د بهلول دانا د ذهانت عجیبه کیسه

ژباړه او راټولونه : احمدمدثر دلسوز

بهلول چي اصلي نوم یې وکیر بن عمرو ؤ او په کوفه کي اوسېدی، کنیه نوم یې ابووهیب بن عمرو ؤ چي د خلګو ترمنځ په بهلول دانا یا بهلول مجنون باندي مشهور ؤ، د خلیفه هارون الرشید همعصره ؤ، او اکثره وخت به د خلیفه هارون الرشید او بهلول ترمینځ عجیب او غریب واقعات او خاطرات رامینځ ته کېدل، عقل یې ډېر پوخ ؤ، ددنیا سره یې مینه نه درلوده، بالاخره په کال ه ق۱۹۰ کي وفات سو.

د تصوف علماء ورته په احترام قایل دي او دی یو مجذوب شخص بولي. دلته یې د هوښیارۍ او ذهانت یوه قصه رانقلوم.

یو وخت د بغداد ښار ته له بهر څخه یو ګرځندوی راغلی ؤ، چي له څه وخت وروسته یې د هارون الرشید دربار ته لاره پیداکړه او هلته لاړ، کله چي خلیفه هارون الرشید ته ورسېد، نو ویې ویل چي زه د دربار له علماؤ، پوهانو او وزیرانو څخه څو سوالونه کوم، خلیفه هم ورته اجازه ورکړه خو سوالونو ته یې هیچا هم ځواب ونه وایه.

خلیفه په غصه سو او د دربار علماء او پوهانو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړ او ورته ویې ویل چي که په ۲۴ ساعته کي مو د همدې شخص پوښتنو ته ځواب ونه وایه نو د ټولو مالونه به همدې شخص ته ورکړم.

خلیفه هارون الرشید چي کله درباریانو ته وخت ورکړ نو یوه درباري ته یې وویل چي زما په ګمان تاسي باید په بهلول پسي ولاړ سئ او هغه دلته راولئ، ځکه د بهلول څخه ماسېوا څوک نسي کولاي د ګرځندوی پوښتنو ته ځواب ورکړي.

سمدستي درباري په بهلول پسي ولاړ او هغه یې خبر کړ، بهلول هم قبوله کړه چي د ګرځندوی د پوښتنو ځوابونه به ورکوي.

کله چي سبا سهار سو نو د خلیفه په حضور کي د دربار ټول علماء، پوهان او وزیران کښېناستل او ګرځندوی او بهلول هم راغلل یو د بل مخي ته د مناظرې او مناقشې غوندي کښېنستل.

بهلول و ګرځندوی ته وویل: هره پوښتنه چي لرې ویې فرمایه، زه یې ځواب ورکولو ته چمتو یم.

ګرځندوی په خپله لکړه باندي یوه دایره په مځکه باندي رسم کړه او وروسته یې د بهلول و خواته وکتل.

بهلول بېله ځنډه یو خط د دایرې په منځ کي وویست او هغه دایره یې په دوو برخو ووېشل.

سیاح بیا بله دایره رسم کړه، بهلول دا وار دایره په څلورو برخو ووېشل او په لاس یې یوه برخه ګرځندوی ته وښودله او ویې ویل : دا برخه وچه ده او دا نوري درې برخي اوبه دي.

ګرځندوی ددې پوښتني له حل وروسته په ټول دربار کي د بهلول تعریف وکړ او بلي پوښتني ته یې ځان آماده کړ.

دا ځل یې د خپل لاس شا پر مځکه کښېښودل او کوتي یې د آسمان و طرف ته نیولي وې، بهلول سمدستي ددې معکوس عمل تر سره کړ او د لاس شا یې د آسمان وخواته کړه. ګرځندوی له اندازې څخه زیات د هغه تعریف وکړ او خلیفه ته یې وویل: د داسي پوه عالم له لرلو څخه باید پخپل ځان باندي فخر وکړې.

خلیفه ددې سوالونو مقصد او مفهوم ترې وپوښته او ویې ویل چي زه خو یې په ځوابونو ونه پوهېدلم.

ګرځندوی وویل: ما لومړۍ یوه لویه دایره وکښله او له دې څخه مي مقصد د ځمکي کره وه، بهلول وپوهېده او هغه یې په دووه برخو ووېشل او زه یې وپوهولم چي دی د ځمکي په ګردوالي باندي معتقدی دی او بل مفهم یې له کرښي څخه دا وو چي د استواء کرښه له ټولي ځمکي له مېنځ څخه تېره سوې چي همدا مځکه یې په شمالي او جنوبي قطبونو باندي وېشلې ده.

دوهمه پوښتنه چي مي ترې وکړه هغه په دې اړه وه : کله چي مي دایره بیا ځلي وکښل، نو بهلول دا ځل په څلورو برخو ووېشل او ویې پوهولم چي مځکه په ۴ برخو وېشل کیږي چي یوه برخه یې وچه او د ژوند کولو او نوري درې برخي یې اوبو نیولي دي.

دریمه پوښتنه : کله چي ما خپل د لاس ورغوی په ځمکه او ګوتي مي هوا ته کړې، زما مقصد نباتات او له مځکي څخه راټوکېدونکي ګیاه وه او د هغه روزل او وده وه، بهلول هم پخپل لاس د باران او د لمر وړانګي وښودلې او وپوهېده چي د نباتاتو روزل د باران او د لمر د وړانګو په وجه دی، نو پدې ډول پوه او عالم باید فخر وکړل سي.

ټول درباریان د بهلول له ذهانت او حاضر ځوابۍ او هغو ته د هارون الرشید له غضب څخه د ژغورلو لپاره یې د الله ﷻ شکر پر ځای کړ او د بهلول څخه یې ډېره مننه وکړه.

بحارالأنوار، جلد ۹، کتاب بهلول العاقل.

داستانهای شیرین بهلول دانا، صفحه ۲۴.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د