KADWAL

عمران خان: د خلکو تر راوتلو دې د شمالي وزيرستان عمليات وځنډول شي – تفصيلي راپور

نن ټکی اسيا: د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او خيبر پښتونخوا کې د ايتلافي حکومت لارښود عمران خان وايي، چې له شمالي وزيرستان څخه د خلکو تر بشپړ راوتلو دې دغه سيمه کې پوځي عمليات وځنډول شي.

عمران خان نن اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې د پوځي عملياتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لکونو خلک وزيرستان کې بند پاتې دي او د دغو خلکو تر راوتلو دې نوموړې سيمه کې پوځي عمليات ودرول شي.

عمران خان زياته کړه، چې د شمالي وزيرستان نېږدې شپږ لکه خلک به له خپلو کورونو بې ځايه کيږي او د دغو خلکو ډېره برخه به د خيبر پښتونخوا بنو او شاوخوا سيمو ته راځي.

عمران زياته کړه، چې بنو کې لس لکه خلک اوسي او که پنځه لکه وزيرستانيان هم نوموړې سيمه ته راشي، نو بنو کې به د خوراک، څښاک او نور اړين توکو پيدا کول ناشوني شي.

ويل کيږي، چې حکومت هرې کورنۍ ته اووه زره کلدارې ورکوي او هره کورنۍ له اوو تر څوارلسو کسانو غړي لري، چې اوو زره روپۍ يې سپوره ډوډۍ هم نه کيږي.

عمران خان له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د شمالي وزيرستان خلکو ته لږ تر لږه شپږ ميليارده روپۍ ومني، چې هرې کورنۍ ته لږ تر لږه ۲۱ زره کلدارې ورسيږي.

عمران خان پر لومړي وزير ميا نوازشريف غږ وکړ، چې د هيواد حالات کړکيچن دي او پاکستاني طالبان به د پوځي عملياتو په غبرګون کې د پاکستان ګڼو سيمو کې خپل بريدونه او چاودنې وکړي او تر ټولو ستر او اسان هدف به يې خيبرپښتونخوا وي. نو نواز شریف بايد د بهرنيو هيوادونو له سفرونو لاس پر سر شي او د هيواد کړکچينو حالاتو د سمون په موخه د خيبر پښتونخوا حکومت سره په ګډه کړنلاره وټاکي.

د وزيرستان خلک د پوځ لخوا جوړ شويو پنډغاليو ته نه ځي

پاکستاني طالبانو د شمالي وزيرستان له خلکو غوښتي وو، چې د پوځي عملياتو پر مهال دې د پوځ جوړ شويو پنډغاليو پر ځای د هيواد لويديځ او افغانستان ته هجرت وکړي.

نن عمران خان هم و ويل، چې د وزيرستان خلک د خپلو قومي رواجونو له امله د پاکستاني پوځيانو لخوا جوړو شويو پنډغاليو ته نه ځي او د دې پر ځای د خپلو خپلوانو کورونو او نورو ځايونو ته کډې کوي.

د وزيرستان کډوال پنجاب او سند ته نه پرېښودل کيږي

عمران خان وايي، چې د پنجاب او سيند حکومتونه د وزيرستان بې کوره شوي خلک دغو سيمو ته نه ورپريږدي او د وزيرستان ټول لکونو خلک د خيبر پښتونخوا ګڼو سيمو ته راروان دي.

يوه ډوډۍ په سل روپۍ

راپورونه وايي، چې د وزيرستان خلک د خيبر پښتونخوا له خلکو ډېر زيات ګيله من دي او وايي، چې د دوی له ناچارۍ ناوړه ګټه پورته کوي.

دوی زیاتوي، چې ځايي خلک پرې خوراکي توکي په لوړه بيه پلوري او له دوی څخه د دوی مالونه او غواګانې په ارزانه بيه اخلي.

يو پېښور مېشتي وزيرستاني نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې و ويل: داسې پېښې هم شوي، چې د بنو خلکو د وزيرستان په مهاجرينو يوه ډوډۍ په سل روپۍ خرڅه کړې ده.

د وزيرستان خلک له موټره لاندې غورځوئ

راپورونه وايي، چې پيښور، چارسده، مردان، نوښار او شاوخوا سيمو کې پوليس او پوځ ځای پر ځای له خلکو پوښتنې کوي، چې وزيرستانی خو به نه وي.

د معاملاتويو لارښود “پراپرټي ډيلر” نن ټکی اسيا ته و ويل، چې د سيمې د پوليسو مشر د ځمکو او کورونو په کرایه ورکوونکو ډيلرانو ته ويلي، چې د وزيرستان خلکو ته دې کورونه په کرایه نه ورکوي او که د وزيرستان خلک سيمې ته راځي نو بايد پوليس پرې خبر شي.

د چارسدې سيمې يو موټر چلوونکي له خولې، پوځيانو ورته ويلي، چې د وزيرستان خلک د سپارلۍ په موټرو کې مه پريږدئ او له موټره يې لاندې غورځوئ.

د وزيرستان خلک د افغانانو له رويې خوښ دي

د خوست ولايت چارواکي وايي، چې شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله شاوخوا دیرش زره خلک د خوست او پکتيکا ولايتونو ته کډه شوي دي.

راپورونه د وزيرستاني کډوالو له قوله وايي، چې د خوست خلکو ورته په ورين تندي هر کلی ويلی او د خپلې خولې مړۍ يې ورسره شريکه کړې ده او دوی هيڅکله داسې ګومان نه کوي، چې پردي هيواد ته يې هجرت کړی دی.

سياسي ملايان غلي او سياسي پښتانه وايي، چې عمليات دې تېز شي

د پاکستان سياسي مذهبي ګوندونه، خو د فلسطين، برما او مصر لپاره مظاهرې او لاريونونه کوي، مګر د وزيرستان د پوځي عملياتو په اړه پټه خوله دي او هيڅ نه وايي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان ستر مذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام د پاکستان د مرکزي حکومت اتحادي غړی دی او د شمالي وزيرستان د عملياتو په اړه ايله دومره وايي، چې پوځي عمليات د ستونزې حل نه دی او په دې اړه د عملي اقدام لپاره هيڅ هوډ نه لري.

کارپوهان وايي، چې نوازشريف له مولانا فضل الرحمن څخه د لاس پاک په توګه کار اخلي او په کابينه کې د دوو وزارتونو په ورکولو يې د نوموړي خوله وربنده کړې ده.

بل پلو د پاکستان يو بل سياسي مذهبي ګوند جماعت اسلامي، چې تل فلسطين، عراق او مصر کې د ظلمونو او تيريو پر خلاف لاريونونه، مظاهرې او چندې کوي، مګر د وزيرستان د پوځي عملياتو په اړه يې ګونګه روژه نيولې ده.

جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا په ايالتي حکومت کې درې وزارتونه لري، چې مشر وزير يې د جماعت اسلامي امير سراج الحق دی.

سراج الحق د پاکستان له متحرکو او بادرکو مشرانو څخه شمېرل کيږي، مګر د وزيرستان د پوځي عملياتو په اړه يې د خپل ګوند سره ځان غلی نيولی دی.

بل پلو د اسفنديار ولي په مشرۍ د پاکستان عوامي نيشنل ګوند د خپل حکومت پر مهال شمالي وزيرستان او ګڼو نورو سيمو کې د ځايي طالبانو او د دوی د پلويانو پرخلاف د پوځي عملياتو لړۍ د جاري ساتلو ملاتړي وو او د نوي حکومت د راتلو له پيله يې له لومړي وزير ميا نوازشريف او پوځ څخه پرله پسې غوښتنه کوله، چې شمالی وزيرستان کې دې د پاکستاني طالبانو او د دوی د پلويانو پر خلاف پوځي عمليات پيل کړي.

پوځي عمليات به ټول هيواد د طالبانو له پلويانو ډک کړي

د سياسي چارو يو شمېر شننونکي وايي، چې پوځي عمليات د کشالې حل نه دی او پوځي عمليات به دا ستونزې نورې هم سره وغزوي.

د پاکستان جنګ او نيوز ورځپاڼې ريس تحرير انصار عباسي وايي، چې پاکستان بايد د عراق او افغانستان له حالاتو عبرت واخلي او د پوځي عملياتو او زور له کارولو ډډه وکړي.

عباسي په خپل يو کالم کې ليکلي، چې عراق او افغانستان کې ناټو او امريکا ميلياردونه ډالر ولګول، زرګونه پوځيان يې و وژل شول، مګر نتيجه يې دا راووته، چې عراق څخه د امريکايانو له وتلو وروسته دغه دی عراق ورځ تر بلې د اسلامي دولت د ځواکونو ولکې ته لويږي.

عباسي زياتوي، چې افغانستان هم زموږ لپاره ښه مثال دی، چې امريکا او ناټو د ديارلسو کالو په زور، جبر، بنديخانو او بمبارۍ طالبان ونه شوای ځپلی او ورځ تر بلې يې افغانستان کې واک په ټينګيدو دی.

عباسي پاکستاني حکومت ته د مشورې په توګه وايي، چې ټولو ته څرګنده ده، چې د امريکا له وتلو وروسته که څوک يې مني او کنه خو حالات داسې ښکاري، چې افغانستان کې به د طالبانو حکومت راځي او د افغاني طالبانو د واک او ځواک مستقيم او غير مسقيم اغېز به پر پاکستاني طالبانو هم وي.

نو که د پاکستان پوځ خپلو عملياتو ته دوام ورکړي نو ډېره لنډه موده کې به د پاکستان ډېری خلک د طالبانو پلويان شي او د پاکستان له حکومته به د اسلامي نظام د قايمولو غوښتنه کوي.
عباسي وايي، چې موږ بايد له افغانستان او عراقه عبرت واخلو مخکې له دې چې اوبه له ورخه تېرې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د