obama policy

د اوباما د بهرني سیاست نوې نړیواله تګلاره

کالم: زما هم واورئ! لیکوال: (احمد بلال خلیل): د امپراتوریو په هدیره کې د شپې د تور تم پرمهال د مخ پر ځوړ امپراتورۍ تور پوستی ولسمشر بارک اوباما په داسې مهال راڅرګند شو، چې پوځیان یې د شورويانو په لحدونو کې تر نامه پورې ننوتلي وو او اوباما یې راباسلو ته مټې بډ وهلې وې؛

  خو ده ته به څوک ووايي، چې دې افسانوي خاورې ته د جګړې لپاره راتلل اسانه دي او وتل ترې بیا د فتحې نه لا ډېره خواري غواړي او د کرزي په څېر کسانو کې یې چې هم، کله د آزادۍ سونامي راوالوځي، نو بیا ژمنه شوی او نیمګړی لاسلیک شوی ستراتيژيک تړون هم پکې داسې لاهو کېږي، چې د روحانیونو «هجرتونه» او «ستیه ګري» یې بیا هم نشي ژغورلای.  

بارک اوباما چې کله د جورج ډبلیو بش پر مهال د امریکا د سنا غړی و، نو د عراق او افغانستان جګړې به یې تر نیوکو لاندې راوستلې. وروسته چې کله دی ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېد، نو د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په لومړي سر کې یې، چې جان مکېن یې پکې حریف و، په «شیکاګو د نړیوالو چارو جرګه» کې د خپلې بهرنۍ تګلارې موخې وټاکلې، چې د عراق جګړې ته پای ورکول پکې د دغه لیکلړ په سر کې شامل و.

پای چې کله د ۲۰۰۸کال په ولسمشریزه ټاکنو کې بارک اوباما بریالی شو، او په ۲۰۰۹کال کې یې لوړه پورته کړه، نو د نړۍ په جیو-پولیتیکي چاپیریال کې خورا ډېر بدلونونه ترسترګو شول او کېدل، لکه: د ۲۰۰۸کال نړیوال اقتصادي بحران، د یورو بحران، په جورجیا کې د روسانو او پوتین نېغه لاسوهنه، له ایران سره د پنځه+یو هېوادونو خبرې اترې، د ډرون بریدونه، د ویکي لیکس غوغا، په منځني ختیځ کې د عربو پسرلی، په لیبیا او سوریه کې کورنۍ جګړې، د امریکايي استخباراتو په اړه د سنوډن افشا شوي رازونه، د عراق څخه د پوځیانو وتل، په شمالي افریقا کې د القاعدې سر راښکاره کول، له افغانستان سره د امریکا د ستراتيژيک تړون د لاسلیکولو معما، او نور ډېر.

اوباما د ۲۰۰۸کال ولسمشریزې ټاکنې د بدلون تر شعار لاندې، له عراقه د پوځیانو د وتلو لپاره، وګټلې او د ۲۰۱۲کال ټاکنې یې بیا له افغانستانه د پوځيانو د وتلو له امله وګټلې.

 د اوباما افغان تګلاره (۲۰۰۸-۲۰۱۴)تر ډېره حده د تذبذب ښکار وه، په ۲۰۰۹کال کې یې د پوځيانو په شمیره کې د ۳۰زرو سرتیرو زیاتوالی راووست، په ۲۰۱۲کال کې یې د پوځیانو د وتلو پریکړه وکړه، په ۲۰۱۳کال کې یې د ستراتيژيک تړون پسې لستوڼي رابډ وهلې، او اوسمهال په ۲۰۱۴کال کې یې په باګرام کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴کال په پای کې به په افغانستان کې ۹۸۰۰سرتیري واوسي او دا به هم په ۲۰۱۶کال کې له افغانستان نه راوباسي، چې د ده د دورې وروستی کال به وي.

په امریکا کې دا رواج دی، چې ولسمشر پکې پخپلې لومړۍ دوره کې د دویمې دورې د ګټلو لپاره هلې ځلې کوي، او په دویمه دوره کې ولسمشر بیا غواړي، چې کومه تاریخي لاسته راوړنه ولري. اوباما هم، چې اوس پرې د امریکا د ناکام ولسمشر بدنام «لېبل» لګیدلی دی، غواړي د امریکا د دوو اوږدو جګړو د ختمولو ویاړ له ځان سره ولري. که څه هم په امریکا کې ولسمشر د جګړو د ګټلو له امله د تاریخ د خوښې وړ ګرځي لکه واشنګټن، فرینکلین، ابراهم لېنکن، مکارتی، وډرو وېلسن، ایزنهاور او رونالډ رېګن چې وګرځيد؛ خو ترڅنګ یې جګړه ختمونکو ته هم یو څه نسبتي ښه ځای پاتې کېږي لکه نکسن ته چې د ویتنام د جګړې د ختمولو له امله په نصیب شو؛  ده  سره امریکا زیاتی وکړ، چې په واټر ګېټ کې یې لتاړ کړ.

اوباما د افغانستان په هغه باګرام کې چې د تمدنونو ډېر لرغوني پوخونه، او د نظامي هډو یو تاریخي تسلسل لري، اعلان کړه:
په افغانستان کې به د ۲۰۱۴کال تر پای پورې ۹۸۰۰سرتیري وي، چې د پاتې کېدلو موده به یې تر ۲۰۱۶کال وي، او د دې کال وروسته به بیا ټول امریکا ته پر داسې مهال ستانه شي، چې اوباما به د ولسمشرۍ په وروستي کال کې پښه ایښودلې وي.
اوباما په وېسټ پواينټ کې د امریکا د راتلونکي رول په اړه خپله پالیسي اعلان کړه، چې د ډېرکېو امریکایانو لخوا د نیوکې لاندې راغله، په دې پالیسۍ کې د امریکا د نظامي او نړیوال رول په هکله سرینده غږول وو.

د اوباما تقریر له دې خبرې پېلېږي،«پرېږدئ چې خپل وخت، د راتلونکو کلونو لپاره د امریکا او د نظامیانو د رول په جوړولو کې تېر کړم.»

اوباما پکې مخکې زیاتوي، چې په تېرو وختونو کې به مونږ هغه مهال نظامي تعرض کاوه، چې د امریکا او د متحدینو ګټې به تر پښو لاندې شوې، خو په اوسمهالې نړۍ کې باید موږ له ځانه وپوښتو چې آیا زموږ عمل باغیزه او انصاف لرونکی دی او کنه؛ ځکه [په اوسنۍ نړۍ کې] نړیوال لید ډېر مهم دی.

که له یوې خوا دی تعرضي نظامي عملیات تمول غواړي؛ خو ترڅنګ یې بیا زیاتوي، چې هر کله د دوی خلک، هېواد او د ژوند تګلاره له خطر سره مخ شي نو بیا هېڅ اجازو ته اړتیا نشته. لومړۍ خبره د پسه په جامه کې ګیدړ دی او وروستۍ خبره پيښیدونکې ریښتینواله.

د افغانستان په اړه دی وايي، هلته موږ د القاعدې ملا ورماته کړې، او هغه شورشونه مو لرې کړي، چې هېواد یې په سر اخستی و. اوس دغه چارې قابو کول د افغانانو وړتیا پورې منحصره ده؛ خو د دې لپاره مو هم سلګونه شمیره افغان ځواکونه او پولیس روزلې دي. د پسرلي په پېلېدو افغانانو رایه وکاروله او په دیموکراتیکه توګه یې د قدرت تاریخي انتقالولو ته لاره خلاصه کړه. د دغه کال په پای کې به نوی ولسمشر راشي، او د امریکا نظامي ماموریت به پای ته ورسیږي.

له افغانستانه د وتلو او د لږو پوځيانو د ساتلو او هډو څخه یې موخه دا ده، چې خپله پاملرنه منځني ختیځ او د افریقا شمالي برخو ته وروګرځوي، ځکه هلته يې د سوريې ستونزه او درې ګونه مثلث (روسیه، چین او ایران)،  د نایجریا «بوکو حرام»، د سومالیې قزاقان او اسلامي ډلې، او د القاعدې بیا راپورته کېدنه انتظار باسي او دی هم، دغه هر څه د امریکا د امنیت لپاره خطر ګڼي.

که څه هم اوباما پخپل تقریر کې وویل، چې که چیرې د امریکا هېواد، خلک او د ژوند تګلاره له خطر سره مخ شي، نو دوی به د نظامي/تعرضي سیاست خپلولو څخه ډډه ونکړي؛ خو ترڅنګ یې دی زیاتوي، چې دا نظامي/تعرضي سیاست باید داسې وي، چې امریکا ته نوي دښمنان ونه زیږوي!
یوه خبره چې د خوښې وړ ده، هغه دا چې دوی تر یو څه حده دا منلې ده، چې په نړۍ کې یې چې څومره هم دښمنان دي، له دغو څخه ځینې د دوی له کړو وړو څخه رازیږیدلې دي.

په لنډه توګه دا نوې تګلاره د امریکا بهرني سیاست ته یو نوی لید ورکوي. دا د نااړینو نظامي عملیاتو/تیریو او د انزوايي سیاست څخه ژغورل دي، بلکې په دقیقه ډول د دواړو ترمنځ احتیاطي تګ دی. ځکه په امریکا کې ډيرکی د نااړینو نظامي عملیاتو څخه دا مراد اخلي چې امریکا اوس د نړۍ ټېکه داري پرې ایښې ده، او پای اوس د انزوا پر لورې روانه ده. ګویا دوی ته د نړۍ په هیوادونو کې بربنډې لاسوهنې د انزوا څخه ژغوریدنه ده!! عجب منطق او د ازاد خوښو عجبه فلسفه.

ډیری شننونکي د اوباما دغې نوې تګلارې ته د نکسن-کېسنجر د تګلارې په توګه ګوري، هغه چې نکسن د هوښیار کېسنجر د ډيپلوماسۍ پر مټ او د نورو هېوادونو په مرسته خپل دښمنان پرځول غوښتل؛ په ایران کې یې شاه ته یو داسې نوی رول ورکړ، چې ده په سیمه، په تېره بیا د ذولفقار علي بوتو په پاکستان او د سردار محمد داؤد خان په افغانستان کې خپل ورکړل شوی پلان تعقیب کړ، خو پایلې یې بیا هله ډېرې ترخې راووتلې، چې په ایران کې شاه بې تاجه شو، په پاکستان کې د بوټو پر سر د رسۍ حلقه تاوه شوه، او په افغانستان کې سردار محمد داود خان د وطنجار له ټانکونو سره په یوه بې توازنه مقابله کې خپلې ګوتې ایله تر خپلې بې وفا بندې تفنګچې پورې ورسیدلې.

اوباما هم اوس غواړي، چې په سومالیه او مالي کې د فرانسویانو په مرسته عملیات ترسره کړي، او په شمالي افریقا کې د القاعدې پرخلاف ۵ملیارده ډالر وضع کړي، د نړیوالو ځواکونو په مرسته غواړي، چې په لیبیا کې حالات راقابو کړي، په سوریه کې د سوریې له ګاونډیانو (ترکیه، عراق) سره اړیکې ښې  غواړي، ځکه همدوی دي، چې د سوریې مهاجرینو ته یې پناه ورکړې ده، او د تروریزم د څپو پر ساحل واقع دي.

په بنسټیزه او کُلي توګه که څوک د اوباما تقریر واوري او یا یې په لیکنیزه بڼه ولولي نو جوته به شي، چې له یوې خوا دی دا غواړي، چې امریکا د خپلو ګټو په خاطر له عملیاتو څخه ډډه ونکړي خو ترڅنګ یې باید د ښاریانو تلفات، او د اوږدو جګړو څخه ځان ژغورنه هم په پام کې ونیسي، او په بل اړخ کې غواړي، چې د نړۍ په هرو پيښو کې ځان او امریکا لتاړ نکړي، ځکه خو یې په تقریر کې د ډېرو هېوادونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

کالم: زما هم واورئ! لیکوال: احمد بلال خلیل- نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د