دفاع وزارت د افغان ځواکونو اړوند د سیګار راپور تایید کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي دفاع وزارت د سیګار له لوري خپور شوي راپور کې د افغان ځواکونو په اړه خپاره شوي معلومات دقیق بولي او وايي هڅه کوي دا تشه ډکه کړي.

سیګار یا په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې، پرون پخپل راپور کې ويلي و، د امریکا او افغان حکومت مخالفین مخ پر ځواکمنېدو دي، خو د افغان ځواکونو په شمېر کې ۱۰ سلنه کمی راغلی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې اوس مهال د اوو زرو تنو په شاوخوا کې ځوانان په نظامي روزنتونونو کې په روزنه بوخت دي، چې په وینا يې له فراغت وروسته به پر دندو بوخت شي.

سیګار پخپل راپور کې ویلي و، د ټولو امنیتي ځواکونو په شمېر کې ۱۰ سلنه کمی راغلی، خو په مقابل کې يې طالبانو پر پراخو ساحو واک تر لاسه کړی دی.

د دې راپور له مخې د روان میلادي کال د جنورې تر وروستۍ ورځې د افغان پوځ او پولیسو ټول شمېر ۲۹۶ زره او ۴۰۹ تنو ته را ښکته شوی دی.

د سیګار د راپور پر اساس «کابل اداره» د ۲۰۱۶ کال په پرتله پر افغانانو واک نه لري او د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو يې ۱۴،۵ سلنه د طالبانو لاس کې دي، له دې پرتې ګڼې نورې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په کشمکش کې دي.

د راپور له مخې طالبانو د تر واک لاندې د نفوس کچه له ۹ سلنه څخه ۱۲ سلنې ته لوړه کړې ده، چې په مقابل کې يې د حکومت واکمني ور ټوله شوې ده.

محمد رادمنش وايي د افغان ځواکونو د شمېر کمی، د ناروغۍ، معلولیت او نورو ستونزو له امله دی، هغه د افغان ځواکونو د تلفاتو، دندې پرېښودو او مخالفو وسله والو ته د تسلیمېدو په اړه څه ونه ویل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د