fbpx
kandahar university

طالبانو د کندهار پوهنتون ۳۳ تنه استادان او محصلین خوشي کړل

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې خبرپاڼې په مټ خبر ورکړ، چې د کندهار پوهنتون ۳۳ تنه هغه استادان او محصلین چې له کابو تېرو دوو اونیو راهیسې د دوی سره بندیان ول، نن (یکشنبه) ماخستن نهه بجې د غزني ولایت په مربوطاتو کې خوشي او په دوو موټرو کې خپلو استوګنځیو ته ولېږدول شول.

د کندهار پوهنتون د بندي استادانو له ډلې د ځینو کورنیو تایید کړه، چې دوی د خپلو بندیانو له خلاصونه ډاډمن شوي او هغوی ټول اوس خپلو کورونو ته پر لاره دي.

دا چې دا استادان ولي او په څه جرم ونیول شول او بیا دوه اونۍ په توقیف کې وساتل شول، د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد یې په ځواب کې وايي :«دغه استادان او محلصين پوره لس ورځې وړاندې د خاصو راپورونو په اساس، له کندهار څخه د تګ په مهال د غزني ولایت په اړونده سیمه کې نيول شوي وو چې  د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا ورسره خورا په درناوي برخورد کيده، د ميلمنو په ډول ساتل کيدل او  وروسته له بې ګناه ثابيتيدو څخه نن ناوخته  د خوښۍ په فضا کې خوشي شول.»
نوموړي ویلي، چې یاد استادان او محلصین مخکې له مخکې د دوی تر اشتباه لاندې ول ؛ځکه نو ترې د پوښتنو -ګرویږنو په موخه يې د نېونې اقدام واخیستل شو.

طالبانو همداراز ویلي، چې خوشي شوي استادان د دوی د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون په سپارښتنه او پرېکړه پرېښودل شول.

استادان څرنګه ونېول او بیا څرنګه خوشي شول؟!

د روانې/جون میاشتې په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ کله چې، د کندهار پوهنتون یوې ډلې استادانو او محصلینو ، چې له نورو سېمو سره یې تړاو لاره  او غوښتل یې په یوه بس موټر کې تر خپلو کورونو ولاړ شي، د غزني ولایت په اړوند ملا نوح بابا سېمه کې د کابل-کندهار پر لویه لار د طالبانو له لورې له موټره کوز او په نامعلوم لورې انتقال کړای شول.

له پېښي څو ساعته وروسته د کندهار د والي ویاند او د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي دواړو د پېښي پخلی وکړ؛خو دا یې د ناڅرګندو وسلوالو کار وباله.

په لومړیو کې داسې ګنګوسې هم وې، چې ښایې دا استادان په پوهنتون کې د دوی او د رئیس ترمنځ د را ولاړې شوې شخړې په اساس نیول شوي وي؛ خو د طالبانو د ویاند له خبرپاڼې داسې بریښي، چې ګواکې یاد کسان پخوا هم د طالبانو تر اشتباه لاندې وو او دوی یې د نېونې په لټه کې ول؛څو چې څه باندې لس ورځې مخکې په غزني کې خپلې دې موخې ته ورسېدل.

ویل کېږي، بندیان د غزني په قره باغ، ګېرو، ناوه، مقر، اندړو او نورو سېمو کې د خلکو په کورونو کې ساتل شوي او له خورا ښه چلند سره مخامخ شوي،.

طالبانو دا هم څرګنده کړې، چې له دوی سره یې خورا په درناوي برخورد کړی ، روغتیايي وضعیت یې ښه او د مېلمنو په څېر چلند ورسره شوی.

نېول شوي استادان او محصلین نن ماخستن له خوشي کېدا سره جوخت ، د طالبانو له لورې په دوو موټرو ، چې په یوه کې یې لس او په بل هغه کې درویشت کسان سپاره ول، رخصت شوي ؛ چې بیا د لس کسیزې خوشې شوې ډلې موټر په لاره کې د تخنیکي ستونزې له کبله نه دي توانېدلي، څو خپلو استوګنځیو ته سملاسي ورسېږي، خو د لومړني موټر د سپرلۍ په اړه ویل شوي، چې هغوی ټول خپلو ځایونو ته رسېدلي او دا مهال روغ، رمټ او ډېر زیات خوښ دي.

طالبانو همدارنګه ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د نیول شویو استادانو د پېښي په تړاو بشپړ جزئیات او نور معلومات له رسنیو سره هم شریک کړي.
 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د