افغانستان

په پروني بريد کې معصوم ستانکزی سخت ټپي شوی

د باوري سرچينو د خبر له مخې په پروني بريد کې د کابل په لويديځ کې د معصوم ستانکزي د موټرو په کاروان ترسره شو ، معصوم ستانکزی سخت ټپي شوی ، او په روغتون کې بستر دی ،

ويل کيږي چې نوموړي په سر او غاړه سخته ضربه ليدلې ، او تر اوسه يې خبرې نه دي کړې ، اونه چاته اجازه ورکول کيږي چې له ده څخه ليدنه وکړي

، د يادونې وړ ده چې کله په کوم حکومتي چارواکې برید ترسره شي ډېر زر د تلويزيون په پرده را ښکار ه کيږي ، او ثابتوي چې زيان نه دی ورته رسيدلی، خو له تيرې ورځې را په دېخوا نه د ستانکزي غږ چا اوريدلی او نه د تلويزيون په پرده را ښکاره شوی ، او دا په داسې حال کی چې رسنۍ د چارواکو له قوله له بريد څخه د ده د روغ وتلو خبر ورکوي .

معصوم ستانکزۍ يو پخوانۍ کمونست او د خلق ديموکراتيک ګوند غړی ؤ. نوموړی د مجاهدينو په لاس د ډاکټر نجيب د حکومت نه د خوست ښار د فتحې پر مهال د حزب اسلامي له لوري ژوندی نيول شوی ؤ ، چې وروسته يې د وخت په تیريدو د امريکا د استخباراتي سازمان CIAسره اړيکې پيدا کړې او له برکته يې د کرزي په حکومت کې په بيلابيلو پوستونو و ګومارل شو. اوس مهال دی د سولې د شوری غړی او د دار الانشأ رئيس دی ، نوموړی د سولې په شوری کې تر ټولو فعال شخص دی.

څرنګه چې ده ته د رباني په قتل کې د شوری نظار له لوري د پړې ګوته نيول کیده ، او د ډاکټراشرف غني احمدزي له مهمو ملاتړو څخه دی، او دهغه خلقيانو په رهبرۍ کې قرار لري چې له اشرف غني څخه را چاپير دي ، نو ځکه په کابل کې دا سې ګونګوسې دي چې شايد پر ده د شوری نظار د استخباراتي ډلې له لوري د بريد زمينه برابره شوې وي ، او يو ډول په ډاکټر عبدالله د شوي بريد غچ وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x