نړۍ

یوه امریکايي بار وړونکې عسکري الوتکه غورځېدلې / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د امریکا په جورجیا ایالت کې یوه امریکايي بار وړونکې عسکري الوتکه غورځېدلې او پنځه کسان په کښي وژل شوي دي.

پېښه د امریکا په جنوب کې د جورجیا ایالت د یوه هوايي ډګر سره نیژدې را منځته شوې.

د جورجیا ایالت ملي ګارډ ویاندي رسنیو ته وویل: پنځه کسان په دغه پېښه کې ووژل او زیاته یې کړه چې د الوتکې نوعیت سي-۱۳۰ وو.

د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې یوې ادارې وویل، چې الوتکه د هوايي ډګر سره نیژدې د تمرین پر وخت را وغورځېده چې له امله یې په کښي سپاره پنځه کسه ووژل شول.

باید وویل شي چې د تیري میاشتي اپریل په لومړیو ورځو کې درې امریکايي عسکري الوتکې په دوه ورځو کې وغورځیدې چې له امله یې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول، دغه الوتکې په لاس ویګاس ایالت، کالیفورنیا ایالت او افریقايي هیواد جیبوتي کې را وغورځېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x