اتلانو لیګ: لیورپول لوبډله به پایلوبه کې له ریال مدرید سره مخ کیږي /ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غویي، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته د لیور پول لوبډلې لار وموندله او له ریال مدرید لوبډلې سره به د مۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه مخ کیږي.

نن د لیورپول او روما لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې دویم پړاو سیالۍ ترسره شوه چې په کې روما لوبډلې لیورپول لوبډلې ته په ۴-۲ ماتې ورکړه، خو بیا هم د لیورپول لوبډلې پایلوبې ته لار وموندله، ځکه چې د نیمه پایلوبې په لومړي پړاو کې د لیورپول لوبډلې روما لوبډلې ته په ۵-۲ ماتې ورکړې وه.

د لیور پول لوبډلې لخوا لومړی ګول د سینیغال تابعیت لرونکي مسلمان لوبغاړي سعد مانع په نهمه دقیقه کې ترسره کړ، چې په ۲۵مه دقیقه کې Georginio wijnaldum دویم ګول وواهه، ددوی لخوا مصري تابعیت لرونکي محمد صلاح چې په تېره نیږدې کې یې یو شمېر ریکارډونه پخپل نوم کړل په ننۍ سیالۍ کې که څه هم ښه لوبه ترسره کړه خو په کوم ګول وهلو بریالی نشو.

د روما لخوا که څه هم ډېرو ګولونو وهلو ته اړتیا وه خو بیا یې هم په زړه پورې لوبه ترسره کړه او ۴ ګولونه یې ووهل، ددوی لخوا لومړی ګول په غلطۍ کې د لیورپول لوبغاړي هامیس میلنر لخوا ووهل شو،

دویم په ۵۲مه دقیقه کې ایدن زیکو وواهه، چې درېیم ګول راجا نینګولن په ۸۶مه دقیقه کې، او څلورم ګول یې په ۹۴مه دقیقه کې وواهه.

خو له دې وروسته هم د روما لپاره پایلوبې ته د وتلو لپاره دوه نورو ګولونو وهلو ته اړتیا وه، چې وخت پای ته ورسېد، او د اګریګېټ قانون له مخې لیورپول نیمه پایلوبه په ۷-۶ وګټله او همدا ډول پایلوبې ته ووتله، چې د ریال مدرید لوبډلې سره به مخ کیږي.

د لوبې ټول ګولونه دلته وګورئ!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د