شعـــــرونه

زه او ته

فکرمل طالب

پَل کوو دوصل دښته زه او ته
نور بېلېږو غمه تښته زه او ته

په غزل شونډوبه یوبل سره ښکل کړو
دجنون مسته خوځښته زه او ته

اوس په کاڼي خوب کوی شمه نو ځکه
مخه ښه کوو بالښته زه او ته

دځوانئ احساس مو نه پرېږدي ارام ته
نوربه وړو د غزا لښته زه او ته

د ځوانانو په ذهنونو کار پکار دی
یو پاڅون کوو نوښته زه او ته

فکرمل طالب د سپکو یاري نکړي
درانه ښه یو بس درنښته زه او ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x