fbpx
محمد اشرف غني او مېرمن يې د برېښنايي تذکرو اخیستو پر مهال

اشرف غني برېښنايي تذکره واخیسته؛ خو عبدالله يې د خلکو غولول بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني برېښنايي تذکره واخیسته خو د هغه شریک عبدالله عبدالله وايي، دی خلک غولوي.

محمد اشرف غني، د هغه مېرمنې، سروردانش، د مشرانو جرګې مشر او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو د برېښنايي تذکرو په اخیستو سره دا ناندرۍ پای ته ور نږدې کړه.

برېښنايي تذکرې چې له څو کاله راهیسې پکې د افغان، او اسلام کلمو په لیکلو او نه لیکلو جنجالونه روان و، نن يې د اخیستو رسمي پرانیسته کې محمد اشرف غني دا د ثبات لپاره مهم ګام وباله.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو لپاره نومونه ولیکي او رایه ورکړي.

د هغه شریک عبدالله عبدالله له دې مراسمو نږدې دوه ساعته وروسته کنفرانس کې وویل، محمد اشرف غني خلک غولوي.

هغه وویل برېښنايي تذکرې نېک ګام دی، خو په اوسني ډول وېش يې د ډېرو افغانانو نه دی خوښ.

هغه د تذکرې اخیستو یوه انګېزه دا وبلله چې محمد اشرف غني غواړي له روان وضعیته د خلکو پام په بله واړوي، ځکه يې بې له کومې مقدمې د تذکرې اخیستو هوډ وکړ.

عبدالله عبدالله وویل تر دې نور هم لومړیتوبونه شته، په وینا يې افغانان د تذکرو تر اخیستو امنیت ته ډېره اړتیا لري.

د شنونکو په باور برېښنايي تذکرو کې د اوسني افغانستان نقشه، د ډېورنډ کرښې د رسمیت په مانا بلل کېږي او په اوس وخت کې وېش يې له روانو نا امنیو د پام په بله اړولو هڅه ده.

په څنګ کې يې ګڼ افغانان دا اقدام ستايي او مناسب ګام يې بولي.

د دې تذکرو د ناندریو یو علت هم د اسلام کلمې لیکل و، د محمد اشرف غني مېرمنې رولا غني؛ هم دغه تذکره اخیستې، خو معلومه نه ده چې د دین په خانه کې يې څه لیکل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د