پاکستان: بی پلوټه الوتکو بریدونو ۱۴ کسان وژلي

(نن ټکی آسیا) droneنن د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر شمالي وزیرستان درې بریدونه کړي، او لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دغه چارواکي په وینا، لومړي برید په ”منده خېلو” کې یوه ګاډی په نښه کړه، چې څلور کسان پکې ووژل شو او په بل برید کې ”غوړيشکي” سیمه په نښه شوه، تر اوسه دا مالومه نه ده چی دا بریدونه پر پاکستاني طالبانو شوی که عام وګړي دی.. مګر چارواکي هر کله دداسي بریدونو هدف طالبان بولي..که څه هم زیات وخت پکي عام وګړي وژل کیږي…
د څه وخت راهیسي د امریکا له خوا دا رنګه بریدونه زیات سوی او زیاتره وخت عام وګړي په کې وژل کیږی او په پاکستان کې هر وخت ددی بریدونو پر ضد پراخ لاریونونه هم کیږي.

ویل کیږی چې دا الوتکی د پاکستانی خاوری څخه پورته کیږی او هلته په وزیرستان کی بریدونه کوی… مګر پاکستانی چاوراکي هر وخت دا رنګه رپورټونه رد کړی.. او په اړه یی خواشینی څرګنده وی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د