Obama chars aw bang

چرسي بنګي اوباما

نن ټکی آسیا: د امریکا جمهور رئیس د ځوانۍ ملګری وايي چې د مکتب پر مهال اوباما د چرسو عادي و.

ایډریوډیوډ نومې کس وايي چې دی او اوباما د هغه ګروپ غړي و، چې د چرسو د څکلو لپاره به اطرافو ته تلل. د اوباما یو بل ملګري ریمنډ بویر به ده ته چرس او بنګ برابرول.

اوباما هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې د نشيي توکو په استعمال اعتراف کړي.

المحیط عربي ورځپاڼې د ډیلي میل په حواله لیکلي چې ولسمشر بارک اوباما د مکتب او بانډ ملګری ریمنډ بویر خپل همجنس پرست ملګری اینډریوډیوډ ووژلو، ډیلي میل په دې اړه مهم اسناد په لومړي ځل خپاره کړي، په دغو اسنادو کې راغلي چې اینډریوډډيوډ د ریمنډ بوئر له ناوړه چلند څخه په تنګ راغلی و، نوموړی يې د ۱۹۸۶ز کال په لومړۍ ورځ يې په څټک ووهلو او ويې وژلو.

اینډریو ددغه وژنې په اړه ډير لاملونه پولیسو ته ویلي، دی وايي چې ریمنډ بویر به همېشه دی دې ته مجبوراوه، چې د نشيي توکو د اخیستلو لپاره دی سوال وکړي، دی وايي یو ځل پرې ریمنډبوئر د چاقو په برید کې دده ګوته هم پرې کړې خو په ۱۹۸۶ز کال د نوي کال په شپه نور دده زغم ختم شو، دی وايي چې د درمل لپاره له ریمنډ بوئر نه مې پیسې وغوښتې او هغه انکار وکړ، په دغه شپه ریمنډ بوئر ویده شو، څټک مې راوخيست او په سر سر مې ووهلو او ومې وژلو. اینډریو په دې جرم کې ۲۵ کاله زندان ته ولاړ چې په ۲۰۰۷ کې راخلاص شو.

اینډریو وايي له ماشومتوبه نشيي توکي استعمالوي، کله چې دی په مکتب کې و، نو د نشيي توکو اعتیادي زده کوونکو یو ګروپ جوړ کړی و، اوباما نه یواځې دا چې ددغه ګروپ غړی و، بلکې د مکتب په دوره کې نوموړی د «چوم ګینګ» نومې ګروپ یو مخکښ غړی و. په ځايي ژبه کې «چوم» چرسیانو او بنګیانو ته وايي.دغه مهال اوباما د «بیري» په نوم مشهور و. اینډریو وايي چې زه، اوباما او ریمنډبویر د خپل ګروپ د نورو ملګرو سره د نشيي توکو د استعمال لپاره اطرافو ته تللو. ریمنډ بویر به اوباما ته اعلی چرس یا بنګ تیارول.

ددغه راپور په اساس ولسمشر اوباما خپل د خاطراتو په کتاب کې ریمنډ بویر د خپل بدو وختونو ملګری ګڼلی. د اوباما په وینا چرس یا بنګ شرابو ته نسبتا ډير ضرري نه دي. اوباما په دغه کتاب کې په دې اعتراف کړی چې نشيي توکي يې استعمالول. له همدې امله کله چې اوباما په لومړي وار ولسمشرۍ ته ودريدلو، نو امریکايي رسنیو د اوباما دغه کتاب د یوې سرچینې په توګه خورا ډیر یاد کړ او نوموړی يې نشيي وبللو.

نیویارک ټایمز د اوباما د ځوانۍ په ژوند، د مکتب ملګرو او استادانو په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړ، په دغه راپور کې د اوباما زیات شمېر ملګرو ویلي چې نوموړی د مکتب په دوره کې نشې کولې.

په ۲۰۱۲ز کې د اوباما د نشيي توکو د استعمال خبره بیا هغه مهال ګرمه شوه چې د میکسیکو مشهور قاچاقي د ټاکنیز کمپاین لپاره اوباما ته ۲ لکه ډالر ورکړل.

امریکايي ورځپاڼو هغه مهال لیکل چې اوباما د میکسیو د نشيي توکو د قاچاقیانو سره نیږدې اړیکې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سنګین
میلمه
سنګین

کلینتن یی په زنا تورن و، بوش یی د شرابو معتاد و، اوباما یی چرسی او بنکي و اوس به نوبت د پوډري وی.