هغه یې تکه تکه کړل دا ولې ځدراڼ ماما !! کوم طالب دالقاعدې غړی وو او دی ؟؟ طالبان دالقاعقدې په پټ پلان هیڅ خبر نه وو او بر سیره پر دې یو حمله کونکی له جرمني څخه او دوه نور یې… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

صادق صاحب.په دنیا کی کی نور له دوو سوو څخه هیوادونه دی.د یوه ملک هم بهرنیو تیریو ته اجازه نه ورکړی او نه یی موقع ورته برابره کړیده،خو زموږ نآهله حکو متونو ،کموناستانو روسان راوستل.مجاهدینو د دنیا بلکه د غربو مجرمین.سلفیان لکه بن لادن،او نور مجرمین د جهاد په نوم افغنستان کی ساتل.حتی ربانی جنرال حمیدګل ته د رادیو دلاری دعوت ورکړچه دولتی چارو کی کومک راسره وکړه،طالیبانو بن لادن ته موقع ورکړه چه په امریکا باندی برودونه وکړی،چه نتیجه کی زموږ نا اهله مشرانو له افغانستان څخه یوغستان (یاغی)جوړ کړ،او ڼړیوله ټولنه د خپل امن ساتلو لپاره افغانستان ته… نور لوستل »