یو دې ومره، او داسي دې ومره …!!

موسی فرهاد

دا 22 کلن عسکر Gabriel D.Conde جبریل ډي کونډ اوس په افغانستان کې نشته خو خپل کور امریکا ته هم نه دی تللی بلکي د خندق پرخوا یی مخه نیولي.

دا ځوان څلور میاشتې مخکي د دسمبر پر 25 افغانستان ته غالباً په هغه زرکسیزه ډله کې راغلی و چې ویل کیدل د ټرمپ په امر ډېر ماهر، تربیت شده او ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولیږل شول. ترڅو د ترهګرو جرړه وباسي.

دا سړی د پنټاګان د هغي ټولۍ سرباز و چې د تروریزم پرضد په لوړه سویه ځانګړي روزنه ورکول شوی او دی د هوایی ځواک او پیچلو عملیاتو ځانګړی متخصص وو. دا کږه خولۍ د همدې ځانګړو ځواکونو پوځي نښان دی. دغي ټولۍ ته په عامو حالاتو کې د جګړې اجازه نه وي، بلکي په ځینو مشکلو پیچیده حالاتو کې له دوی نه کار اخیستل کیږي.

په امریکایی رسنیو کې چې د دې سړي کومي ځانګړتیاوي بیانیږي؛ رښتیا چې امریکایانو نن یوه ستره ضایعه او صدمه لیدلي، د تعجب ځای هم دا دی چې وایی طالبانو هغه د اوږې په سپکه وسله په ډېره آسانۍ په نښه کړی دی. د نوموړي دنده نوره په ختمیدو وه په اونۍ یا دوو کې بیرته کور ته روان و.

— د پنټاګان پوځیان او عام امریکایان ډېر ورباندي غمجن دي، له تبصرو نه یې پته لګي، تر دې چې یوه امریکایی ورته لیکلي:

what a dope. Our qualifide guy wasted his life for nothing,, We should get all U.S. troops out of the heroin capitol of the world and then nuke it.. there are no “innocent civilians” there, only terrorists

څه و؟ چې زموږ د یو کدر ځوان ژوند یې د نه څه لپاره برباد کړ،؟ موږ باید خپل ټول پوځونه د هیروئینو له دې مرکز نه را وباسو او بیا هغه په آیټم بم له منځه یوسو، هلته هیڅ معصوم وګړی نشته، ټول ترهګر دي.

بل کس لیکي:

He died for nothing. Our Vietnam War continues. Over 58,000 names on The Wall. We did not learn and history is repeating its self. Again I support the troops, they do as ordered. Should have never went in Afgan like we did. There other ways to go after OBL and Co. Same with Iraq, never should have went in, look what we did to that country.

هغه د نه څه لپاره ومړ. زموږ د ویتنام جګړه جاري ده، 58000 نومونه پر دیوال راته ځوړند دي. خو موږ ترې سبق زده نکړ، تاریخ بیا تکراریږي. زه د خپلو ځواکونو ملاتړی یم، هغوی ته خو چې څه امر وي؛ هغه کوي، ولي موږ باید افغانستان ته داسی تللی نه وای لکه چې ولاړو. همدارنګه عراق ته. وګورئ موږ له هغه هیواده څه جوړ کړل؟

بل لیکي:

I said it 10 years ago get out of that hell hole…

ما لس کاله وړاندي دا ویلي وو چې د جنهم له دغه سوري څخه راووځئ.

— دې ته ورته په زرګونو تأثرات دي چې امریکایي خلک یې د دغه یرغلګر ځوان سره شریکوي ، څوک چې په ډېر لوړ قیمت د افغان بیچاره ولس او نورو مسلمانانو د وژلو لپاره ټرین شوی او ډېر امیدونه یې ورپوري تړلي و، خو د طالب جان د اوږي سپک ټوپک هغه په ډېره آسانۍ داسي په نښه کړ چې د احزاب خندق ته یې ورټیل واهه، د یو عالم امریکایي یرغلګرو ناپاکي هیلي یې له خاورو سره ورخاوري کړي.

پام چې بیا رو نشي…!

2018 – می 3
موسی فرهاد

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بغدادي
میلمه
بغدادي

ان شاء الله د افغانستان د مجاهدینو مبارزه کامیابه کېدونکې ده، لږ څه زغم نور هم په کار دی ترڅو صلیبي یرغلګر په پوره ډول پر ګونډو سي.
الحمدلله، حمدا کثیرا….

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د امریکا اولس مونږ نه وژنی بلکه مونږ هغوی وژنی چه د امریکا اولس هم وژنی ، مونږ هغوی استثماروی چه د امریکا او اروبا مظلوماولسونه استثماروی مونږ ټول مظلوم بشریت د ګوتو په شمار یا د نړی یو سلنه حریص یهودان او صلیبیان مونږ وژنی ، مونږ استثماروی او مونږ غلاموی . صرف دا خبره چه هغه حریص اسنتعمارګر ټل متحد ، یوه خوله او یو موټی او مونږ خواره واره او مونږ په مونږ وژنی ، هغوی د همدغه حریصو چالاکیو له مخی زر ، زور او زیور تر لاسه کړی اوس مو په هماغه زر، زور او… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی صاحب.داڅلویښت کاله تا په امریکا کی تیر کړل.نو ته خو به په څلویښتو کالو کی ډیر غټ غلام در څخه جوړ کړی وی،نور خلک امریکا دښمنی ته جلب او جذب کوی،او خپله یی په امریکا کی د بوډا توب تنخوا اخلی .سوله ته مخه کړه.افغانستان ته راشه خپل پټی به کری.د امریکا له خیرات څخه ښه دی.زه شپون یم ،خپله شپونتوب کوم،خو د چا خیرات نه غواړم

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ، دا مهمه نه ده چه څوک چیری او جیری اوسیږی مهمه دا ده چه څوک د چا او چا بندګی کوی ، دا خبری نوری پریږده چه زه یا نور چیری اوسیږی ترکی، امین ، کارمل او نجیب په افغانستان کی اوسیدل ، شاه شحاع هم په افغانستان کی اوسیدلو کرزی او غنی هم په افغانستان کی اوسیږی مګر د امریکا تبعه دی خلیلزاد په کابل ، عراق او ملګرو ملتو کی د امریکا سفیر وو . افغان سیدجمال الدین په ډیرو هیوادو کی ژوند تیرولو حتی له هیواده تبعید شوی وو یعنی هغوی چه هیواد کی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اصلاً بله خبره:
استعمارګر او توطئه ګر حکومتونه د همهغو عادی خلګو د انتخاب محصول دی بناً په مغرب زمین خصوصاً امریکا کی ملت د دولت مظهر او دولت د ملت مظهر دی.
په کوم غربی هیواد کی کومه ورځ خلګ کوڅو ته راوتلی او د سترو انسان وژنو او نورو بشری ناورینونو ( استعماری جنګونو،لوږی،وسلو پلورنی، توطئو او …) پر ضد ئې ږغونه پورته کړیدی؟ بناً چه خوله پټه ونیسو ښه ده تر دې چه ابلهانه توجیهات سره بخۍ کو.

Zadran
میلمه
Zadran

غ،حضرت صاحب.افرین خبره د په دوه دری جملو کی خلاصه کړیده.یقینا په امریکا کی همدا د انتېرنېت ته ناست او چیغی وهی،یعنی د فېس بوک مجاهدین، همدا د امریکا میشتی افغانان چه د طالیبانو پلوی کوی ،او خپله هم ځانونه مجاهدین او طالیبان ګڼی.او په نورو ،د غلام ،ملحد،فاسد فتوا ګانی لګوی،او سوله هم نه غواړی،یوه ورځ هم د طالیب سپین بیرغ سره کو څو ته را وا نه وتل.او له امریکایانو څخه یی دا غوښتنه ونکړه،چه له افغانستان څخه ووځی،فقط له انتېرنېت څخه ناری وهی،او نورو ته وایی چه توپک واخلی ،والی دوی په امریکا کی یوه مظاهره نه… نور لوستل »

سلیم گوربز
میلمه
سلیم گوربز

مننه. بیانزی وروره
خو د ماشومانو سره دیر وخت مه ضایع کوه جکه دوی داسی بی خریطی فیرونه د دی خاطره نه کوی چی دوی نه پوهیزی بلکه دوی هسی د منافقت له مخی خبری کوی.

په هر صورت، الله جل جلاله د مسلمانانو ته بیرته خپل پخوانی عزت ور په برخه کری او الله جل جلاله د مونز تولو ته هدایت وکری.

الله جل جلاله د دا د وخت فرعون آمریکا او روس په دغه د فساد په پروژه کی ناکام کری.
امین

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

چیرته اوسیدل ګناه نه ده ، بی لیاری کیدل ، ناپوهه او یا چوپ پاتی کیدل لویه ګناه ده. د امریکا ټولو خلکو مونږ اشغال کړی نه یو امریکا او اروپا کی یو شمیر حریصو استثمارګرو او استعمارګرو مونږ اشغال کړی او د هغو هیوادو چه دوی غصب کړی او دوی ورته خبل هیوادونه وایی هلته هم مظلوم او غریب خلک قانونی استثماروی غلاموی هغوی یی په ناپوهی او فقیری کی ساتلی د همدی غریبی او ناپوهی څخه په استفاده تری عسکر او پولیس استخداموی او له امریکا پهر مظلوم اولس ورباندی استثمار او غلاموی که د امریکا عسکر مړه… نور لوستل »