
د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – شپږمه برخه)
مولوي فضل ربي (کوه صافي وال)
۱. لكل شيء زكاة وزكاة الدار بيت الضيافة .كنز العمال
ترجمه : د هرشي لپاره پاکي وي او د کور پاکي د ملېمنو کوټه ده . (مېلمه پالنه ده )
۲.لتأمرن بالمعروف ولتنهون عن المنكر او ليسلطن الله عليكم شراركم فيدعو خياركم فلا يستجاب لهم .كنز العمال
ترجمه : تاسې به یا امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او یا به الله تعالی په تاسې باندې ستاسې بد خلک مقرر کوي بیا به ستاسې نېکان دعا ګانې کوي او د هغوی دعا ګانې به نه قبلیږي .
۳. مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ. صحیح البخاري
ترجمه : څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی.
۴. مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. صحیح البخاري
ترجمه : چا چې د رمضان په شپو کې د ایمان سره او د ثواب لپاره قیام وکولو ده ته به دهغه پخوانی ګناهونه وبښل شي.
۵. مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ. صحیح البخاري
ترجمه : څوک چې ددې لپاره جنګ کوي چې د الله تعالی کلمه لوړه شی دا جنګ یې د الله تعالی په لاره کې دی.
۶. مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فَإِنَّ اللَّهَ مُعَذِّبُهُ حَتَّى يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ وَلَيْسَ بِنَافِخٍ فِيهَا أَبَدًا. صحیح البخاري
ترجمه : چاچې کوم عکس جوړ کړو کړو الله تعالی به ده ته تر هغه وخته پورې عذاب ورکوي ترڅو پدې کې روح واچوي او هغه کله هم نشی کولی په هغه کې روح واچوي.
۷. لان يتصدق المرء في حياته بدرهم ، خير له من ان يتصدق بمائة درهم عند موته .سنن ابي داود
ترجمه : دا چې یو انسان یو درهم په ژوند (ښه صحت) کې خیرات کړي له هغه سل درهمه څخه غوره دی چې د مرګ په وخت کې یې صدقه کوي .
۸. كل بني آدم خطاء وخير الخطائين التوابون .كنز العمال
ترجمه : هل بني آدم ګناه کوي غوره ګناه کوونکي هغه کسان دي چې توبه وباسي .
۹. مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ أَوْ لِيَصْمُتْ. صحیح البخاري
ترجمه : څوک چې قسم کوي نو د الله تعالی په نوم د قسم وکوي او یا د چپ شي.
۱۰. مَنْ قَتَلَ نَفْسًا مُعَاهَدًا لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ. صحیح البخاري
ترجمه : چا چې داسې څوک ووژل چې ده له هغه سره صلح تعهد کړی وو هغه ته د جنت بوی نه رسیږي.