شپږیزه لیګ به د جون میاشتې په دېرشمه نېټه پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ غویي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کورنی لیګ (شپږیزه لیګ) به د روان کال د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه په کابل کې پېل شي.

وړمه ورځ د کرېکټ بورډ رئیس عاطف مشعل تر مشرۍ لاندې د کرېکټ عمومي غونډه ترسره شوه، چې په کې د افغانستان پریمیئر لیګ (APL) د مهالویش په اړه هم خبرې وشوې، خو اضافي معلومات په کې څرګند شوي نه دي، خو له دې وړاندې ویل شوي وو چې دغه سیالۍ به د لومړي ځل لپاره په عربي اماراتو کې ترسره شي.

له دې وړاندې له کرېکټ بورډ څخه د تېر کال د جون په میاشت کې په خپاره شوي خبر کې ویل شوي وو چې د جون یا جولایي میاشتې پر ځای به شپږیزه لیګ د سپتمبر په میاشت کې ترسره شي، چې تېر شپږیزه لیګ په سپتمبر میاشت کې ترسره شو، خو د اوسنۍ غونډې په ترڅ کې یو ځل بیا د سپتمبر میاشتې پرځای د جون میاشتې ۳۰مه نېټه وټاکل شوه.

په دغه غونډه کې کرکټ بورډ د هند دیرادون لوبغالي ته دوه کسیزه پلاوی استولی و چې له بنګله دیش سره د کیدونکو لوبو لپاره د لوبغالي حالت او نور چاپیریال وارزوي چې هغوی هم خپل معلومات کومیټې ته وړاندې کړل.

د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي «مونټي ډیسای» چې له وړاندې یې کرېکټ بورډ ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، په غونډه کې یې استعفا ومنل شوه او لامل یې د هغه کورنۍ ستونزې وښودل شوې.

همدا راز په دې غونډه کې د احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو پایلوبې پریکړه هم وشوه، چې د روانې میاشتې په ۸مه نېټه به د کندهار لوبغالي کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې شپږیزه لیګ د افغانستان کرېکټ داخلي تجارتي لیګ دی، چې د یو شمېر بهرني لوبغاړو په شمول په کې خارجي لوبغاړي هم ګډون کوي.

له دې وړاندې په دغه لیګ کې له پاکستان، زمبابوې، متحده عربي امارات، سرېلنکا، سویلي افریقا، بنګلدیش او عمان هېوادونو څخه لوبغاړو ګډون کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د