ashraf abdullah

د ولسمشر انتخاب ملي که بین المللي پروسه

د روان ۱۳۹۳ هـ ش کال د ولسمشرۍ ټاکنې په لومړي دور کې بې نتیجې وې ،د حمل د شپاړسمې په ټاکنو کې د ۸ نوماندانو له جملې څخه هیڅ یو نوماند ونه توانیده؛ چې ۵۰+۱ سلنه رایې ترلاسه کړي؛ ترڅو ریاست جمهوري ته ورسیږي .
دوه مخکښ کاندیدان هر یو عبدالله عبدالله ۴۵ سلنه او اشرف غني ۳۱ سلنه رایې ترلاسه کړې. د قانون له مخې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې او د جوزا په ۲۴مه د دواړو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې او ورسره جوخت وضعیت هم بل ډول شو،

د تېر دور ټاکنو برعکس دا ځل د رایو تله د اشرف غني په خوا درنه ښکاره شوه او داسي انګیرل کېده، چې اشرف غني به ګټونکي اعلان شي ؛ خو عبدالله عبدالله د پراخو درغلیو تور ولګاوه او د انتخاباتي پروسې څخه یی بایکاټ وکړ او اعلان یی وکړ، چی نور پر انتخاباتي کمیسونونو باور نه لري او د ملل متحد څخه غوښتنه کوي ؛ترڅو دده مشکل حل کړي .
دلته پوښتنه دا پیدا کیږي، چې ډاکټر عبدالله ولي( د دوی په اند) د ملیونونو افغانانو پریکړې ته شا واړوله، د انتخاباتي نتایجو افغاني کمیسون سره یی بایکاټ وکړ او ښکاره یې د خارجي فیصلې او بین المللي مداخلی غوښتنه وکړه ؟
ځواب دا دی، چې عبدالله د وار له مخه ورکړل شوې وعدې په اساس د کامیابي په امید ؤ ، په انتخاباتو کې رقابت ، د خلکو ګډون او د رایو په اساس نتایج دا هر څه یې د یوې وضع شوې مرحلی په توګه ترسره کړل ؛ خو کله چې د انتخاباتو نتایج د وعدې برعکس ښکاره شول؛ نو د ملت قضاوت ،د کمیسیون فیصلې او د نتایجو اعلان د دې ټولو پر ځاي یې اصلي مرجع ته مراجعه وکړه ترڅو د هغې وعدې پر اساس ورسره معامله وشي، چی پنځه کاله مخکی ورکړل شوې وه ، ددغه وعدې تعلق د تیرو انتخاباتو سره دی او د عبدالله عبدالله غوښتنه هم د تیرو انتخاباتي نتایجو په اساس ده .
د ۱۳۸۸هـ ش کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې چې د اسد په ۲۹مه نېټه ترسره شول، د ۳۰ کاندیدانو تر منځ مقابله وشوه، چی مخکښ پکی کرزي او عبدالله عبدالله وختل ،د ابتدایې نتایجو پر اساس کرزي ۵۵ سلنه رایه ترلاسه کړې وي؛ خو په نهایی نتایجو کی چې تقلبي رایې تری ایسته شوې؛ نو کرزي 49.67 سلنه او ډاکټر عبدالله 30.59 سلنه رایې ترلاسه کړې. د قانون په اساس ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدی او ټاکل شوې وه ،چې د عقرب په ۱۶مه د کرزي او عبدالله تر منځ ټاکنې ترسره شي؛ خو کرزي په خپل بري باندی ټینګار کاوه او قرنطین شوي رایې یې د ځان په خلاف سازش ګڼلو. هلته د کرزي او عبدالله ترمنځ د نړیوالو لوبه ګرمه وه په هغه وخت کې جان کیري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي (کایی ایډي) د کرزي او عبدالله ترمنځ داسي معامله وکړه ، چې اوس به عبدالله د دویم پړاو ټاکنو څخه تیریږي ؛ ترڅو کرزی ګټونکی شي او آینده انتخاباتو کې به عبدالله ته نوبت ورکول کیږي؛ نو بنأ اوس ډاکتر عبدالله خپل نوبت غواړي؛ نو ځکه د نتایجو پر ځاي بین المللی ټولنې ته مراجعه کوي او کرزی هم ورسره نرمه غاړه وړي. اوس به نړیوال د دواړو ټیمونو تر منځ پټ جوړ-جاړی وکړي او واک به وویشل شي، چې دا به د کارول شویو رایو سپکاوی او په انتخاباتو کې د سهیم ولس پر مخ څپيړه وي.
د دې اوسني وضعیت څخه د طالبانو هغه موقف هم بالکل سم ثابت شو ،چې په هیواد کې دا د ریاست جمهوري انتخابات یوه ډرامه ده او راتلونکی واکمن لا دمخه د امریکا او بین المللي ټولنې له خوا انتخاب شوی. اولس او د اولس رایه هسې د یو ابزار په توګه استعمالیږي، چې دا خپله د اولس په حق کې یو لوی خیانت دی، دغه خبر اوس کوم راز هم نه دی پاتي، چې ولسمشر څنګه ،چېرته او څوک ټاکي ؛ خو دوی نن خپله لمن پخپله په سر واړوله ، هم یې په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ تورونه ولګول، چی په انتخاباتو کې د پراخ اولسي ګډون نفی کوي او هم یې د انتخاباتي نتایجو پر ځای نړیوالو ته مراجعه وکړه، چی دغه کار دا په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د ولسمشر انتخاب ملي او اولسي نه ؛ بلکې بین المللی پروسه ده .

توره لیکل کوي، د ابو حدیر کالم، نن ټکی آسیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.