افغانستان

ټاکنو کمیسیون: له ښوونځيو د نوم لیکنې مرکزونه نه شو لېږدولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر وايي له ښوونځيو د نوم لیکنو د مرکزونو لېږدول ستونزې را ولاړولی شي.

سید حفیظ الله هاشمي وايي له ښوونځیو پرته بل انتخاب نه لري او له ښوونځیو د مرکزونو انتقال اسانه کار نه دی.

هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، دوی مجبور دي چې امنیت نور هم ټينګ کړي خو مرکزونه نه شي لېږدولی.

د پوهنې وزارت مسؤلینو په دې تړاو اندېښنه ښوودلې وه، چې د نوم لیکنې د مرکزونو په حیث د ښوونځیو کارول او بیا يې د نا امنۍ له امله زیانمنېدل د پوهنې پر بهیر منفي اغېز لري.

یاده سرچینه د پوهنې وزارت په حواله وايي که دا منفي اغېز همداسې دوام وکړي، نو دوی به د نوم لیکنې مرکزونه له ښوونځيو وباسي.

د ټاکنو کمیسیون په ولایتونو او مرکز کابل کې ښوونځي او مسجدونه د ټاکنو د نوم لیکنې د مرکزونو په توګه کاروي چې له پیله يې په اړه نیوکې موجودې وي.

د طالبانو د تعلیم او تربيې د کمیسیون له لوري د دوی تر لاس لاندې سیمو ته اعلامیې لېږل شوې چې خپل ښوونځي د «دې ډرامې لپاره ونه کاروي. »

د را روانو ټاکنو لپاره نوم لیکنه د وري له ۲۵مې پیل شوې، چې تر اوسه يې په اړه هیڅ بنسټ د خوشبینۍ اظهار نه دی کړی.

د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د دوی له ۱۴۱۹ مرکزونو ۴۴ تړلي دي، چې په غزني کې د ټاکنو کمیسیون د دفتر دراوزه بیا د مدني فعالانو او اعتراض کوونکو له لوري تړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د کابل غلامانو او بادارانو ته چه څه مهم دی هغه د ټاکنو هڅی او وسی دی مګر اصل کی دوی ټاکنی په لوی لاس ګډی وډی کوی تر څو د پارلمان او ع او غ دوره پوره شی یعنی په دی هغه او دغه د غه اوسنی دوره اوږدوی دوی دوه ابشنونه لری : لمړی : چه هیواد کی د روسانو په شان له تیښتی د مخه خبل منځی جنګونه رامنځته کړی د دی کار د پاره یی له ارګه پیل کړی په ارګ کی یی د حکومت سپتیرنګ یا جیلب یو د شمال او بل د جنوب ټلوالی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x