افغانستان

عطامحمد نور د جګړې پر کرښه؛ خو څوک وژني؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): د بلخ ګوښه شوی والي او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور له یوې اوونۍ راهیسې پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د جګړې له کرښې خبرونه ورکوي.

هغه تازه پخپله فیسبوک پاڼه داسې تصویرونه خپاره کړي چې دی پکې د جګړې لپاره د امر ورکولو په حال کې ښکاري.

نور لیکلي د «ولید ۵» په نوم عملیاتو کې يې د بلخ په چمتال، دولت اباد او چهاربولک او د جوزجان په فیض اباد ولسوالیو کې ۲۰۰ تنه وژلي.

هغه روښانه کړې نه ده، خو ويلي يې دي «دښمن» يې سخت ځپلی دی.

د ولسي جرګې ځينې غړي د عطامحمد نور په اړه اندېښنې ښيي، چې هغه د قومي تعصب او سیاسي رقابت له امله جګړه کې ننوتی دی.

نور چې د بشري حقونو د سرغړوونکو له ډلې ګڼل کېږي، شاوخوا میاشت وړاندې له ارګ سره له معاملې وروسته د بلخ له چوکۍ لرې شو.

د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي، هغه په پښتنو سیمو کې د خپلو سیاسي رقیبانو د ځپلو لپاره د «دښمن» ځپلو په نامه جګړه روانه کړې ده.

هغې له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، نور په پښتون مېشتو سیمو کې ملکي وګړي په نښه کوي، په وینا يې د جنرالانو، مسلکي قومندانانو، اردو او پولیسو په موجودیت کې د هغه حضور ته څه اړتیا ده؟

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش هم په جګړه کې د عطامحمد نور دخالت مني، خو دعوه کوي چې واک او قومنده يې له امنیتي ځواکونو سره دي او نور يوازې د دوی ملاتړ کوي.

عطامحمد نور د تېر لمریز کال په لېندۍ میاشت کې د ارګ له لوري له دندې ګوښه شو، خو د روان کال تر لومړۍ میاشتې يې خپلې دندې ته دوام ورکړ او وروسته د جمعیت ګوند رهبري شورا په وینا د یوې «پټې معاملې» له مخې چوکۍ پرېښودو ته قانع شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

دعطا نور په مورد دارين يون نظر بيخي سم دي. عطا نور يو قوم پرسته له تعصب نه ډک فاشيست دي. هغه وخت چه په کندوزکي طالبان نور او دوستم ته تسليم شول، هغوي ټول دنورپه امر ووژل شول او دشتي ليلي پري ډکه شوه. دا چه عطا نور امريکايانو په قدرت راوست او تر اوسه ئي ساتي، معني ددي نلري چه هغه دخلکو خدمتګار دي. دنور جګړه دتعصب جګړه ده. ترځو چه نور مردار قتل نشي، تر هغو به نور دقومي تعصب له مخي د پښتنو په وژنه لګيا وي. موږ دغه بيدينه قومي متعصب، فاشست ښه پيږنو او… نور لوستل »

اخترمحمد گیلانی

دابی قانونه حکومت ولی د غسی وطن پلورونکی ته اجازه ورکوی چه دخلګو پرضبد عملیات وکوی

Zadran

کاروان صاحب،د پښتنو بیړه غرقه ده،پاکستان کی پنجاب وژنی.دلته مو ،نور،امریکا،اوطالیبان وژنی،په پښتنو هیڅ څوک رحم نه کوی،او نه یی رحم په کړی دی.اول ټاپه په ولګوی،بیا یی تکه،تکه،کړی،دا سوله چه نه کوی ،مطلب په پښتنو یی زړونه ساړه شوی نه دی،کله به سړیږی ؟

غوربندِي

د غرونو ځځغغ ځدران صاحب تا همدا یوه د سولې خبره تر لکۍ نیولې، په داسې حال کې چې د سولې په مفهوم نه پوهېژې، تر ټولو بده یې دا چې ناپوهي دې هم بې انډوله ده، یانې دا بې مفهومه سوله یوازې له طالبانو غواړې په داسې حال کې چې د همدې وطن خلک دي، ستا دا کم عقل که د شیطان په نیلۍ سپور نه وای نو به دې یو ځل دا هم تر خوله وتلي وو چې اې افغانانو په یوه خوله دې کافرو نابللو امریکایانو ته ووایۍ چې زمونږ له هیواده ورک شي تر څو سولې… نور لوستل »

هجران

غوربندی صاحبه ! امریکایان یوآځی په مرمیو نه بلکه په دالرو زیات دا جنګ مخی ته وړی د ډالرو هغه یوه برخه د ځدران په شان شیطانی میدیا ته یی تخصیص کړی ، میدیا بیا په څو ډوله ده دمیدیا یوه برخه لکه بی بی سی ، امریکا ژغ ، آزادی رادیو ،د کابل ټول تلویزونونه او جلا جلا پانی خو د هغوی خپل مالکیت دی یعنی چلوونکو ته پاخه معاشونه ورکوی او هغه پری وایی چه د دوی خوښه وی ، بل هغه پانی او تلویزونه یا اخبارونه دی چه مالکان یی نور دی مګر دوی هغه مالکانو او… نور لوستل »

Zadran

غوربندی صاحب.سوله ځکه غواړم،چه په سوله کی هغه د غور صحرایی محکمی به ورکی شی،میرمن په تیږو.مړه کړی،او سړی سپین باز ګرځی.اوس ته ووایه،چه عقل زما په پونده کی دی که د ستا دا صحرایی محکمی؟

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x