افغانستان

ولسي جرګه: امنیتي مسؤلین له «بل لوري» کنټرولېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ولسی جرګې غړو په نننۍ ناسته کې د تېرې دوشنبې پېښې په تړاو بحث وکړ، وپتېيله چې امنیتي مسؤلین به ور وغواړي.

د دې جرګې ځينو غړو د شش درک په شنه ساحه کې خونړۍ چاودنې د ملي امنیت او نورو امنیتي بنسټونو په اړه پوښتنه پیدا کوونکي بولي.

د ولسي جرګې غړي عبدالله محمدي وویل د ملي امنیت د عمومي ریاست په لس مترۍ کې دا ډول حمله او بیا يې د داعش له لوري مسؤلیت منل د شرم ځای دی.

هغه وویل، د امنیتي وزارتونو وزیرانو له دوی رایې واخیستې، خو کنټرول له بل ځای نه کېږي.

محمدي دغه کنټرولېدونکی اړخ روښانه نه کړ، خو ويې ویل چې وزیران یوازې سمبولیکه بڼه لري او هیڅ صلاحیت نه لري.

هغه وویل: «امنیتي وزارتونه نه ملامتوو، دوی صلاحیت نه لري او په وزارتونو کې یې د سمبول په بڼه ګمارلي او زموږ څخه یې رایې وړي دي، خو لارښوونه یې له بل ځای نه کېږي.»

تېره دوشنبه د کابل په شش درک سیمه کې غبرګو چاودونو کې د نهو خبریالانو په ګډون ګڼ امنیتي منسوبین ووژل شول، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.

په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته د دې پېښې د هر اړخیزو څېړلو امر کړی دی.

دا چاودنې چې مسؤلیت د داعش په نوم وسله والې ډلې واخیست، په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ هم د کابل په لوېدیځ کې د خونړۍ چاودنې مسؤلیت هم دې ډلې واخیست.

د ولسي جرګې غړو دعوه وکړه، چې د کابل لوېدیځ کې د نوم لیکنې پر مرکز برید د حکومت له منځه پلان شوی او تطبیق شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

زه د نن ټکی اسیا د ارزونو سره چه د ولسی جرګی په نمایندګی یی کړی او د محمدی صاحب د خبرو یادونه یی کړی سل په سلو کی ملتیا لرم ، مګر دا ورته وایم چه دا د بل ځای دستور او قومانده ورکول د نن خبره نه ده په رنا ورځ یی زمونږ هیواد اشغال کړی اشغال څه معنی یعنی زمونږ د هیواد سیاسی ، نظامی ، فرهنګی ، استخباراتی او نوری ټولی چاری یی په واک او لاس کی نیولی او دغه چه تش په نامه ورته چارواکی وایی د هغوی مستخدمین او مامورین دی لکه امریکا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx