روغتیا

له خوراک سمدلاسه وروسته له دغو کارونو ځان وساتئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غويي، ۱۳۹۷ل): مونږ په ورځني ژوند کې ډېر داسې بې شمېره کارونه په غیر احساسي ډول ترسره کوو چې زمونږ روغتیا ته زیان رسوي، مګر مونږ یې په اړه نه پوهیږو، چې سوکه سوکه زمونږ عادت جوړ شي او همداسې مو پر روغتیا باندې خطرناک اغیز وکړي.

دلته ځینې داسې عادتونه وړاندې کوو چې مونږ یې په ورځني ژوند کې له ډوډۍ وروسته ترسره کوو چې زمونږ لپاه مرګوني پيښېږي.

چای څښل

د هر هېواد خلک د خپلو عادتونو سره سم خپل ډوله چای څښي، خو په دې کې غلطي دا ترسره کیږي چې اکثر له ډوډۍ خوړلو سمدلاسه وروسته څښل کیږي، له ډوډۍ سمدلاسه وروسته چای څښل د هاضمې سیستم له منځه وړي.

په ځانګړي ډول که مو چیرې په ډوډۍ کې پروټین شامل وي، نو چای دغه پروټین سختوي چې له کبله یې معدې ته هضم کې ستونزې راولاړیږي، د متخصصینو په وینا له ډوډۍ څخه تر یو ساعت پورې باید له چای څښلو ځان وساتل شي. (دلته چای نه مراد شیدو چای دی، خو د شین چای څښل هم سمدلاسه له ډوډۍ ورسته ستونزمن وي، باید یوه شیبه انتظار وشي).

ګرځېدل/چهل قدمي کول

په عام ډول قدم اخیستل د خوړو هضمولو غوره لار ده، خو که چیرې په سمه توګه ترسره نشي بدن کې ستونزې راولاړوي، ویل کیږي چې له خوړو سمدلاسه وروسته باید اوږد مزل ونشي، ځکه چې دا په بدن کې تیزابیت رامنځته کوي، د خوړو او ګرځېدلو ترمنځ لږ تر لږه نیم ساعت وقفه کول پکار دي.

تازه مېوه خوړل

مېوه یو شمېر روغتیایي ګټې لري، خو که له ډوډۍ خوړلو سمدلاسه وروسته وخوړل شي په هاضمي سیستم کې ستونزې رامنځته کوي، ددې او ډوډۍ ترمنځ باید له نیم ساعت څخه تر ۴۰ دقیقو وقفه وي، ځکه چې ډکه معده نشي کولای له پاسه مېوه هضم کړي.

غسل کول

غسل کول بدن کې د وینې جریان تیزوي، په ځانګړي ډول د معدې شاوخوا کې چې بدن ته ګټور دی، خو که له ډوډۍ وروسته غسل کوئ نو د وینې جریان یوازې معدې پورې نه بلکې ټول بدن ته ځي، چې د هاضې سیستم کمزوری او سسست کوي.

قیلوله کول

د ورځې په اوږدو کې قیلوله کول د انسان بدن ته ګټه ورکوي، خو که له ډوډۍ ورسته مو قیلوله ترسره کړه، د هاضمې سیستم به خراب شي، معده به مو سوځي او تیزابیت به پيدا کړي، همدا لامل دی چې له ډوډۍ سمدلاسه وروسته له څملاستو یا قیلولې کولو ځان وژغورئ.

سګریټ څکول

سګریټ پخپله یو ناوړه عادت دی، د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د انسان بدن له منځه وړي، په ځانګړي ډول که سګریټ له ډوډۍ سمدلاسه وروسته وڅکل شي هاضمي سیستم له منځه وړي، لومړی خو باید دغه ناوړه عمل ترک کړل شي، که نه وي نو د ډوډۍ او سګریټ ترمنځ لږ تر لږه یو ساعت وقفه وساتل شي.

خلاصه دا شوه چې له پورته ښودل شویو شیانو څخه باید له ډوډۍ خوړلو سمدلاسه وروسته ځان وساتل شي، که څه هم له سګریټو پرته هر یو شی بدن ته ګټه رسوي خو په دغه وختونو کې یې کول زیانمن ثابتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx