نبوي حدیث

د روژې د فضیلت په اړه أحادیث

احمدمدثر دلسوز

لکه څرنګه چي د روژې مبارکه میاشت راتلونکې ده نو ضرور مو وبلل چي د فضیلت په اړه یې څو حدیثونه ګرانو لوستونکو ته تقدیم کړو او دې مبارکي میاشتي ته خپله تیاري ونیسي.

عن سهل رض عن النبی صلی الله علیه وسلم قال ان فی الجنة باب یقال له الریان یدخل منه الصائمون یوم القیامة لا یدخل منه احد غیرهم فاذا دخلوا اغلق فلم یدخل منه احد. (صحیح بخاري)

ژباړه : د حضرت سهل رض څخه روایت دی چي رسول الله ص وفرمایل د جنت یوه دروازه ده چي هغه (ریان) نومیږي او له دې دروزاې څخه به یوازي روژاتیان د قیامت په ورځ ننوزي چي له دوی ماسیوا هیڅوک نسي ننوتلای او کله چي وتړل سي نو هیڅوک به بیا ترې داخل نسي.

عن ابي هریرة رض ان رسول الله ص قال الصیام جنة فلا یرفث و لا یجهل و ان امروا قاتله او شاتمه فلیقل اني صائم مرتین والذي نفسي بیده لخلوف فم الصائم اطیب عندالله تعالی من ریح المسک یترک طعامه و شرابه وشهوته من اجلي، الصیام لي و انا اجزی به الحسنه بعشر امثالها. (صحیح بخاري)

ژباړه : د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله ص وفرمایل روژه ډال دی نو ښکنځل او فحش خبري مه کوی او کچیري تاسوته بل چا ښکنځل او بدي خبري کولي نو ته ورته ووایه چي زه روژاتي یم دوه واره ، زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما روح د هغه په لاس کي دی چي د روژاتي د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو تر بوی هم خوښ دی ځکه چي روژاتي خوراک ، څښاک او شهوت زما د روژي پخاطر پرې ایښی دی او زه به یي نیکي یو په لس ورکوم.

عن ابي هریرة رض قال قال رسول الله ص اذا دخل شهر رمضان فتحت ابواب السماء وغلقت ابواب جهنم و سلسلت الشیاطین. (صحیح بخاري)

ژباړه : دحضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی چي رسول الله ص وفرمایل کوم وخت چي د رمضان میاشت داخله سي نو د اسمانونو دروازې خلاصي سي او د جهنم دروزاې وتړل سي او شیطان په ځنځیرونو وتړل سي .

عن ابي هریرة رض قال قال رسول الله ص من لم یدع قول الزور والعمل به فلیس لله حاجة في ان یدع طعامه و شرابه . (صحیح بخاري)

ژباړه : د حضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی چي رسول الله ص وفرمایل کوم چاچي درواغ ویل پرېنښودل (پداسي حال کي چي روژاتي وي) نو الله تعالی دې ته هیڅ اړتیا نلري چي دی خوراک او څښاک نه کوي . (صحیح بخاري)

قول النبي صلی الله علیه وسلم اذا رایتم الهلال فصوموا و اذا رایتموه فافطروا و قال صلة عن عمار من صام یوم الشک فقد عصی اباالقاسم صلی الله علیه وسلم . (صحیح بخاري)

ژباړه : نبي علیه السلام فرمایلي دي کوم وخت چي تاسو میاشت ولیدله نو روژه ونیسی او کله چي مو ولیدل نو روژه وخوری او صله د عمار څخه روایت کوي چي رسول الله ص فرمایلي دي چاچي د شک د ورځي (شک روژه) ونیوله نو هغه د ابوالقاسم ص نافرماني وکړه.

عن انس بن مالک رض قال قال رسول الله ص تسحروا فان فی السحور برکة. (صحیح بخاري)

ژباړه : د حضرت انس بن مالک رض څخه روایت دی چي رسول الله ص وفرمایل: پېشلمی وکړی ځکه چي په پېشلمي کي برکت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ولی

الله دی د روژی نیولو توفیق راکی سره د عبادت

هر څوک باید اخیرت ته احساب وکی دا دونیا خو ا غسی تیریژی که سړی په تکلیف وی او که په راحت کی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx